دیخنۍ او اورښت له کبله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله رسیدلې
نن ټکی آسیا: د هلمند په ولایت کې د زیاتو اورښتونو له امله د یوه کور د نړیدلو وروسته دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د هلمند ولایت څخه چارواکي خبر ورکوی چي تیره شپه د لښکرګاه د ښار اړوند د صافیان په سیمه کې د زیات اورښت له کبله د یوه کور چت پریوتلی، چي په کښي د کور میرمن او د هغې لس کلن زوی وژل شوی دی.
او په پيښه کې د همدې کور درې غړي نور ټپیان شوي دي.
بل خوا د هیواد په شمالي ولایت بدخشان کې هم د واورو او یخنۍ له کبله لس تنه مړه شوي.
تیره ورځ د بدخشان د والي ویاند عبد المعروف راسخ ویلي وه چي په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې ددي ولایت د راغستان په ولسوالۍ کې د یخنۍ له کبله لس تنه چي ماشومان په کښی شامل دي، مړه شوي.
نومړي ویلي چي دغه قربانیان لومړی د زیاتي یخنۍ له کبله د سیني په ناروغۍ اخته سوي وه، چي بیا وروسته یې د همدې ناروغۍ له کبله مړه سول.
باید وویل شي چي سږ کال د هیواد په بیلا بیلاو سیمو کې ډیري واوري او بارانونه وسول، چي له کبله یې په ځینو سیمو کې مرګ ژوبله او مالي تاوانونه ورسیدل.