افغانستان

چارواکي: بدخشان کې ۱۷ عسکر وژل شوي او ۲۰ نور لادرکه دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۳۹۴ل): د بدخشان چارواکي وايي چې د دې ولایت په وردج ولسوالي کې د طالبانو په نښتو کې ۱۷ عسکر وژل شوي او ۲۰ نور لادرکه شوي دي.

د بدخشان د ولايتي شورا رییس عبدالله ناجي نظري وايي چې طالبانو په دې وروستیو کې په دې وردج ولسوالي کې بې ساری پرمختګ کړی او په ګڼونښتو کې يې ۱۷ تنه عسکر وژلي او ۲۰ نور لاردکه کړي دي.

د دوی په خبره له ځايي اوسېدونکو سره يې اړيکي نیولې چې د طالبانو د پرمختګ خبر يې ورکړی او ورته ويلي يې دي چې څو دولتي پوځي پنډغالي هم د طالبانو لاس ته لويدلي.

طالبانو هم تېره ورځ د ۱۳ پوستو او دوو پنډغالو د نیولو خبر ورکړ او هم يې په تازه څرګندونو کې ويلي چې ۷ امنيتي پوستي يې هم تر واک لاندې کړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې په بل شمالي ولایت بغلان کې هم دوه پوځي پنډغالي د طالبانو لاس ته لويدلي او دولتي امنیتي ځواکونه له سیمې تيښتې ته اړ شوي دي.

د ولسي جرګې غړو نن هم امنيټي مسوولین د وروستیو نا امنیو په مناسبت استجوابیه ناستې ته ور غوښتي چې جریان يې د پردو شاته له رسنیو پټ وساتل شو.

په ورته توګه مشرانو جرګې هم ويلي چې د هېواد په شمال کې وروستیو نا امنیو او د امنيتي تړون د نه اغېزمنتوب په خاطر يې د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر پخپله سبانۍ غونډه کې استجواب کړی دی.

حنیف اتمر پرون – یکشنبه – د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې له ګډونه انکار وکړ، څرګنده نه ده چې سبا به ناستې ته حاضر شي کنه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x