کراچۍ : دعبدالله شاه غازي الوزول شوی مزاربياجوړېږي
دپاکستان دسيندايالت والي ډاکټرعشرالعبادوويل چې دصوفي عبدالله شاه غازي مزارديوې خصوصي مؤسسې په هکاري يوځل بياجوړوي.
عشرت العباد داخبره دعبدالله شاه غازي دمزاردليدني په مهال وکړه، نوموړي وويل چې موږغواړودصوفي حضراتومقبرې ترډېره روغي پاتي شي اوزيارت کونکي يې زيارت کولوته دوام ورکړي.
دنوموړي په وينادعبدالله شاه غازي دزيارت په جوړولوبه ياده موسسه نژدې ۴۰۰ ميليونه کلداري ( ۴.۴ ميليونه ډالر ) مصرف کړي.
بايدياده کړوچې دعبدالله شاه غازي زيارت د ۲۰۱۰م کال داکتوبرپه ۷مه نېټه د دوو درنوچاودنوپه ترڅ کي تخريب شو.
په دې چاودنوکي ۱۰ تنوزيارت کونکيواوملنګانوخپل ژوندله لاسه ورکړی او يوګڼ شمېرنورټپيان شوي وو.