افغانستان

بدخشان: وردوج کې طالبانو نوې پرمختګونه کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي۱۴مه ۱۳۹۴ل): د هېواد په شمال بدخشان کې طالبانو دوه نور نظامي مرکزونه او ۷ پوستې نیولي دي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازو هم منلې چې په وردج کې د ۲۵۰ پولیسو اړیکه له مرکز سره پرې شوې ده. دوی په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې پرون /یکشنبه، غويي۱۳مه/ مازیګر ۵ بجې يې د بدخشان په وردج ولسوالۍ کې پر دولتي په پوستو پراخه عملیات پیل کړل.

هغه زیاته کړې چې د څو ساعته سختې جګړې وروسته په باشند سیمه کې یې دوې مهمې پوځي قرارګاوې او ۷ نورې پوستې ونیولې.

هغه ادعا کړې چې په جګړو کې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، یو شمېر يې ژوندي نیولي او سلګونه میله درنه او سپکه وسله یې غنیمت کړې ده.

طالب ویاند ویلي چې دوی اوس هم په جګړه کې پرمختګ کوي او «لرې نه ده چې نورې سیمې به هم مجاهدین ونیسي».

د مجاهد له قوله دوی دغو بریدونو سره په هممهاله د بغلان ولایت په مرکزي بغلان او ډنډغوری ولسوالیو کې ۹ مهمې پوځي قرارګاوې، ۲۲ پوستې او ۳۲ ستر کلي نیولي دي. همدا راز دوی د ۹۱ عسکرو، پولیسو او اربکیانو د وژلو ادعا کړې.

طالبانو په دغو جګړو کې د خپلو ۴ ملګرو وژنه او ۴۲ نور ټپي کېدنه منلې ده.

دا په داسې حال کې چې تېره ورځ طالبانو د وردج ولسوالۍ په صوفیانو کلي کې ۱۳ پوستې ونیولې.

د وردج ولسوالۍ امنیه قومندانۍ پرون یکشنبه ومنله چې په وردج کې ۱۳ پوستې طالبانو نیولي دي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ امر سمونوال سخي داد حیدري ویلي چې د سرحدي پولیسو، نظم عامه، ملي پولیسو د پوستو وسلې او مهمات چې په صوفیانو کلي کې پرتې وې د طالبانو د ګواښ له کبله خالي کړي دي. هغه زیاته کړې چې دوی ۲ کیلومتره تکتیکي شاتګ کړی دی.

په بدخشان کې د طالبانو د پرمختګ خبر په داسې حال کې ورکول کیږي، چې په کندوز کې لا هم د حکومت پر ضد د طالبانو جګړې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x