اپريل کې سلګونو دولتي کارکوونکو خپلې دندې پرېيښې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): په تېره میلادي میاشت اپريل کې سلګونه دولتي مامورين له خپلو دندو لاس په سر شوي، چې ځينې يې د طالبانو لیکو ته ورغلي او ځينې خپل ورځني ژوند ته ور ګرځېدلي دي.

طالبان وايي  چې دوی د خپل بلنیز کمیسیون په وسیله او د الله جل جلاله په مرسته په تېره میاشت کې ۲۳۱ تنه دولتي کارکوونکي د «حقايقو په درک» له دندو زړه توري کړي او له دولت سره يې خپلې اړیکه شولولې ده.

د طالبانو له لوري د خپل بلنیز کمیسیون په میاشتني راپور کې راغلي، چې دغه تسلیم شوي دولتي مامورین ټول له دوی سره یوځای شوي دي، چې د دولت په وړاندې د مبارزې ژمنې يې هم کړې دي.

دوی پخپله رسمي برېښنا پاڼه کې د تسلیم شویو دولتي کارکوونکو لنډ شهرت په یوه جدول کې خپور کړی دی، چې پکې يې د اوسېدو او دندو ځایونه هم په ګوته شوي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په خپلو میاشتنیو راپورونو کې ويلي چې ګڼ دولتي کارکوونکي يې پخپلو دعوتي هڅو له دندو خوا توري کړي دي، ورسره جوخت ځينې نړیوالي سرچينې هم د طالبانو څرګندونې تاييدوي او وايي چې دولتي عسکر په خپلو دندو کې خوښ نه دي.

څه موده وړاندې «سيګار» پخپل راپور کې ويلي و، چې په یوه کال کې نږدې څوارلس زره د اردو عسکرو خپلې دندې پرېيښې دي، چې ځينې يې طالبانو ته ورغلي او ځينې نور يې پخپلو کورنو کېنستي دي.

د همدې راپور له مخې تر اوسه پورې د پولیسو د ثبت په دفترکې شاوخوا درې سوه زره نومونه ثبت دي او د پولیسو کارتونه وېشل شوي دي، خو دم ګړۍ یوازې یو سل اوه پنځوس زره په دندو بوخت دي او نږدې نیمايي يا طالبانو ته تسلیم شوي، یا وژل شوي او یا هم پخپلو کورنو کېنستي دي.

په ولس کې هم د طالبانو د بلنیز کمیسیون دغه ډول فعالیت ستایل شوی او خلک هیله څرګندوي چې طالبان خپل بلنیز کمیسیون ته لا پام زیات کړي او له «غوليدلو ځوانانو سره په خبرو ځان پوی کړي.»

دا په داسې حال کې دی چې د غزني په اندړو کې هم قومي مخورو د طالبانو او اربکیانو ترمنځ د منځګړيتوب په ډول ویلي چې د سیمې اربکیان په دې خوښ دي چې طالبانو ته تسلیم شي، خو طالبان باید دوی ته ضمانت ورکړي چې د ولس له غبرګونه به پناه ورکوي.

طالبانو اربکیانو ته له خپل لوري ډاډ ورکړی، خو د اربکیانو له لوري د ځورول شوي ولس اړوند يې ویلي چې د دوی دعوې باید د محکمو له لارې حل شي، چې ملامت لوری باید جریمي، بښنې او سزا ته غاړه کېږدي.