افغانستان

کابل: د څارنوالانو په موټر سرتيري برید درنه مرګ ـ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): پلازمېنه کابل کې د څارنوالانو په موټر سرتيري بريد درنه مرګ ـ ژوبله واړوله.

د کابل امنیتي مسوولین وايي چې برید نن سهار شاخوا اته بجې د دارالامان په سړک د څارنوالانو په موټر وشو، خو له تلفاتو يې نا خبري ښيي.

د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې برید یو پلي کس کړی دی خو د خپلې «چوپتيا پالیسي» له مخې يې  له تلفاتو نا خبري وښوده.

د برید مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستی او ويلي يې دي چې په دې برید کې يې ګڼو څارنوالانو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دارالامان په سرک د څارنوالانو په ۳۰۳ موټر دغه سرتيری برید د دوی ملګري کړی او پکې يې تر ۴۰ ډېر څارنوالان وژلي او ټپیان کړي دي.

یاده دې وي د طالبانو د نویو عزم عملیاتو له پیله په پلازمېنه کابل کې دا لومړی سرتيری برید ګڼل کېږي، چې پکې د څارنوالانو د لېږد موټر په نښه شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Dr muhammad Azim mangal

په حقیقت کی څارنوالان دی اداری فساد اصلی منبع ګڼل کیږی او خلک یی تر پوزی رسولی دی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x