افغانستان

ولسي جرګه کې د امنيتي مسوولینو استجوابيه غونډه د پردې شاته روانه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې په هېواد کې د وروستیو نا امنیو په مناسبت لوړ پوړي امنيتي مسوولین استجوابيه ناستې ته ور غوښتي، خو خبرې يې له رسنیو پټې روانې دي.

په دې غونډه کې چې پکې د ملي امنیت شورا سلاکار او له امریکا سره د امنيتي تړون لاسلیکوونکی حنیف اتمر، د ملي امنيت رییس رحمت الله نبيل او د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي ور غوښتل شوي دي، ویل کېږي چې د وروستيو نا امنیو په اړه به بحث وشي.

تېره شنبه ولسي جرګې ياد کسان د استجوابيه ناستې لپاره ور غوښتي و، خو د نامعلومو دلایلو له مخې دوی غونډې ته حاضر نه شول او د شنبې ورځې اجنډا نن – دوشنبې – ته وځنډول شوه.

ولسي جرګې تر دې وړاندې ویلي و، چې له امریکا سره د امنیتي تړون په لاسلیکېدو سره نه هېواد اقتصادي پرمختګ کړی او نه هم پکې امنیت تامن شوی دی، د دوی په خبره پر دې تړون چې ولسي جرګې په یوه ساعت کې په فوق العاده غونډه کې تصویب کړ، یو ځل بیا غور وشي.

د مشرانو جرګې بیا په حکومت غږ وکړ، چې دغه تړون دې لغوه شي، د دوی په خبره تر اوسه يې هيڅ کوم مثبت اثر نه دی ليدل شوی.

په همدې مناسبت مشرانو جرګې د ملي امنيت شورا سلاکار حنیف اتمر پرون – یکشنبه – استجوابیه ناستې ته ور غوښتی و، خو حاضر نه شو.

مشرانو جرګې ويلي چې حنیف اتمر به سبا – سه شنبه – له واشنګټن سره د لاسلیک شوي تړون اړوند د دې جرګې د غړو پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووايي.

په ولسي جرګه کې نننۍ د پردې شاته استجوابیه ناسته په داسې حال کې روانه ده، چې نن هم پلازمېنه کابل د مرګوني سرتيري بريد شاهد و او د دولت مخالفو وسله والو په کندوز سربېره په بدخشان او بغلان کې هم د پراخو سیمو د نیولو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x