شعـــــرونه

دجنګ سره جنګ

ته جنګ غواړې که سوله ؟ چې دجنګ سره دې جنګ دی
الماس ئې که سور اور یې ؟ چې د زنګ سره دې جنګ دی

هر رنګ دلته خرڅیږي، شغالانو رنګ بدل کړ
ته څوک یې؟ دشغال او که د رنګ سره دې جنګ دی

ښه ځیر شه! د دښمن د تبلیغ ګرد په تا پرینوزي
دبل او که دخپل نامه او ننګ سره دې جنګ دی

سوری دې نه خوښیږي، چې لَوَړ ورپکې کیږدې
حیران یم، هم د کړند هم د تنګ سره دې جنګ دی

ته غواړې، د په لاس جوړ ګریوانه په سر ټال وخورې
دخپل وچ- کلک رقیب (تک تور لونګ) سره دې جنګ دی

جانان کاسه د ماته کړه، په سد یې که بې سده؟
د ښو یخو تروو که د بادرنګ سره دې جنګ دی

پیمخې په کړس خاندي، وایي: پرې یې ږدئ! بوډا دی
په سپین پالنګ دناستې، که پالنګ سره دې جنګ دی

ته بل ته داسې وایې، چې: تا ولې ناموس خرڅ کړ؟
د وږیو مریدانو که کَلنګ سره دې جنګ دی

تر خپله وسه زور وهه! امید دی، چې را خلاص شې
ؤلچک یې، دشکنجو د دهمزنګ سره دې جنګ دی

ډیر زر به دې سر سپین شي، یوه لکڼه ځان ته واخله!
دسپک ـسپاند سیاست او د دړدنګ سره دې جنګ دی

دتا مخاطب څوک دی؟ چې په ډاګه داسې لیکې:
(شراب خورې، دتریاکو او دبنګ سره دې جنګ دی)

هم روغ او هم ناروغ زړونه یې ټول ټوټې ټوټې کړل
دتار، پردو او دروي که اهنګ سره دې جنګ دی

نغمه د اتڼ آروې، خو دځای نه نه خوځیږې
دکوم پړي، ځنځیر او یا نیرنګ سره دې جنګ دی

غنم یې که شړشم؟ آخر به چیت ـ پیت یا اوړه شې
دکلکو درنو تیږو او آونګ سره دې جنګ دی

حلالې او مردارې وینې یو شان په مزه چښي
دخوګ په خوټه سریښ  ناولی ګنګ سره دې جنګ دی

دښمن ته خبر ورکړه! چې: دما سنګر سور اور دی
بدن به دې  اور واخلي، دپتنګ سره دې جنګ دی

درنګ، ژبې او ځای په تړاو سوال درسره نشته
نیکبخته یې، د هر یوه شوم غورځنګ سره دې جنګ دی

د روم او قُم د ګډ یرغل لړۍ ته دې پام ساته!
دپاپ او فارس دظلم دفرهنګ سره دې جنګ دی

تهران، اسلام آباد او دوشنبې دې ولې هیر کړل؟
دخوست، کنړ، نیمروز او یکاولنګ سره دې جنګ دی

څلور تورې، ډالونه او لاسونه دې په کار دی
دپیر، چاپلوس، ټګمار او د ملنګ سره دې جنګ دی

درځه! د مارکوپولو د آهو په پله پل کیږده!
دپړانګ او تر اسمانه جګ کړنګ سره دې جنګ دی

کړامې دې پټې نه کړي، دلارنس ملګری ډیر دی
ځایناستي دچرچل یوه ډیر زرنګ سره دې جنګ دی

لوی خدای (ج) چې درسره وي، په ځنګله کې مه ډاریږه!
د یېږې، لیوه، پوما او د پلنګ سره دې جنګ دی

هم روس او هم انګلیس، کاوبای ته وویل: بدبخته!
زر تښته لکه زه! د ډول د ډنګ سره دې جنګ دی

افغان یې، د پردي تر قومانده لاندې شرمیږې
باتوره! د ناتو د هر سرهنګ سره دې جنګ دی

کیدی شي، چې د مینې او د عقل نمونه وې
ډیر ورته یې دلفین ته، دنهنګ سره دجنګ دی

که چل ورپکې نه وي، ته د ویاړ او تقدیر وړ یې
موږ هم ټول درسره یو، د فرنګ سره دې جنګ دی

اوس پوه شوم فاروق (وړه!) چې سپیڅلی مسلمان یې
دپست، جاهل، ظالم او دبې ننګ سره دې جنګ دی


محمد فاروق (وړ)
زولینګېن ـ جرمني
۱۵.۱۰.۲۰۱۱

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x