ټولنیزه برخه

د «مثالي ښځو» بېلګې ــ۳

م.ش. کاموي

لاندې دريمه او څلورمه بېلګه کې؛ دوه مؤمنې خويندې هم خپل عفت ساتلو کې د الله تعالی ډار، او وېره مخې ته دروي، لمړنۍ نجلۍ بلونکي ته وايي: زه، ماسره ستا له ميني، تا سره ډېره مينه لرم، خو د الله تعالی وېره او ډار دی!، او دويمه مؤمنه هم د خپل شهوت اور باندې صبر کوي، تر څو د قيامت په ورځ ابدي اور، چې تردې ډېر سخت او هميشنی دی، او له زغمه پورته دی نجات ومومی، او خپلو خواهشاتو ته، د الله تعالی د ډار په تذکرې ارام ورکوي، سره د دې چې يوې ته د محبوب بلنه، او بلې ته اوږده شپه، ښه فرصتونه دي:

دريمه بېلګه:

بکر بن عبدالله المزني څخه را نقل شوي، چې يوه قصاب د خپل ګاونډي کور کې، د يوې نجلۍ سره بې کچې مينه پيدا شوه، يوځل يې کورنۍ د يوه څه کار لپاره لنډ کلي ته واستوله، قصاب چې داسې فرصتونو په انتظار ؤ، سمدلاسه ورپسې شو، يوځای ته چې ورسيده، له نجلۍ يې د خپل حاجت پوره کولو غوښتنه وکړه، نجلې ورته ووې:

داسې مه کوه! ځکه زه له تاسره لدې ډېره مينه لرم څومره چې يې ته ماسره لرې، خوزه له الله تعالی څخه ېرېږم.

قصاب ورته ووې: آیا ته له الله ډاريږې، او زه نه؟!!

ژر يې توبه ووېسته، او راوګرځېده. لاره کې سخت تږی شو، تردې چې مرۍ يې له تندې پرې شوې وه، نو د بني اسرايلو يو پيغمبر سره مخ شو، نو شکايت يې ورته وکړ، هغه ورته ووې: څه درسيدلي؟

ده ورته ووې: تنده.

وې: راځه چې له الله تعالی څخه سوال وکړو، او ترهغه به دعاء کوو ترڅو وريځې راخورې شي، او سيوری راباندې جوړ کړي، تردې چې کلي ته ورسو.

قصاب ورته ووې: زه څه وکړه؟

نبي ورته ووې: زه به دعا کړم، ته پرې آمين وايه.

نو رسول دعاء شروع کړه، قصاب آمين وايه، ورېځي راغلې، او پر دواړو يې سيوری جوړ کړی ؤ، تردې چې کلي ته ورسېدل، کله چې سره جلا کيدل، نو څه وريځې نبي سره لاړې، او څه قصاب سره، نبي بيرته راوګرځېده، او پوښتنه يې ترې وکړه: ما ګمان کاوه چې هيڅ عمل به نلرې، وريځو چې کله پر ما سيوری جوړ کړ، نو په تا يې هم جوړ کړ، دا راته ووايه چې څه عمل دې کړی؟

قصاب ورته ووې: زه الله تعالی ته پداسې توبې راګرځيدلی يم، بل هيڅوک به پرې نوي ورګرځيدلی.

څلورمه بېلګه:

عمر رضي الله عنه خپل معمول سره سم د مدينې کوڅو کې ګرځېده، يوځل کوڅه کې روان دی چې د ښځې اواز يې تر غوږه شو،

شعر زمزمه کوي، چې د مانا نثر يې په لاندې ډول دی:

دا يواځې شپه څومره اږده شوه، نه يې بل اړخ رارسي، او نه مې اړخ ته ملګری پروت دی چې لوبې ورسره وکړم.

په الله مې دې قسم وي! که له الله تعالی ويره نوای، نو ضرور به مې د دې کټ اړخونه خوځولای وای

د الله تعالی ډار او حياء او د مېړه اکرام دی چې خپل عفت ساتم

ګهيځ عمر رضي الله عنه د دې ښځې په اړه پوښتنه وکړه، نو ورته وويل شوه: د دې ښځې خاوند له اتو مياشتو جګړې ته تللی. لدې وروسته عمر – رضي الله عنه -, خپلې لور أم المؤمنين حفصة – رضي الله عنها – څخه پدې اړه پوښتنه وکړه، او هغې ورته ووې: چې څلور مياشتې هغه موده ده، چې ښځه پکې صبر کولای شي. بيا يې امر صادر کړ ترڅو هيڅ خاوند له خپلې ښځې تر څلورو مياشتو اوږده موده مسافري ونکړي، او د نظامي څانګو لوايحو کې يي نوی دا قانون ورزيات کړ، چې له څلورو مياشتو وروسته به هر پوځي يوځل کور ته راګرځي.

دواړه داسې حالتو کې دي، چې وينو يې رګونو کې د اور لمبۍ بلې کړي، د شهوت هرمونونه يې راپارېدلي، نه کوم ځنډ، او نه له باندې د کوم خنډ احساس خو پرېږده، او چاته بلنه ورکول څه، بلونکی ورته دريږي؛ خو دننه يوه ټوټه ده، هلته حقيقي ايمان، د الله تعالی څخه رېښتينې وېره، او د فيصلې په ورځ د انعامونو ارزوګانې، او هلته د ابدي خوښيو او نېمکرغيو نه ډک ژوند شوې وعدې، يې دېته نه پرېږدي، او نه دا اجازه ورکوي چې د يوې ګړۍ بې صبرۍ سره، له باطلې لارې د دې غريزې پوره کولو په اړه فکر، او يا د بل چا غوښتنه ومني.

هغوی ته دا بي صبري، لدې څخه د سخت اور، ابدي شرميندګۍ باندې د صبرکولو زنګ وهي، نو ځکه د امن، عفت او لا راحت احساس کوي، او نور ډاډ او اطمئنان حاصلوي، او د دې وعدې انتظار باسي چې ورته وويل شي ” إن الذين يخشون ربهم بالغيب لهم مغفرة وأجر كبير “. ژباړه: كوم كسان چې ناليدلي له خپل رب نه وېرېږى ، په باوري ډول هغوته بښنه ده او لوى ثواب. (تفهيم القرآن).

او دوی هم؛ لکه دنورو مؤمنو خويندو، د هغې مريم ټولي کې شاملې پاتې شوې، د کومې ستاينه چې الله تعالی په ” التي أحصنت فرجها ” كړېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x