شعـــــرونه

خوږې لحظې

ستـــا د راتــلــو لار تــه مــي جــانانه ! ډيــر کتـــلي دي
تــړمــې تــړمـې اوښـکـي مي لـه سترګو بهېـدلي دي

وربــه کـــړم دغـــاړې امـــېل زرى زنــدانـــي آشــنـــا!
ستا دخــلاصـــون زيري مــي رويبار نه اورېدلي دي

پرې مي ږده اې ګرانه! چي په ځير ځير درته ګــورمه
دې خــوږې لحــظې ته مي ترخـې لحظـې ګالــلي دي

ډيـري بد دعــاوې مي سـرتـور سر ورته غــوښتې دي
چـــاچـــي دي پـښـــــوتـــه زولـــــنــې دراچـــــولــي دي

لـري کـــــړه دزړه زنګ مـــي نګاره پــه خـنـــداشه نور
بس دى چي غمـــازراته ټول عـمرغاښ چيـچـلي دي

راکــړه غــاړه راکـــړه چي بې سېـک يمــه اولـوېــږمه
ستــړې ستـړې ســـاوې مـــي په تـاپســي وهـــلي دي

کلـــه دي پـرېږدم چــي رانه بيــابه په بــل لـــوري ځې
لاس دي ولــمــن تــه مــا:الـــهــام :دراچــــــــــولــي دي

2012/02/01
کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x