طالب ویاند ذبیح الله مجاهد، له افغان خبریال، عمر خطاب سره په ژوندۍ مرکه کې

د طالبانو له ویاند، ذبیح الله مجاهد سره د عمر خطاب ژوندۍ مرکه – ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غوايي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد په متحده ایالاتو کې د پیام افغان ټلویزیون، له «سپينې خبرې» د خپرونې له کوربه او پېژندل شوي خبریال، ښاغلي عمر خطاب سره ژوندۍ مرکه کړې.

ذبیح الله مجاهد چې له افغانستان نه د موبایل پر لیکه له پیام افغان ټلویزیون سره غږېده وویل چې مقابل لوری د دوی پر ضد له رسنیو ګټه پورته کوي، امکانات لري او له هرې وسیلې د دوی د مقاومت پر ضد استفاده کوي.

ښاغلي مجاهد د خپل مقاومت په ننګه وویل، چې روان مقاومت د دوی وجیبه ده. دی زیاتوي: «موږ جګړه په شوق نه کوو، دا مو مجبوري ده، چې د پردیو پر ضد مقاومت وکړو». ذبیح الله مجاهد سره له دې چې د سولې پر ارزښت ټینګار کوی؛ خو زیاتوي چې روان مقاومت د «شوق» کار نه دی: «امریکایانو زموږ وطن اشغال کړی، دوی زموږ کور ته مسلح راننوتي، زموږ بام، دروازه، هوا او زموږ د ارام ټول ځایونه دوی نیولي». دی وايي، تر څو چې بهرنیان په افغانستان کې وي، سوله نه شي کېدای.

ښاغلی مجاهد وايي: «امریکایان د تعقل لار نه پېژني. دوی یوازې د زور او جګړې لاره پېژني. موږ د افغانستان له اشغال څخه مخکې دوی ته له دیپلوماتیکو لارو د مسایلو د حل وړاندیز وکړ، ولې په درد ونه لګېدل. زموږ چې چا سره جګړه ده، دوی د زمانې بدماشان دي. تر هغې چې په زوره ونه وېستل شي، په زاریو نه وځي».

ذبیح الله مجاهد د افغانستان اصلي ستونزه اشغال بولي: «زموږ اصلي ستونزه اشغال ده، دا کورني غلامان د دوی په لاس کې نانزکې دي، چې د دوی پرېکړې هېڅ ارزښت نه لري».

ذبیح الله مجاهد د دوو دلیلونو پر اساس د امریکایانو له خوا د جګړې دوام بولي:

«لومړی دا چې دوی نه غواړي، اسلامي نظام په نړۍ کې حاکم شي. دا د ځان لپاره خطر بولي. سره له دې چې موږ بار بار ویلي چې په افغانستان کې اسلامي نظام به چاته خطر نه وي. بله خبره دا ده چې امریکایان په منطقه کې ستراتیژيکي ګټې لري. د منځنۍ اسیا زېرمو ته غله ده، په افغانستان کې طبیعي زېرمو غله ده».

مجاهد زیاتوي که امریکا په سیمه کې مشروع موخې لرلای، کېدای شي ورسره تفاهم شوی وای.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې د هېواد په شمال کې د جګړې کنټرول د بل چا په لاس کې دی، ښاغلی مجاهد وايي: «په افغانستان کې ستونزه دا ده، چې هغوی چې مسایل تحلیلوي، پر داسو کمزوریو دلایلو استناد کوي، چې د حل لارو پر ځای مسایل لا پېچلي کوي. په شمال کې زموږ مجاهدین دي، که قومانده ورکړل شي چې جګړه وکړي، کوي يې، که د اوربند حکم ورته وشي، جګړې ودروي، دلته بیا سوال د بل چا د کنټرول نه پیدا کېږي».

مجاهد د طالبانو په لیکو کې د بهرنیانو شتون په کلکه ردوي. دی وايي، په کندوز کې ان د هرې ولسوالۍ لپاره له خپلې ولسوالۍ څخه مجاهدین ټاکل کېږي. مجاهد وايي: «موږ ان د یوه ولایت مجاهدین بل ولایت ته نه استوو، دا خو لا پرېږدئ چې بهرنیان راوغواړي».

«پردي زموږ لپاره ځانونه نه قربانوي».

خبریال له مجاهد څخه پوښتنه کوي، چې دوی د تلفاتو په اعلان کې مبالغه کوي: «موږ چې د دښمن د تلفاتو راپورونه خپروو، ډېر دقیق وي. دلته موږ د خپل نظام دننه د هر خبر لپاره څلور فلترونه لرو، له هغو تېرېږي، بیا نشرېږي. همدا اوس موږ سره ۵۵تنه اربکیان اسیران دي؛ خو حکومت دا نه مني. که موږ دومره تلفات رښتیا هم لرلای، اوس به مو ګورتېپه په لاس کې نه وای، نن مو د باغ شرکت په سیمه کې په شا وتمبول».

د کوربه له پوښتنو وروسته، ګڼو افغانانو خپلې پوښتنې مطرح کړې. دا ښايي لومړی ځل وي چې ذبیح الله مجاهد په دغسې خپرونه کې په ژوندۍ بڼه ګډون کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

پلی مونږ د ذبیح الله مجاهد د پیام افغان له یو پیوب څخه په ژوندی بڼه کی ولیدله چه د هغه صرف نوم لیکل شوی او عمر خطاب ورسره مرکه کوله او بیا یی د پوښتونکو پوښتنو ته ځواب هم په ډیره سړه سینه ، اسلامی اخلاقو او اسلامی حکمت مناسب خوابونه ورکړل ډیره مو خوښه شوه . کوم څه چه د دوی له مرکی زه حیران کړی یم ، د شمال او جنوب بیلول دی نه یواځی په دی مرکه ، بلکه علومی هم دا خبره کړی چه د شمال دوستان او د جنوب دشمنان ، ځینی نوری مقالی… نور لوستل »

طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

که دویډیو لینک خپورکړئ دغه ویډیو خو نه راته ښکاري

حیران
میلمه
حیران

دا سړی او تلویزون په کلفورنیا کی ده او دا اول دروغ دی چی ته وایی دوبی یا عربی امارات کی ده دا ستر دروغ دی. دا ډیر ####انسان ده او خپلی ### او اولادونه یی هملته له انګریزانو او امریکایانو سره ګډ ګرزی او عیاشوی کوی خو تاسو سترګی پټوی ځکه ستاسو پولی ده