ټولنیزه برخه

تنهايي، پټ قاتل

ژباړن: جاوید آفتاب
تاسی خپل وخت څنګه تیروئ؟ د خپلې کورنۍ له غړو او دوستانو سره او یا هم یوازې اوسیدل تاسو ته ښه ښکاري؟

که چیرته تاسې ته یوازیتوب غوره ښکاري، نو ډیر ژر د دې عادت پریخودلو په فکر کې شئ ځکه چې په یوی نوې څیړنه کې جوته شوې چې یوازیتوب ستاسې له ژوند څخه میاشتې او کلونه غلا کوي.

هغه څوک چی یواځې ژوند تیروي، د هغه عمر نسبت هغو کسانو څخه کم وی، کوم چې له دوستانو سره وخت تیروي. په یوازې توګه ژوند تیرولو کې له وخت څخه مخکې ۵۰ سلنه د مرګ د راتلو امکان شته. په امریکائي یوټاه او شمالی کیرولائنا په پوهنتونو کې د تر سره شوو پلټنو له مخې، چې د ۳ لکه کسانو د ژوند حالات او عادات یې مطالعه کړي او د دې په اړه معلومات له دې څیړنې څخه پخوا ۳۰ کلونو په دوران کې ۱۴۸ مطالعاتي څیړنو څخه لاس ته راغلي چی هغه کسان چی نوې دوستان پیدا کوي او نورو سره تګ راتګ خوښوي، نو د دوی عمر نسبت هغه چا ته چې یوازي وي ۳،۹ کاله زیات وی. د ملګرو پیدا کول او له هغو سره وخت تیرول د صحت لپاره دومره ګټور دی لکه یو څوک چی د تمباکو څکل پریږي.

پدې اړوند د څیړنیزې ډلې مشر پروفیسر برټ یوچینو داسې وایې د ملګرتوب جوړول او خلکو سره تګ راتګ په ورځني ژوند کې اسانتیاوې پیدا کوي او د ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته کوي او د انسان په ذهن فشار او پراعصابو باندی د زیات بوج راتلو کې کموالی راځی، چی صحت ته ډیره ګټه رسوي.

انسان اکثرا د دوستانو لخوا د ډاډ په ورکولو زړه ته تسکین ورکوي. مثلا : که یو انسان یواځې وي او مریض شي، نو هغه ډاکټر ته ځي او دوا په اخستلو سره ځان ته ډاډ ورکوي، خو که چیرې ستاسو د خپلوانو او دوستانو له جملی څخه وي نو تاسې به هر وخت پر هغه پام کوئ اوهر ځل به ډاډ ګیرنه ورکوئ له همدي سره هغه په اروائي توګه ځان ارام او خوندي احساس وي چې د خوشحالې لپاره ښه موقع ده.

کولې شي چی خپلې ستونزې خپلو دوستانو سره شریکې کړي او خپل زړه بوج سپک کړي او دا عوامل د هغه سره د سکون په راوستلو کې مرسته کوي.

د مطالعاتي ټیم د ماهرینو وینا ده چې لدې څیړنې دا هم ښکاره شوې ده چې یوازیتوب او مرګ ترمنځ اړیکه د هر عمر ښځي او سړي لپاره یو شان ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x