نړۍ

په سوریا کې د ایراني امنیتي سلاکارانو په شتون کې تر ۸۰۰۰ زیات کسان وژل شوی

syrian-government-forces-shellingنن ټکی آسیا: تیره ورځ په سوریا کې ۷۰ تنه ووژل شول، او د سوریې د حقوق بشر ټولني ویلي چي په دغه هیواد کې د پاڅون د پیل څخه تر اوسه تر ۸۰۰۰ زیات خلګ وژل شوي دي.

د بلي خوا د سوریې د حکومت څخه د یو جلا شوي افسر له خولې ویل شوي چي د سوریې په هره امنیتي حوزه، او عسکري مرکزونو کې ایراني سلاکاران وجود لري.

د سوریا د حقوق بشر ټولني ویلي چي د سوریا حکومتي نظام او په سر کې د دولتي ارګان، او فوځ مشر بشار الاسد ددې مړینو مسولیت په غاړه لري، او دنړیوالي ټولني څخه یې غوښتي چي د هغو عسکرو په ضد تحقیقات او څیړني وکړي چي د سوریې د خلګو په وړاندي په جرمونو او قتلونو کې لاس لري.

دغه ټولنه چي مرکز یې په لندن کې دی، تیره ورځ ځیني شمېرې صادري کړي، او ویلي چي تر اوسه په سوریا کې ددوی د شمېرني سره سم د پاڅون د پیل څخه بیا درواني میاشتي تر ۱۴ نیټي پوري (۸۳۴۳) کسه وژل شوي دي، چي په هغو کې (۵۹۰) ماشومان، او (۴۴۲) میرمني دي.Two-time Pulitzer Prize winner Anthony Shadid, one of the four New York Times journalists, who had been captured by Libyan forces while covering the conflict there, poses at the Turkish embassy in Tripoli, in this undated handout released March 21, 2011. Shadid, who won two Pulitzer Prizes for his coverage of the Iraq war and its aftermath, died while reporting in Syria on February 16, 2012, after an apparent asthma attack, the newspaper said. He was 43.

ددې سره سم د سوریې د حلب ښار د عسکري هوايي چلند د روزنیز مرکز مدیر فایز عمرو د حکومت څخه جلا سوی، او ویلي چي د سوریا په ټولو امنیتي حوزو او عسکري مراکزو کې د ایران استخباراتي او عسکري سلاکاران وجود لری، او خاص بیا په حمص کې ، چیري چي د پاڅون د پیل څخه زیاته وژنه او بمبار ترسره شوی.

نومړی ویلي چی دی د دولتي عسکري موسسې څخه ځکه وتلی چي دغي ادارې خپل داصلي مسولیت څخه چي د سوریي د خلکو ساتنه ده، مخ اړولی او د یو فاسد او مستبد نظام په ضد د پاڅون مخه يې نیولې.
او زیاته کړې چي ددغه فاسد او ظالم نظام څخه د قصاص وخت اوس راغلی.

د عربي رسنیو په قول د سوریا د اردو څخه هره ورځ په لسګونو عسکر او افسران جلا کیږي، او د سوریا د ازادی نوی فوځ تشکیله وي.

نن سهار نیویارک تایمز امریکايي جریدی اعلان وکړ چی ددوی یو خبریال انطوني شدید چاچی دوه نړیوالي جایزې هم ګټلې وې، د خپل کاري دندې د اجرا په وخت کې د ساه لنډۍ د دورې له کبله مړ شو.

نومړی په عراق او لیبیا کې د جګړې په مهال هم د نیویارک ټایم لپاره خبریالي کړې وه، او د لیبیا د حکومت له خوا د یوې اونۍ لپاره نیول شوی هم وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x