امریکا: د اسلام د توهين په نندارتون کې نښتې دوه تنه وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۴مه ۱۳۹۴ل): د امریکا په ټکساس ایالت کې پولیسو هغه مهال دوه کسان وژلي دي چې سیمې ته نېږدې رسول الله ﷺ ته توهینوونکو کارتونونو ننداره روانه وه.

راپورونه وايي چې دوه کسان چې په وسلو سنبال و، له یوه موټره یې هغه مهال په پولیسو ډزې وکړې چې د هالنډ د پارلمان یو اسلام ضد وکیل خیرت فیلډرز نندارتون ته وینا کوله.

دغه نندارتون ته د نړۍ د بېلابېلو سیمو څخه د اسلام سرسخته مخالفیت راغوښتل شوي وو.

رویټرز خبري اژانس ویلي چې دغه پېښه په ځايي وخت ماښام ۷ بجې د ټکساس ایالت په ګارلینډ سیمې کې رامنځته شوې.

پولیس وايي چې تر دې ماله د وژل شوو کسانو هویت نه دی څرګند شوی او نه دا ورته معلومه ده چې دوی د نندراتون مخالف و یا نه.

د ښار د پولیسو ویاند جوهیم رویټرز ته ویلي چې دی په دې اړه معلومات نه لري چې وژل شوي کسان څوک دي، محض دی دومره پوه دی چې هغوی په سرک مړه پراته و.

پولیسو ویلي چې دوه وسله وال کسان نندارتون ته هغه مهال راغلل کله چې دننه د «محمد هنرۍ نندارتون او مقابله» پای ته رسېدلو او دوی په یو امنیتي افسر ډزې وکړې.

یاد نندارتون د (امریکن فریډم ډينفنس انیش ایټو) د مشر پامیلا ګیلر لخوا جوړ شوی و. دغه تنظیم په (نفرت ډله) پاندې مشهوره ده او په امریکا کې دوی د اسلام ضد تبلیغات کوي.

دوی خپلو دغو کارونو ته د بیان ازادۍ نوم ورکړی دی او په وینا یې دغه کار یې د بیان ازادۍ د پر مخ بېونې په خاطر کړی دی.

د نندارتون پر مهال هغه رسام ته چې ښه توهینوونکی کارتون یې جوړ کړی ۱۰ زره امریکايي ډالرو انعام اعلان کړی دی.

د رسول الله ﷺ هر ډول عکس یا ويډیو جوړل د هغه توهین راځي چې هېڅ مسلمان ته د منلو وړ نه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د