افغانستان

د وتلو وروسته به هم افغانستان د امریکا اقتصاد زبیښي

money-bagنن ټکی آسیا: د امریکا د وزارت دفاع څخه یو مسئول کس رسینو ته ویلي چي د افغانستان څخه د امریکا د جګړییز ځواکونو د ایستلو وروسته به هم امریکا مجبوره وي چي په افغانستان کې په زیاته اندازه پيسې ولګوي.

ټاکل شوې چي امریکایان به خپل جګړییز ځواکونه د افغانستان څخه په ۲۰۱۴ میلادي کال کي باسي، او د هغه وروسته به امریکايي ځواکونه یوازي د افغانستان د فوځ او پولیسو د روزني لپاره پاته کیږي.

یاد مسؤول کس چي نه يې غوښتل نوم يې په مطبوعاتو کې ذکر سي، ویلي چي امریکا به د هغه وروسته چي خپل ځواکونه وباسي ، په افغانستان کې د خپل لاسته راوړنو د ساتلو او د افغانستان د ملي فوځ او پولیسو د روزني او تربیې لپاره د کاله څلور بلینه ډالره بودیجې ته اړتیا ولري.

نن د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼي کي راغلې وه چي د امریکا د ولس مشر باراک اوباما ادارې تر اوسه رسما دا نه ده ټاکلې چي جګړییز ځواکونه به دوی په کومه نیټه د افغانستان څخه باسي، خو د ورځپاڼي په وینا د سپیني ماڼۍ د چارواکو په قول امریکا به ددغي نیټي ذکر د روان میلادي کال د میي په میاشتي کې د ناټو په کانفرانس کي وکړي.

په افغانستان کې د فوځي ښکېلتیا وروسته د امریکا او غربي نړی اقتصاد ډیر په ځمکه غورځیدلی، او ډیر کارپوهان په دې اند دي چي امریکا خپل د اقتصاد د ژغورلو په هڅه کي غواړي چي ژر تر ژره د افغانستان څخه پښې سپکي کړي، خو داسی مالومیږي چي دا کار هم داسي په اسانۍ سره شوني نه دی، او امریکا او نړیوالي ټولني ته په مخکې ستر چلینجونه پراته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x