افغانستان

مشرانو جرګه حنیف اتمر د امنیتي تړون اړوند استجوابيه غونډې ته ورغواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له امریکا سره د امنیتي تړون اړوند په خاطر مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته ور غواړي.

مشرانو جرګې پرون – یکشنبه – حنیف اتمر خپلې عمومي غونډې ته ور غوښتی و، خو نوموړي له ورتګه انکار وکړ او دلیل يې هم ورته نه دی ويلی.

ټاکل شوې ده، چې نوموړی به سبا – سه شنبه – مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته حاضر شي، چې د امنیتي تړون اړوند د دې جرګې غړو پوښتنو ته ځواب ووايي.

حنیف اتمر د ګډ حکومت په لومړۍ ورځ د ملي امنیت سلاکار وټاکل شو او په دویمه ورځ يې له واشنګټن سره هغه امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې توند ولسي غبرګونونه يې را وپارول.

د مشرانو جرګې او ولسي جرګې همدا تړون په فوق العاده غونډو کې تصویب کړ، خو د دوی په خبره له نږدې اته میاشتې تېرېدو وروسته لا هم دې تړون نه په اقتصادي او نه هم امنیتي برخه کې کوم مثبت اثر کړی دی.

د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وايي چې دې تړون تر اوسه هیڅ ګټه نه ده کړې، نو ولې ټولې ستونزې موږ په غاړه اخیستې او دا تړون مو لاسلیک کړ؟

تر دې وړاندې هم مشرانو جرګې د دې تړون د لغوې غوښتنې کړې وي او هم ولسی جرګې ويلي و، چې د دې تړون له لاسلیکه مو هېواد ته نه اقتصادي او نه هم امنیتي پرمختګ ورکړل شوی دی، ځکه خو باید ګډ حکومت د دې تړون اړوند بیا غور وکړي.

د کابل  – واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون اړوند تر دې وړاندې دولتي سرچینو دغه تړون د افغان امنيتي ځواکونو لپاره حياتي ارزښت ګاڼه او هم يې ويلي و، چې په لاسلیک سره به يې د هېواد اقتصاد مخ پر وړاندې لاړ شي.

د دې تړون له مخې په هېواد کې ۹۸۰۰ امريکايي عسکر په نهو مېشت ځایونو کې د دایمي هستوګنو په توګه مېشت شول، چې یوازې به افغان عسکرو سره د روزنې، مشورې او تمویل په برخه کې مرسته کوي.

که څه هم د دې تړون له لاسلیک سره د تېر میلادي کال په پای ته رسېدو د بهرنیانو پوځي مسوولیت پای ته ورسيد، خو لا هم د هېواد په بېلابېلو جګړو کې، بې پيلوټه الوتکو او د بهرنیانو چورلکو برخه اخیستې، چې په جګړه ييزه برخه کې پر یاد شمېر عسکرو سربېره څلوېښت زره د بلک واټر په نامه بهرنیان هم مېشت دي، چې «لوټ او وژنه» يې دنده ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x