افغانستان

قطر کې د پګواش کنفرانس د سیاف غوصه وپاروله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۳۹۴ل): د شوروي اشغال پر مهال د یو جهادي ګوند مشر او په ولسمشریزو ټاکنو کې ناکام کاندید عبد رب الرسول سیاف د هغه کنفرانس په اړه توندې څرګندونې کړي چې تیره ورځ د پګواش نړیوالې ادارې تر سرپرستۍ لاندې په قطر کې دایر شوی وه.

پروفیسر سیاف نوموړی کنفرانس «خپل سری» بللی او زیاته کړې يې ده چې حکومت باید پرینږدي چې د افغانستان ملي قضایا په دغسې غونډو کې وڅیړل شي. د سیاف په باور، دغسې غونډې عامه اذهان ګډوډي.

د پګواش په نامه کاناډايي ادارې لخوا په دایر شوي دغه کنفرانس کې د طالبانو اته کسیز پلاوی د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ ګډون درلود. سربېره پردې د حزب اسلامي حکمتیار څانګې، سولې شوری او ولسي جرګې یو شمیر غړو هم په شخصي ډول په کې برخه اخیستې وه.

ویل کیږي چې پاکستان او د سیاف ګوند ته په نوموړي کنفرانس کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې او نه یې استازو په دغه کنفرانس کې ګډون درلود.

طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له پګواش ادارې سره یې لا له وړاندې خبره سپینه کړې وه چې هیڅوک به د حکومت یا جهت په استازیتوب دغه کنفرانس ته نه رابلل کیږي.

که څه هم د دغه دوه ورځني کنفرانس د دایریدو اعلان پنځه ورځې وړاندې خپور شوی وه خو پروفیسر سیاف یې په اړه تر تېرې ورځې پورې هیڅ راز غبرګون نه ښود.

پروفیسر سیاف د دغه کنفرانس په وړاندې وروسته له هغه منفي څرګندونې کوي چې نن ټکی اسیا ته باوري سرچینو په ډاګه کړې چې د نوموړي سیمینار عمومي فضا د افغان چارواکو د توقع برعکس د طالبانو په ګټه راوڅرخیده او د طالب پلاوي د وینا اغیز د کنفرانس په ټولو ګډونوالو ښکاره وه.

سیاف د روسي اشغال پر وړاندې د جهاد پر مهال د اتحاد اسلامي په نامه د یو جهادي ګوند د چلونې دنده پر غاړه درلوده چې د القاعده د پخوانیو مشرانو په پراخو مالي مرستو یې تاسیس کړی وه، خو پر افغانستان د امریکا له پوځي یرغل نه وروسته د ولسي جرګې پر غړیتوب سربېره د پخوانيو تنظیمي مجاهدینو په جنجالي او پاروونکي دفاع شهرت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پردیس

وایي اوبو وړی د اوبو ځک ته هم لاس اچوي. دابیچاره خو لکه …. بیرون پاته دی چې نه د دین شو او نه د سادین.
حیران حیران دی چې څه وکړي ځکه نو لکه لیونی سپی هر لوري ته خوله اچوي.

ډاکتر احمدی

سیاف ته وایه چی ټررررررررررت — دا خو دی ته پریږده چی د مسعود – مسعودیانو او پرچمیانو مزدوری وکړی – شرم دی –

ډاکتر احمدی

وتعاونوا على البر والتقوى ولا تعاونوا على الاِثم والعدوان

سیاف ددی ایت پر ضد عمل کوی – نو تاسی ووایاست چی ددی ایمان په کومه مرحله ک دی؟

احنف مومند

استاد محترم
اسی عبس په طوفانونوشمعی مه بلوا

محمد بهادر باوری

ستاسو تبصره به د نشر تر مخه د مدیر له خوا وکتل شي. ملی ګټو ته باید احترام وشی ځکه شخصی ګټو افغانستان په شرمو وشرماوه هره ورځ زمونږ خوانان خاوروته سپارل کیږی په نشو اخته کیږی ورځ تربلی عباشی زنا غلا قتل او نوری هغه فاجعی چه دلته یاده ول ماته ګران بریشی زه یو ځل بیا هغه مشرانو ته توصیه کوم چه دهیواد ملی ګټو ټه یی زیان رسولی ده باید توبه ویاسی او الله ج ته رجوع وکړی ملت دی خپل سرنوشت ته پریږدی چه خپله اسلامی او ملی اداره جوړه کی بس دی الله څخه وویریږی… نور لوستل »

سیرت

الله دی خیر کړی چه دا سیاف جان بیا ولی غړمبیږی او له موډ نه وتلی دی داسی معلومیږی چه پدی بیچاره د هغه نوی مسلمان شوی هندو کانه شوی چه هم دین لاړ او هم ………………..لاړ ؛ ګرم نه دی ددیموکراتیکو اصولو پر بنیاد غریدل او غړمبدل خو یی قانونی حق دی نور نو دی خوارکی ته څه پا تی دی.

عزیز

دپگواش کنفرانس دشیطان اخنس غصه راوپاروله زکه هغه ورز نزدی ده چه دده سره دده داعمالو محاسبه کیزی انشآءلله قل اعوذبرب ناس ملکناس اله ناس من شرالوسواس اخناس الذی یووسوسو فی صدورالناس من الجنته وناس

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x