
له جیوپولیټیک موقعیت نه تر ستراتیژیکې ماتې
لیکوال: خوشحال آصفي
افغانستان هغه هیواد دی چې د اسیا په زړه کې ځای لري، د سیمي او له سیمي ورهاخوا هیوادونو د اتصال او یوځاي والي نقطه ده او د یو ښه او ستراتیژیک موقعیت لرونکی دی. په همدغه اساس په پرله پسې توګه تل د پردیو د برید لاندې و او دی، او د سیمې او نړۍ د هیوادونو تر منځ د نیابتي جګړو په ډګر بدل شوی دی.
له یو اړخه زمونږ د هیواد د جیوپولیټيک موقعیت او له بل اړخه د کورني کړکیچن او ګډوډ چاپيریال او کمزوري ذهنیت، وچ او بې تصمیمه سیاسي مشرانو پر اساس دغې خاورې زمونږ له ولسه قرباني اخیستي او لا یې اخلي. د افغانستان په نوم د دغې خاورې له بنسټ ایښودو یعنې په ځانګړي توګه د احمدشاه ابدالي له حکومته تر نن د اشرف غني تر حکومته، مونږ په خپل داخلي اور کې راګیر یو، د واک او قدرت په نیولو او ډیرولو کې راګیر یو، په عامه اصطلاح د خپلو قومي ، مذهبي، جهادي او سیاسي مشرانو په نس مړولو کې راګیر یو، په سختو مذهبي، قومي او ژبني اختلافاتو کې راګیر یو، او په اصل کې هیڅ وخت مو نه درلودو او نه یې لرو څو له بار بار طلایې چانسونو څخه د خپل هیواد په ګټه استفاده وکړو او له خپل دغې جیوپولیټيک موقعیت څخه ستراتیژیکه بریا ترلاسه کړو نه ستراتیژیکه ماتې.
له احمدشاه ابدالي تر اشرف غني په هیواد کې د ناتعریف شویو بهرنیو سیاستونو او د هیواد په دوه سوه کلن تاریخ کې د ځینو واکدارانو کړنې د بیلګې په توګه یادوو.
احمدشاه ابدالي په کور دننه د قومونو د ځینو مشرانو لخوا له ستونزو سره لاس او ګریوان و او ډیر په ستونزو یې دوي مهار کړي و. په خپله نوموړي د همدغو کورنیو ستونزو له کبله دا موکه نه موندله چې د هغه پرمختګونو چې په اروپایي هیوادونو او نورو ټولنو کې منځته راتلل، پاملرنه وکړي. همدا ددې سبب شوی و چې سیاسي وضعیت په هماغه لښکرکشۍ او او په نظامي ډول پاتې شو او د افغانستان اقتصاد هم فقط تر ډهلي پورې محدود شي. په هند د بریدونو پایله هم هماغه د غنیمتونو په لاس راوړل او د قومونو تر منځ ویشل وه او ددې سبب نشو چې افغانستان همیشنی او د تل پراختیا وکړي. د زورورو، ځان غوښتو او کبرجنو قبیلو شتون او د هیواد په بیلابیلو لویو تصمیم نیونو، د نظامي مفکورې په ذهنیت او د احمدشاه ابدالي له لوري د هیواد په پراختیا کې کې ددوي مداخله او لاسوهنې او بلاخره د افغانستان د یو څرګند سرحد نه شتون، د هیواد پراختیا په اساس او د پرله پسې او ژر ژر بدلونې په اساس، د افغانستان په خاوره کې ستونزې او محدودیتونه ول چې افغانستان د قبایلو د ثروت او قدرت غوښتنې قرباني شو او ویي نشو کړای چې په بهرني سیاست کې بریالی واوسي.
وروسته له دې بیا د تیمور شاه د واکمنۍ مسله مخ ته راځي چې دده بهرنی سیاست په ګاونډیو هیوادونو باندې د ا فغانستان او پر افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د برید نه کولو پر محور نه څرخیده تر څو تیمورشاه دا فرصت او وخت پیدا کړي چې کورني مسایل حل کړي، فیوډالان سرکوب او د تیت و پرک او قومیت پرستۍ پر ځاي یو قوي مرکزي قدرت رامنځته کړي. دده لومړنی سیاست د فیوډالانو له منځه وړل ول چې په پایله کې یې د کورنۍ توطعو سره مخامخ شو او کافي وخت یې پيدا نکړ چې د هیواد بهرني سیاست ته پاملرنه وکړي. د پام وړ ټکی دا دی چې انګلیس په دغه وخت کې د هند د نیولو لپاره خپل یوازینی سیال افغانستان ګڼلو او د افغانانوله قدرت څخه ډاریده. اما تیمورشاه په دغو موضوع پوه نه و ځکه خو یې هند ته چندان پام هم نه و. چون تیمورشاه په دې فکر کې و چې د فیوډالو په کنټرولو سره د هیواد په دننه کې او د هغوي له منځه وړلو سره به په راتلونکي کې خپل قلمرو ته پراختیا ورکړي او له لاسه تللیو سیمو د بیرته ترلاسه کولو خپل پام هند ته واړوي. اما غافل له دینه و چې انګلیس په خپلو بریالیو سیاستونو باندې په چټکۍ سره د هند په لور روان و. د یادونې وړ ده چې په معمول ډول په افغانستان کې د پاچاهۍ او د هغه د ځایناستي پر سر له احمدشاه ابدالي تر اشرف غني پورې ستونزې وې او دي. د تاریخ په دقیقې مطالعې سره متوجه کیږو چې دا ستونزه د پرمختګ او د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره لوي خنډ و او دی.
د تیمورشاه له پاچاهۍ وروسته شازمان واک ته رسیږي. شازمان هم په هیواد کې دننه له یادې ستونزې سره مخامخ کیږي. له یوې خوا د قبایلو د مشرانو توطعې او له بلې خوا له ده سره دده د ورونو مخالفت ددی لامل ګرځيدلی و چې په خپل بهرني سیاست کې بریالی نشي. د شازمان موخه او هدف له حکومته د فیوډالانو لیرې ساتل او کمزوري کول ، د خپلو ورونو کنټرول، او د انګریزانو پر وړاندې خنډ پیدا کول تر څو په هند باندې قبضه وانه چوي. د شازمان ورونو غوښتل چې له ده څخه پاچاهي ترلاسه کړي او همدا ددې سبب شوی و څو شازمان هم په خپل بهرني سیاست کې بریالی نشي. د قبایلو مشرانو له یوې خوا هغه کینه چې له ابدالي کورنۍ سره یې درلوده او له بلې خوا د انګریزانو په لمسون د شازمان په وړاندې ودریګې او کله ناکله پاڅون وکړي.
له دې وروسته شامحمود واک ته رسیږي خو په همدغه ډول ادامه پیدا کوي.
له دېنه وروسته بیا امیر دوست محمد خان واک ته رسیږي او نوموړی په دغه وخت کې په یو شمیر اقداماتو لاس پورې کوي. خو دا اقدامات سرسري او موقتي وي. دده اقدامات لکه د ایران له قاجریانو سره ډیپلوماټیکي اړیکو پرانستل، له روس سره د ډیپلوماتیکو اړیکو ټینګول او له کابل څخه د روسانو ملاتړ منل. اما د بهرنیو موخو په تعریف کې لوي توپیرونه رامنځته کوي لکه د ملي امکاناتو او د ملي موخو تر منځ د انډول نه شتون.
د امیر دوست محمد خان د پاچاهۍ په دوهمه دوره کې دوه مهم عملونو دده په بهرني سیاست جدي اغیز درلود.
لومړی: په سیمه د انګریزانو له سیاسي نفوذ او نظامي قدرت نه هر اړخیزه پوهه او معلومات. په دغه دوره کې دده بهرنی سیاست محافظه کار و ځکه په دغه دوره کې له لاسه وتلو سیمو دوباره ترلاسه کولو بحث مطرح نه و.
دویم: امیر دوست محمد خان په دې پوه و چې ولس نور له سیاسي نظامه ملاتړ نه کوي.
پورتنې دواړه ټکې ددې سبب شول چې امیر دوست محمد خان د وابستګۍ او تړلتوب سیاست ته مخه کړي. ځکه په بهرني سیاست کې امیر دوست محمد خان د انګریزانو د ملاتړ په لټه کې و. له انګریزانو سره یې نوی قراد وکړ چې په کې دوه مهمو ټکو شتون درلود.
لومړی: امیر دوست محمد خان ومنله چې له انګریزانو غیر د بل هیڅ هیواد سره باید ديپلوماتیکې اړیکې ونلري.
دویم: په خپل سیاست جوړون کې تل له انګریزانو سره مشوره وکړي.
له امیر دوست محمد خان څخه وروسته بیا شاشجاع واک ته رسیږي. شاشجاع هم لکه د نورو پاچاهانو او مشرانو د قبایلو له مشرانو، فیوډالانو او له خپل وراره قیصر، وزیر فتح خان او له نورو سره مخامخ و. کله به هم چې دی د مالیاتو راټولولو لپاره د پیښور پر لور روانیدو، په کندهار کې به پاڅونونه رامنځته کیدل.
له هغې نه وروسته د امیرشیرعلي خان په وخت کې په هیواد کې د فعاله بې طرفۍ سیاست منځته راځي او امیر شیرعلي خان هم یو بې طرفه فعال سیاست غوره کړ ولې بیا هم د انګریزانو او امیر شیرعلي خان تر منځ د رضایت نه شتون فضا رامنځته شوه او ددې دلیل هم له انګریزانو څخه د امیرشیرعلي خان د خپلواکۍ غوښتنه وه. یعنې شیرعلي خان غوښتل چې له نورو هیوادونو سره هم خپلې اړیکې ټینګې کړي.
له امیر شیرعلي خان څخه وروسته بیا امیر عبدالرحمن خان واک ته رسیږي چې دده واک ته رسیدل هم د روس او انګریز تر منځ د یو نالیکل شوي توافق پایله وه. انګریز تش په شفاهي بڼه له امیر عبدالرحمن څخه ملاتړ وکړ او تر منځ یې هیڅ ډول تعهد هم نه کیږي. انګریز خپل سیاست یوازې په دوه محورونو راڅرخاوه.
لومړی: د خپلواک حاکم څخه ملاتړ
دویم: په افغانستان د نورو هیوادونو د برید په صورت کې له افغانستانه ملاتړ.
دا دوه ټکي اساسي شرطونه ول، په دې معنې چې افغانستان د انګریز له مشورې پرته له نورو هیوادونو سره اړیکې ټینګولی نه شولې، اما د امیر عبدالرحمن خان د بهرني سیاست اصلي پایې په درویو اصلونو باندې ولاړې وې.
لومړی: د خپلواکۍ پر اصل ټینګار
دویم: د تجرید پر اصل ټینګار
دریم: د قدرت د موازنې پر اصل ټینګار
په دغه دوره یعنې د امیر عبدالرحمن په وخت کې د افغانستان د بهرني سیاست سرحد څرګندیږي، په دې معنا چې د (۱۸۹۳) قرارداد پر بنسټ چې د امیر عبدالرحمن خان او هنري مارتمر ډیورنډ تر منځ لاسلیک شو، د افغانستان ختیځ او لویدیځ سرحدونه له واخانه تر د ایران سرحده وټاکل شول چې په پایله کې یې د ډيورنډ خط رامنځته شو.
له امیر عبدالرحمن څخه وروسته امیر امان الله خان واک ته ورسید. د امان الله په وخت کې د افغانستان په بهرني سیاست کې اساسي بدلون رامنځته شو. په دې وخت کې د لومړي ځل لپاره دهیواد د دیپلوماسۍ دستګاه رهبري له «شاه« څخه بل کس ته انتقال شوه چې محمود طرزي د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګمارل شو. په بهرني سیاست کې له نورو هیوادونو سره د افغانستان اړیکې په ښه مناسبت او پرمختګ ولاړې شوې. د دروازي په واسطه د ډيپلوماتیکو استازو لیږل نورو هیوادونو، په ځانګړې توګه لویدیځ ته؛ چې دا لړۍ دوه کاله وخت نیسي څو نور هیوادونه اړ کړي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري. د سیکولر بهرني سیاست د بنسټ ایښودل او په بهرني سیاست کې په لویدیځو افکارو ټینګار کول. په پرله پسې توګه د پاچاهانو بدلیدو لړۍ همداسې دوام پیدا کوي آن د پخواني ولسمشر حامدکرزي تر حکومته، او افغانستان لکه د تیر په شان د بیلابیلو بدلونونو، تیروتنو، ماتو، کمزوریو او کم وړتیایۍ شاهد و چې په دغه موده کې افغانستان په دې نه دی توانیدلی چې په نړیوال نظام کې یو قوي، خپلواک، فعال او په پښو ولاړ سیاست ولري.
د ښاغلي حامدکرزي دیارلس کلنه دوره؛ په نوي او پرمختللي بڼه د چور او تالان یوه معاصره دوره وه او افغانستان د نوي ښکیلاک شاهد و. په دې دوره کې غنایم او ملي شتمنۍ د څو ځانګړو اشخاصو تر منځ وویشل شول او افغانستان په نړۍ کې د فاسد ترینه هیواد نوم خپل کړ. د کرزي په دوران کې افغانستان بیا هم په دې نه توانیږي چې د یو ښه، پیاوړي او بې طرفه لوبغاړی په توګه په نړیوال نظام کې نقش ولوبوي. د کرزي بهرنی سیاست هم یو فعال او تړلی بهرنی سیاست و او نوموړی هم د هیواد دننه د کورني اور د لمنځه وړلو په هڅه کې و چې دیارلس کاله یې د «ناراضي ورونو« کلمي په ویلو تیر چې پایله یې د مقابل لوري ځواب ځان وژنه، انتحار او انفجار تر لاسه کړ. په دغه دوره کې له سلو ملیاردو ډالرو څخه زیاتې پيسې له افغانستان سره مرسته وشوه خو ډیری دغه پیسې د ځانګړو کړیو لخوا د ځانګړو افرادو جیبونو ته ورغلې او هیچا یې پوښتنه هم ونکړه. په دې معنې چې افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په لویه کچه د نړیوالو د مرستې جلبولو طلایې چانس ترلاسه کړ خو له بده مرغه چې ملت ته یې هیڅ کومه ګټه ونه رسیده او یوازې څو ځانګړو اشخاصو پرې ځانونه وپړسول. په دې دوره کې افغانستان وکولای شول چې د سیمې او نړۍ د هیوادونو سره ښې ډيپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي خو په دې ونه توانیده چې په نړیوال نظام کې د بهرني سیاست په برخه کې د یو ښه، فعال، پیاوړي او په پښو ولاړ لوبغاړي رول ولوبوي.
بلاخره راځو اوسني د ملي یووالي حکومت کړنو ته…!
د یو بدنامه او شرمیدليو ټاکنو څخه وروسته د افغانستان په معاصر تاریخ کې د امریکا په منځګړیتوب او مرسته باندې دوه د واک او قدرت تږې ډلې د ملي یووالي په نوم د سیاسي ايتلاف په پایله کې د پنځوس پنځوس سلنه دواک ویش پر اساس د واک په ګدۍ کیناستې چې یوه ډله یې له لویدیځ او بله هغه یې د ختیځ سره لیوالتیا لري، یو یې هندوستان او بل یې پاکستان خپل دوست ګڼي، یو روسي پلوی او بل امریکا پلوی دی خو د هیواد دننه بیلابیلې بلواګرې ډلې ټپلې د بیلابیلو نومونو لاندې د رامنځته کیدو په حال کې دي او جګړي ډګر لا د ګرمیدو په حال کې دی. ولسمشر غني د خپل توند او وچ ذهنیت پر اساس د افغانستان ملي ګټي او موخې په سیمې او نړۍ کې له خطر سره مخامخ کوي، په بهرني سیاست کې د ولسمشر غني بې ځایه احساساتي حرکتونه، غیر عقلاني او غیر اصولی کړنې افغانستان د سیمې او نړۍ د هیوادونو تر منځ نیابتي جګړې ته بیایي. په بیړه او د نورو په اشاره، بې غیر له تعقل او تفکر څخه؛ د یمن په جګړه کې له سعودي عربستانه ملاتړ، د پاکستانیانو او عربانو په لمن کې د افغانستان اچول، په یو دمي ډول د ایران، روسې او هندوستان هیرول او د پاکستان او سعودي په غیږ کې نیول، په نړیوال نظام کې غیر ډيپلوماتیکې څرګندونې د بیلګې په توګه « ملګري ملتونه دوه توته صلاحیت هم نه لري«، د ملت او مشرانو له مشورې پرته په خپلو اوږو د هیواد د ټولو ملي او نړیوالو لویو تصمیم نیونو صلاحیت او مسولیت اخیستل، د ولسمشر غني دغه ټولې کړنې او څرګندونې افغانستان په لوي لاس د هلاکت، تباهۍ او سیاسي انزوا په لور بیایي. په دغه دوره کې افغانستان بیا هم یو ناروغه، غیر فعال او تړلی بهرنی سیاست لري.
له پورته دغو ټولو څرګندونو او معلوماتو څخه دې پایلې ته رسیږو چې :
۱ــ زمونږ ټولنه تل په افراط او تفریط کې ده او اعتدال او برابرۍ ته نه رسیږي چې دا هم دوه دلیلونه لري
لومړي زمونږ علمي فقر او دوهم زمونږ غرنۍ جغرافیا
۲ــ د ملي، پوه، زړه سوانده، ژمن، هیوادپال او هیواد له مسایلو څخه د باخبره مشرانو او رهبرانو نه شتون
۳ــ د هیواد ځان غوښتي او واک غوښتونکي تش په نامه د سیاسي مشرانو شتون
۴ــ د ملي ګټو، موخو، غرور، ځمکنۍ بشپړتیا، بهرني سیاست، سیاسي خپلواکۍ او د ملي مصلحت د یو واضح، روښانه او په اصولو برابر تعریف نه شتون
۵ــ زمونږ د ځینو تش په نامه سیاسي مشرانو ګوډاکي توب او پردي پالنه
۶ــ علمي، فرهنګي، اقتصادي او د ټولنیز فقر شتون
۷ــ زمونږ په منځ کې د سیاسي پوهې او تجربې نه شتون
۸ــ قوم پالنه، مذهب پالنه، ژبه پالنه، سمت پالنه او په ټوله کې زمونږ تعصب او تبعیض
۹ــ د صبر او زغم د فرهنګ نه شتون
۱۰ــ له دین او قانونه بې خبري
۱۱ــ له تاریخ نه عبرت او پند نه اخیستل
۱۲ــ د عقلانیت او تعقل نه شتون
۱۳ــ په ملي ګټو د شخصي ګټو غوره والی
۱۴ــ ظاهر جوړونه او سینګار
۱۵ــ د پیسو او چوکي پر وړاندې زمونږ د تش په نامه سیاسي رهبرانو معامله او معامله ګري
۱۶ــ پر دین، مذهب، ژبه، قوم او سمت سوداګري
۱۷ــ زمونږ په کورنیو چارو کې د سیمې او نړۍ د هیوادونو لاسوهنه
۱۸ــ د چوپتیا فرهنګ شتون
۱۹ــ له افغانستان او افغان کلمې څخه زمونږ د تش په نامه مشرانو د پوهاوي نه شتون
۲۰ــ د ملي مفکورې نه شتون
دغه پورته ټول موارد ددې سبب شوي چې مونږ له خپل ښه جیوپولیټيک موقعیت څخه ستراتیژیکه ګټه پورته نشو کړای او یو فعال، پیاوړي، بې طرفه او په پښو ولاړ بهرنی سیاست ولرو. خو په ټوله کې د حل لاره دا ده چې له پورتنیو ۲۰ مواردو سره په ټولیزه توګه جدي مدني مبارزه وشي.