افغانستان

رزوګان: د سېکا مؤسسې درې تنه کارکوونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۳۹۴ل): د رزوګان امنيتي مسوولین وايي چې د دې ولایت په دهراود ولسوالي کې د سېکا مؤسسې درې تنه کاروکوونکي وژل شوي او یو بل ټپی دی.

د روزګان د دهراود ولسوال امین الله خالقي وايي چې دغه درې تنه د دې ولسوالي په مربوطاتو کې د نامعلومه وسله والو له لوري وژل شوي او څلورم تن دوی ته په ټپي حال کې ور رسېدلی دی.

سېکا چې د افغانستان په ګوټ ـ ګوټ کې د دوی په خبره د بیارغونې په برخه کې کار کوي، کارکوونکي يې په لوړه سطحه معاش اخلي خو کار ته يې له امنیتي اړخه خلک زړه نه ښه کوي.

د دهرادو د ولسوال خالقي په وینا وژل شوي درې واړه د هرات ولایت اوسېدونکي دي او کورنيو ته يې جسدونه ور سپارل شوي دي.

د دوی په خبره دوی هڅه کوي چې د بريدګرو درک معلوم کړي، خو په وينا يې بريدګر له بريد وروسته په تېښته بريالي شوي دي.

تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

ویل کیږی چی دا وژل شوی کسان مزدوران دی –

پردیس

ښاغلی احمدی خانه: که مزدور هم دی خو افغان دی، ولی زه تر اوسه ستا په هویت شکی یم.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x