داسې بایسکل چې جامې هم مینځي

ژباړه / اجمل درمان

لندن: که چیرې تاسې ته وویل شي چې د بایسکل چلولو پر مهال جامې هم مینځل کیږي نو یقیناً چې تاسې به په تعجب کې شئ خو یو چینایي انجینر دغه خبره په رښتیا اړولې ده او یو داسې بایسکل یې جوړ کړی چې د چلولو پر مهال جامې هم مینځي.

د چین د ټینکنالوژۍ انجینرانو لخوا د دغه جوړ شوي بایسکل په وسیله تاسې د ورزش پر مهال جامې هم مینځلی شئ. ددغه بایسکل د پیډل تاوولو سره سم د ماشین په مخکینۍ برخه کې نصب شوی ډرام هم تاویږي او د جامو مینځلو د عادي ماشین په څیر جامې مینځي. د یاد ماشین یوه بله په زړه پورې ځانګړنه دا ده چې د ورزش کولو پر مهال یې په دننه کې نصب شوی جنراتور؛ بريښنا تولیدوي چې بیا د وروسته استعمال لپاره د ذخیرې په توګه ساتل کیږي.

په دغه ماشین کې د اړتیا وړ د جامو مینځلو پوډر او اوبه اچول کیږي چې دغه بایسکل د هغو کورنیو لپاره ډير ګټور دی کوم چې؛ د ورزش او جامو مینځلو ماشین ته اړتیا لري. کارپوهان وایې ددغې ډول ورزشي بایسکل په وسیله نه یوازې دا چې ستاسې روغتیا ښه ساتل کیږي؛ بلکه د بریښنا په بِل کې مو هم کموالی راځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د