افغانستان

عبدالله عبدالله: د طالبانو فعالیتونه اندېښمنوونکي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اجرايوي رييس عبدالله عبدالله د طالبانو له لوري وروستي پراخ فعالیتونه اندېښمنوونکي وګڼل.

نوموړي چې نن د وزیرانو شورا په عمومي غونډه کې خبرې کولې وويل چې په بدخشان، بغلان او کندوز کې د طالبانو وروستي پرمختګونه له اندېښنو خالي نه دي.

که څه هم اجرايوي رییس نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د دولتي امنيتي ځواکونو د مورال ستاینه وکړه، خو پر دې يې اعتراف وکړ، چې طالبان پخپلو سږنیو عملیاتو کې خورا ګړندي دي.

طالبانو د عزم په نوم عملیات د روانې میاشتې – غويي ـ په څلورمه پیل کړل، چې تر دې دمه يې په نورو ولایتونو سربېره په کندوز، بدخشان او بغلان کې جګړې دوام داره ساتلې دي او د پراخو سیمو د نیولو خبر يې ورکړی دی.

د طالبانو د عملیاتو د اعلان په مهال د دفاع وزارت مسوولینو دا د ځان لپاره جدي ننګونه ونه بلله او ويې ويل چې دا تکرارېدونکې څرګندونې دي چې کوم اغېز نه لري.

اجرايوي رییس په داسې حال کې د هېواد په وروستیو نا امنیو اندېښنه ښکاره کړه چې نن هم د ولسي جرګې په پټه غونډه کې لوړ پوړي امنيتي مسوولین په دې تورن شول چې د حقایقو له څرګندولو ډډه کوي او ترجګړې لاندې سیمو اړوند سم معلومات له وکیلانو سره نه شريکوي.

په هېواد کې د وروستیو نا امنیو په اوږدو کې نن هم پلازمېنه کابل د خونړي سرتېري بريد شاهد و، چې د طالبانو له قوله ۲۰ څارنوالان پکې وژل شوي او نږدې دومره نور مرګوني ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x