پګواش پریکړه لیک: ګډونوالو د غونډې په دایرولو کې د طالبانو رول مهم وباله – بشپړ متن

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د پګواش نړیوالې ادارې د هغه کنفرانس پریکړه لیک خپور کړی چې تېره ورځ د دغې ادارې تر سرپرستۍ لاندې په قطر کې دایر شوی وه.

د پګواش ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي استازو د یادې غونډې په جوړولو کې مهم رول لوبولی. خبرپاڼې همدا راز ټینګار کړی چې باید د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شي.

طالبانو په ۲۰۱۳ کال په قطر کې خپل سیاسي دفتر وروسته له هغه احتجاجا وتاړه چې د دفتر پر ودانۍ د اسلامي امارت له بیرغ او لوحې سره مخالفتونه راپورته شول.

که څه هم پګواش ادارې د کنفرانس په جوړیدلو کې د طالبانو د رول په اړه وضاحت نه دی ورکړی خو ویل کیږي چې طالب پلاوي په کنفرانس کې د ګډون له موافقې مخکې له نوموړې ادارې سره د ګډونوالو او اجنډا په اړه تفصیلي خبرې کړي.

د کنفرانس په پریکړه لیک کې ټینګار شوی چې دغه غونډې په هیڅ ډول د مذاکراتو معنی نه درلوده بلکې هر ګډونوال یوازې د خپل نظر او وړاندیز شریکولو مسئول وه.

د پګواش د خبرپاڼې له مخې، ټولو ګډونوالو په یوه خوله د بهرنیو ځواکونو د ژر تر ژره وتلو او په افغانستان کې د یو اسلامي حکومت د رامینځ ته کیدو غوښتنه وکړه.

د کنفرانس پریکړه لیک د پګواش ادارې لخوا په ۱۵ مادو کې راغونډ شوی، چې نن ټکی اسیا یې اهمیت ته په پام سره پښتو ژباړه کټ مټ نشر ته سپاري:

—————————————————————————————————

د پګواش د غونډي پریکړه لیک

ددې غونډي په اړه له پیل څخه ویل شوي وه چې دا یو غیر رسمي غونډه ده او ګډونوال یوازې خپل نظرونه څرګندوي په داسي شکل چې په هغه نظرونو بیا وروسته استناد نه شي کېدلای. دا په مکرر ډول واضحه شوې وه چې دغه غونډه په هیڅ ډول مذاکراتي غونډه نه شي بلل کیدای.

په دې غونډه کې د افغانستان د ډلو او ګوندونو غړو، د مدنې ټولنو (چې ښځې هم په کې شاملې وې) منسوبینو او د ملګرو ملتونو د (یوناما) ادارې مسئولینو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

په غونډه کې ګڼ نظرونه څرګند شول، خو لکه څرنګه چې پورته واضح شوي یو ځل بیا باید یادونه وکړو چې دغه نظرونه په هیڅ توګه رسمي حیثیت نه لري.

راځئ یو ځل بیا په دې خبره ټینګار وکړو چې په غونډه کې هر ګډونوال یوازې خپل د ځان نمایندګي کړې، د بلې کمې ډلې یا جهت استازیتوب یې نه دی کړی. که څه هم په افکارو کې اختلاف موجود وو، خو د غونډي فضا ډیره دوستانه، رغوونکې او همکارانه وه.

ځیني مهم ټکي چې د ګډونوالو په ویناوو کې څرګند وه، په لاندي ډول دي:

۱- په مجموع کې د داسې غونډو د مثبت اړخ ستاینه وشوه، او د قطر هیواد څخه مننه وشوه چې د غونډې کوربه توب یې کړی او په جوړونه کې یې له ګډونوالو سره مرسته او همکاري کړې.

۲- په افغانستان کې د سولې او د جګړې ختمولو نظریه د ټولو اطرافو له خوا وستایل شوه.

۳- د افغانستان په جګړه کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله ټولو ګډونوالو وغندله، خو په نظرونو کې اختلاف موجود وو، چې ددې مرګ ژوبلي پړه پر چا باندي اچول کیږي. د ملکي وګړو حفاظت د هر چا دنده ده او باید د هر چا دنده وي.

۴- د موجوده او وتلو بهرنیو ځواکونو رول په مختلفو ډولونو وارزول شو (همدا راز، لکه پورته چې یادونه وشوه، د بهرنیو ځواکونو او ملکي تلفاتو د پیښو ترمینځ په تړاو خبرې وشوې).

ټول ګډونوال په دې متفق وه چې بهرني ځواکونه باید ژر تر ژره له افغانستان څخه واوزي، یو شمېر کسانو دا نظر درلود چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې باید د افغانستان سیاسي ډلي یو توافق ته ورسیږي.

۵- که یوه سیاسي ډله او تنظیم هم منزوي شي، نو دا به د سولي د پروسې په وړاندې خنډ ایجاد کړي. په خاصه توګه د طالبانو د تور لیسټ ختمول ښايي د سولي پروسه اسانه کړي. سیاسي بندیان باید ازاد کړل شي.

۶- فساد او د مخدره توکو تولید او کاروبار د افغانستان یو له مهمو ستونزو څخه دي.

۷- د ښځو او سړیو د تعلیم اهمیت ته ټولو برخوالو اشاره وکړه. د افغانستان اقتصادي پرمختګ تر ډېره پر سولې باندې متکي دی.

۸- د سیاسي نظام د څرنګوالي ( او د افغانستان اساسي قانون) په اړه باید په تفصیل سره بحث وشي. او که څه هم ښايي په دې برخه کې مختلف نظرونه څرګند شي ، خو دا توافق موجود وو، چې هیڅ ډله هم باید قدرت له انحصار څخه کار وانه خلي.

۹- په هر حالت کې به د افغانستان حکومت اسلامي وي، ددې دا مطلب نه دی چې د نورو لږکیو پر ضد به له تبعیض څخه کار اخیستل کیږي.

۱۰- د اسلامي دولت (داعش) د حکومت طریقه د افغان ولس له عنعناتو او غوښتنو سره په ټکر کې ده. ټولو اړخونو په دې اتفاق درلود.

۱۱- د ګاونډیو هیوادونو سره باید دوستانه اړیکي وساتل شي، او باید اړیکي ورسره غښتلې شي. ددې به دا مطلب نه وي چې ګاونډيو هیوادونو ته به د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسوهنې اجازه ورکول کیږي.

۱۲- د (۲ – ۳) مي ۲۰۱۵ غونډې وروسته به نورې غونډي هم تر سره کیږي، تر څو په افغانستان کې د سولي پروسه پرمخ ولاړه شي.

دا ډیره مهمه ده چې د افغانستان د مختلفو سیاسي تنظیمونو او ډلو تر منځ خبرې ژوندۍ وساتل شي، که څه هم دغه خبري اتري غیر رسمي وي.

په عمومي توګه باید د سولي پروسه ګړندۍ شي، ځینو ګډونوالو د طالبانو او حکومت ترمینځ د خبرو اترو احتمال ته هرکلی ووایه.

۱۳- په دوحه کې طالبانو د پګواش د سازمان ددې غونډي په جوړونه کې ډیر مهم رول ولوباوه، د طالبانو دفتر باید پرانیستل شي، تر څو د داسې غونډو او خبرو اترو لپاره زمینه سازي وکړي.

۱۴- قطر، ملګری ملتونه، او غیر حکومتي نړیوالي موسسې لکه پګواش باید چې د افغانستان د سولې له پروسې سره د کومک په خاطر خپله همکاري جاري وساتي.

۱۵- د افغانستان د خلکو عام منفعت او خیرښیګڼه به ددې او هرې راتلونکي غونډې د ګډونوالو د پام اساسي برخه او لومړیتوب وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hameed
میلمه
Hameed

هغه ډلی چی کفری، سیکولر، نشنلستی او یا هم سمتی افکار په افغانستان کی لری هغه باید کاملا منزوی شی ځکه چی دافغانستان د اوسنی روانی غمیزی یو له مهمو وجوهاتو نه هم د همدغه ډلو شتون ده ځکه افغانستان یو اسلامی هیواد ده چی له ۹۹ فیصدو نه زیات خلک یی مسلمانان دی او دا ډلی په زوره غواړی چی خپل وارادتی کفری افکار له نورو ځایونو د پردیو په زور په زوره په افغانانو وتپی او همیشه خارجی مداخلی ته زمینه مساعدوی چی په نتیجه کی یی بیا په افغانستان کی بحران مینځ ته راځی او د بحران… نور لوستل »

عزت الله
میلمه
عزت الله

ما شاء الله.
نن ټکی اسیا له ټولو رسنیو څخه وګټله. مبارک.
داسې بې پرې معلومات ولاکه چا نشر کړي وي.

کندهار
میلمه
کندهار

همدا خبره ده چی موږ نن ټکی اسیا په ۲۴ ساعته کی ۳۰ واری ویزیټ کو
پر تاند او bbc دی د خدای لعنتونه وی

محمد بهادر باوری
میلمه
محمد بهادر باوری

هغه ا داره چه دافغانستان اوسنی ناخوالو ته رسیده ګی کولای شی باید قدرت ورته وسپارل شی او عمومی عفوه اعلان شی تیر په هیر راتلونکی سوکاله او نیکمرغه وضعیت رامنځ ته کړی (سعادت فی الدارین ) هغه څه چه افغانان غواړی هغه تګ لاره ورته انتخاب شی نړیوال سیاست باید خپلواک وی خارجی پالیسی داسی تنظیم شی چه داسلام له نظره پوره عملی بڼه ولری دوستانه روابط دټولو اړخونو سره وی ولی وابستګی نه وی خپل دین ته خپل مذهب ته خپلو عنعناتو ته پوره احترام وشی په دی شرط به افغانستان خلک له موجوده ناخوالو څخه خلاص شی… نور لوستل »