افغانستان

ولسي جرګه: امنيتي مسوولین «حقایق» پټوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې نن د پردو شاته له پنځه ساعته ناستې وروسته وويل چې امنيتي مسوولین له افغان ولس نه « حقايق » پټوي.

ولسي جرګې نن خپلې غونډې ته د وروستیو نا امنیو اړوند د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د دفاع وزارت مرستيال عنایت الله نظري او د ملي امنیت رييس رحمت الله نبیل ور غوښتي وو، چې ناسته يې له رسنیو پټه پنځه ساعته اوږده شوه.

له ناستې وروسته غونډې ته ور بلل شویو امنيتي مسوولینو له رسنیو سره له هر ډول څرګندونو انکار وکړ، خو د ولسي جرګې وکیلانو وویل چې د امنيتي مسوولینو څرګندونې هيڅ د قناعت وړ نه وي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی زلمی مجديدي وايي چې د هيڅ امنيتي مقام څرګندونې د ډاډ وړ نه وې، د دوی په خبره د کورنیو چارو وزیر داسې څرګندونې کولې، چې یا يې لاسي غوښتل حقایق پټ کړي یا يې اصلاً د جګړو له سیمو معلومات نه درلودل.

د استازیو له قوله په دې پټه ناسته کې د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل پر دې اعتراف وکړ، چې د دولت وسله وال مخالفين په مادي لحاظ تر پخوا غښتلي شوي دي.

د دوی په خبره نبیل وویل چې طالبانو پخپلو بریدونو کې ګڼ مهمات له دولتي ځواکونو نیولي او هم د دوی په خبره یوازې په تېر کال کې يې له کوکنارو  او معدنونو نه ۱۷۰ میليونه ډالر تر لاسه کړي دي.

د ولسي جرګې غړي په داسې حال کې د امنيتي مسوولینو څرګندونې ناسمې وګڼلې، چې مشرانو جرګې هم خپلې سبانۍ غونډې ته د حنیف اتمر د ورغوښتلو خبر ورکړی دی.

که څه هم د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت له ولسي جرګې غوښتي و، چې د طالبانو د پرمختګونو اړوند دې د دولتي عسکرو د مورال لوېدو په خاطر له څرګندونو ډډه وکړي، خو د ولسي جرګې غړي وايي چې امنيتي مسوولین د طالبانو د وړاندې تګ په مقابل کې بشپړ پاتې راغلي دي.

یاده دې وي نن هم د بدخشان د ولایتي شورا رییس د دې ولایت په وردوج ولسوالي کې د ۱۷ عسکرو د وژل کېدو او ۲۰ نورو د لادرکه کېدو خبر ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x