fbpx
مولوي محمد ميا صاحب چې يو ستر مؤرخ دی، د دوی تفصيلي تاريخونه يې ليکلي دي.

له انګرېز نه د ازادۍ لپاره د شيخ الهند او مدني درې کارونه

بسم الله الرحمن الرحيم

مفتي راشد
مولوي محمد ميا صاحب چې يو ستر مؤرخ دی، د دوی تفصيلي تاريخونه يې ليکلي دي، ده د خپل کتاب اسیران مالټا په سپېڅليو پاڼو کې له تاريخ سره سره د هغه مهال د عالمانو درې مهمې پرېکړې را اخستې چې تاسو قدرمنو ته يې وړاندې کوم . هره يوه يې د دې حالاتو حق غوښتونکو ته مشال دی .

او ل- د تَرکِ موالات فتوا « یعنې له انګرېزانو سره دوستي او مرسته بندول » :

مولوي محمد ميا صاحب ( اسيران مالټا ۶۹ – ۷۲ مخونه) کې فرمايي: په هندوستان کې له انګرېزانو سره د اړيکو پرېښودلو ( تَرکِ موالات ) مسأله تر بحث لاندې وه، د خلافت کميټۍ غړو د وخت له اړتيا سره سم حضرت شیخ الهند ته دغه استفتاء وړاندې کړه . شيخ الهند د دې جواب په خپله وليکلو، بيا وروسته همدغه فتوا د هندوستان د عالمانو د جمعيت له لوري په متفق ډول د پنځه سوه عالمانو له لاسليکونو سره خپره شوه. د شيخ الهند فتوا دا وه :

بسم الله الرحمن الرحیم

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم .

قال الله تعالی :ولا تنازعوا فتفشلوا وتذهب ريحکم واصبروا إن الله مع الصابرين .

الله تعالی فرمايي : او په خپل منځ کې اختلاف مه کوئ، چې بې زړه به شئ، او رعب به مو ختم شي، او تاسو بايد له ډېر صبر نه کار واخلئ، الله له صبر کوونکو سره دی .

وتعاونوا على البر والتقوى ولا تعاونوا على الاِثم والعدوان

او تاسو باید د نېکۍ او تقوا مرسته وکړئ، او د ګنا او تجاوز مرسته مه کوئ.

ومن يتولهم منكم فإنه منهم ان الله لا يهدي القوم الظالمين

له کافرو سره د دوستۍ په بيان کې د الله تعالی فرمان دی : او چاچې د هغوی دوستي او مرسته جاري وساتله، هغه سړی به هم له هغوی څخه شمار ېږي.

په اورونو کې ور لوېږي دا کمزوری پروا نکړي
که نور نه وي هر سړی خو دې د مينې اظهار وکړي

امابعد: نن په شرق او غرب کې په مسلمانانو باندې دقيامت په څېر د مصيبتونو غر را لوېدلی، تر دې چې دا اندېښنه کېږي چې : د اسلامي خلافت بېړۍ به د را الوتي طوفان له څپو سره ټکر او( خدای مکه) توټې ټوټې شي . دهر مسلمان روح د مرګ ګواښونکو حوادثو له امله په رپېږي. بلکه که پايلو ته ښه فکر وشي ، نو د آسیا هر اوسېدونکی خصوصا هر هندوستانی خپل اخلاقي جرأت او آزاد مستقبل په سخت خطر کې ويني. د هند دعالمانو اکثر تعداد او دهندي ماهرينو تر ټولو لويه طبقه پدې کوښښ کې دي چې خپل جائز حقوق او ضروري غوښتنې پرېنږدي چې تر پښو لاندې شي . کاميابي هر وخت د خدای په لاس کې وي، خو کومه فريضه چې په شرعي قومي او وطني حيثيت سره په کوم کس راځي نو ددې فريضي په ادا کولو کې لږ تاخير هم ستر جرم دی . زه په اصلي فطرت کې کوم سياسي سړی نه يم، او لکه څنګه چې زما دا اوږد ژوند شاهد دی چې زما نظر تل مذهب وي، او دا هماغه هدف دی چې زه يې له هندوستان نه تر مالټا (بنديخانې ) او له مالټا نه يې بېرته هندوستان ته را ورسولم. له همدې امله زه د يوې شېبې لپاره هم له يوه داسې تحريک ( غورځنګ ) څخه ځان نه جدا کوم چې د ټول اسلام د کامپابۍ لپاره کار کوي ، یا د اسلام د دښمنانو د حربو په ځواب کې د خپلواکۍ د ساتلو لپاره کارېږي .

چې له مالټا نه بېرته راغلم نو را ته معلومه شوه چې : د هندوستان د مسلمانانو مشرانو د خپلې فريضې د ادا کولو، او د خپلو جذباتو او حقوقو د ساتلو په نيت وروستۍ لاره غوره کړې ده، هغه دا چې دوی د قرآن شريف په يو صحیح او صريح تعلیم او د رسول کريم صلی الله علیه وسلم يوه روښانه تګ لاره – په کلک عزم سره را نيولې ده ، او د دوی هوډ دی چې : د قوم د ګټې او تاوان له موازنو او عواقبو ته په پوره کتنې سره به دا کار آخر ته رسوي- هغه کار دا دی چې : د اسلام له دښمنانو سره مرسته او دوستي عقيدتاً او عملاً پرېږدي .

د دې مسئلې له شرعي حيثيت څخه انکار نشي کېدای، او پدې حالاتو کې د يوه رښتوني مسلمان د غيرت غوښتنه بايد همدا وي چې :

۱ – حکومتي وظيفې او القاب پرېږدي .
۲ – د هېواد په نويو ټولنو کې له ګډون نه انکار وکړي .
۳ – يواځې د خپل هېواد مصنوعات دې کاروي .
۴ – په حکومتي مکتبونو او پوهنتونو کې دې خپل بچيان نه داخلوي .

پدې شرط چې :

۱ – په شريعت باندې عمل وي .
۲ – له افراط او تفريط څخه ځان وساتل شي ، او په اعتدال سره دې کار تر سره شي .
۳ – د حضرت عثمان رضي الله عنه دا خبره په هر کار کې مفيده اوضروري وګڼل شي چې : ( إذا حسن الناس فأحسن معهم, وإذا ساؤوا فاجتنب إساءتهم ) چې کله خلک ښه کار کوي ، نو په ښه کار کې يې شريک اوسه، او چې ناسم کار کوي نو له بدۍ څخه يې ځان ساته . والله الموفق والمعین.

العبد محمود حسن عفی عنه ديوبندي
۳ ذي قعده ۱۳۳۸ه

دوهم: د جلا تعليمي ادارو پيل :

( اسيران مالټا ۱۳۳ مخ ) : د تېر شوي ستر جنګ ( جنګ عظیم) چې د۱۹۲۴م د جون په ۲۸ پیل تر ۱۹۱۸م ۱۱ نومبر پورې يې دوام وکړو، پدې ناورين او په دې کې د انګليسانو له بري نه وروسته، د انګليسانو ظلم اوستم دهندوستان په سياسي فضا کې خوزښت پيداکړی وو، د خلافت مسئلې دا خوزښت نور هم تېز کړو، او ۱۳۳۹ه په روژه کې چې کله شيخ الهند رحمة الله عليه د مالټا له بندي خانې نه هندوستان ته راغی او له انګرېز سره د دوستۍ او مرستې د پرېکون فتوا يې صادره کړه نو دې خوزښت د زلزلې په څېر هندوستان ولړزولو.

د همدې زلزلې له امله د علي ګړه د پوهنتون ډېرې برخې ونړېدې، طالبانو (شاګردانو) پدې پوهنتون کې له درس ويلو څخه ډډه وکړه، او په مقابل کې يې د مسلم نيشنل یونيورسټي په نوم بل پوهنتون جوړ شو، چې د پرانستلو د اولې غونډې مشري يې شيخ الهند په خپله وکړه .

د مسلم نيشنل پوهنتون د پرانستلو په مراسمو کې د شیخ الهند وينا :

( اسیران مالټا ۷۴، ۷۵ ، ۷۶ مخونه ) : د علي ګړه د پوهنتون طالبانو د پوهنتون ته له ورتللو څخه ډډه وکړه، او ديوه بل پوهنتون د جوړولو اراده يې کړې وه، شيخ الهند يې د پرانستلو د غونډې مشرۍ ته غوره کړی وو، د شيخ الهند مرض ډېر زيات شوی وو ، خادمانو يې له دې مشرۍ او علي ګړه ته له تللو څخه په وار وار منع کړو ، خو شيخ الهند ځواب ورکړ چې: که په غونډه کې زما له مشرۍ نه انګرېز ته تکليف رسي نو زه به غونډې ته خامخا حاضرېږم.

دا غونډه په ۱۶ صفر ۱۳۳۹ه – ۲۹ اکتوبر ۱۹۲۰م کې په علي ګړه کې تر سره شوه، د شيخ الهندد مشرۍ ( صدارت ) ليکل شوې بيانيه ( خطبه) مولوي شبير احمد عثماني رحمة الله عليه ولوستله .
پدې وينا کې څو خبرې ډېر ې د پام وړ وې :

۱ ـ ما پدې بوډاتوب، د مرض او کمزورۍ په حال کې ستاسو بلنې ته ځکه لبيک اووېلې چې : زه دلته د خپلې يوې ورکې متاع د پيدا کېدو په هيله يم، ډېر نېکان خلک وي چې : په مخونو کې يې د لمانځه نور او د الله د ياد رڼا څرکېږي- خو چې هغوی ته اووايې چې : دخدای لپاره پاڅه او امت د کافرو له منګولو څخه وژغوره – نو د هغوی په زړونو باندې وېره اوترهه راشي. دخدای وېره نه بلکه د څو ناپاکو هستيو وېره، او د هغوی د جنګ او ضرب د وسايلو .
۲ ـ ای د وطن ځوانانو! ما چې وليدلو چې زما د دې درد غمخواره ( چې زما هډوکي داده پکې رژېږي ) په مدرسو او خانقاوو کې کم او په مکتبونو او پوهنتونو کې زيات دي – نو ما او زما څو مخلصو ملګرو يو قدم د علي ګړه خواته را واخست، پدې سره مونږه د هندوستان د دوه تاريخي مرکزونو :ديوبند او علي ګړه تر منځ تړاو پيدا کړو.
۳ ـ په تاسو کې چې کوم خلک محققین او باخبره دي، هغوی به پوهېږي چې : زما مشرانو کله هم د کومې پردۍ ژبې يا د نورو قومونو د علومو او فنونو په زدکړې د کفر فتوا ندی لګولې. هو ، بې شکه چې دومره يې ويلي دي چې: دانګرېزي تعليم آخري اثر دغه وي چې عموماً په سترګو کېږي چې: خلک د ( انګرېز ) نصرانيت په رنګ رنګېږي، يا په ملحدانه بې حرمتيو د خپل م‍ذهب يا م‍ذهب والو ټوکې کوي، يا د وخت د حکومت پيروي کوي، نو له داسې تعليم حاصلولو نه يو مسلمان ته جاهل پاتې کېدل ښه دي .
۴ ـ رښتيا چې زمونږ د قوم مشرانو د اسلامي امت د يوه مهم ضرورت احساس کړی دی، پدې کې شک نشته چې که د مسلمانانو په عصري تعليم ځايونو کې شاګردان د خپل دين له اصولو او فروعو څخه بې خبره وي، او خپل قومي احساسات او اسلامي فريضې هېرې کړي ، او په هغوی کې د خپل ملت او د خپلو قومونو حميت په ډېره کمه درجه پاتې شي- نو دا داسې احساس کړئ چې دا تعليم ځايونه د مسلمانانو د قوت د کمزوري کولو لپاره يوه آله ده. د دې لپاره دا اعلان شوی دی چې : يو ازاد پوهنتون دې پرانستل شي ، داسې چې: د کار ټول نظام يې په اسلامي خصلتونو او قومي احساساتو باندې ولاړ وي .

دريم : له انګرېز سره په پوځ او پوليسو کې د کار په هکله فتوا :

دا له نن نه ۹۷ کاله مخکنۍ فتوا ده ، دا دهغه مهال فتوا ده چې : انګليسان په هندوستان واکمن وو، او افغانستان کې يې ماته خوړلې ، خو د استعمار فکر يې لا ژوندی وو .

دغه مهال په هندوستان کې د انګليسان پر ضد تر ټولو لوی تحریک د هندوستان د ستر عالم شیخ الهند مولانا محمود الحسن رحمة الله علیه او دهغه د شاګرد شیخ الاسلام حسین احمد مدتي رحمة الله علیه تر مشرۍ لاندې روان وو .

د افغانستان پر محاذ چې کوم غازيان د انګرېز پر ضد په جهاد او د خپل وطن په دفاع بوخت وو ، هغوی هم له شیخ الهند او د ده له ملګرو سره يو مذهبي تړاو درلود، ځکه چې دواړه د يوه دين د دفاع لپاره د يوه دښمن پر ضد جهاد کولو خو سيمې يې بېلې وې .

د دوی تر منځ تړاو دومره وو چې : کله شيخ النهد رحمة الله عليه وفات شو، نو امان الله خان په پغمان کې د ده د مړينې په هکله ستره غونډه جوړه کړه او په غونډه کې يې اوويل چې : کوم کار چې شيخ الهند شروع کړی وو، مونږ به يې پوره کوو .

د افغانانو او داوسنۍ ملي اردو د ځينو ځوانانو کړنو ته چې ګورم نو حيا راځي چې داسې يوه فتوا ورته نشر کوو، خو دا فتوا کيدای شي هغو نورو ځوانانو ته لارښود شي چې: په ليکو کې شتون لري او له انګرېز يا کوم بل خائن نه د کسات کومه اراده نه لري او مسلمانان وژني .

د کندهار په ميوند کې چې کله د انګليسانو او ايوب خان لښکرې سره مخ شوې د جنګ لپاره صفونه ودرېدل نو دغلته د انګرېز په لور کې د شير علي خان په مشرۍ د ملي اردو کنډک هم ولاړ وو ، دې ځوانانو چې ولیدل چې وطنوال او مسلمانان ورونه يې هغه بل لور ته دي او دوی له انګليس سره ولاړ دي ، نو دافغاني او ايماني غيرت رګونه يې وښورېدل، هغه وو چې ټولو دانګرېز صف پرېښود او له ایوب خان سره ودرېدل .

دا فتوا پدې اراده نشروم چې : مسلمانان پوه شي چې دانګليس په لاس په جوړ شوي پوځ يا پوليس کې دنده اخستل حرام دي، بايد څوک ورنشي، او که څوک ورغلي وي ، نو د خپل کار په حرمت به پوه شي، يا به فورا او يا به له يوې سترې کارنامې وروسته را اوځي .

شيخ الهند د هندوستان د دار العلوم ديوبند ستر عالم او مشر وو، او مدني رحمة الله عليه د ده شاګرد او له ده نه وروسته د ده پر ځای د ديوبند په ستر منصب فائز وو .

په اردو او پوليسو کې د کار په هکله د شيخ الهند فتوا:

(سید محمدمیا، اسيران مالټا ۱۳۳ مخ) : د هند د عالمانو د جمعيت د دوهمې غونډې مشري په خپله شيخ الهند وکړه، دا درې ورځنۍ غونډه په دهلي کې د۱۳۳۹ه د ربيع الاول په ۶ ، ۷ ، ۸ تاريخونو چې د ۱۹۲۰م کال د جولايي له ۱۹ ، ۲۰ ، او ۲۱ سره يې سمون خوړ تر سره شوه. د دې غونډې د پرېکړو د دوهمې مادې په پنځمه برخه کې دا خبره هم تاييد شوې وه چې : د دين د دښمنانو په پوځ ( اردو ) کې کار نه کول، او هېڅ قسم پوځي مرستې هم نه ور رسول .

له دې غونډې نه يوه هفته وروسته ۱۸ ربيع الأول ۱۳۳۹ه شيخ الهند رحمة الله عليه وفات شو، اوس نو د دې خبرې وضاحت کول چې : د دين هغه دښمنان څوک دې چې په اردو کې يې کار کول حرام دي؟ د شيخ الهند د ځای ناستي فريضه وه . د شيخ الهند ځای ناستی مولوي حسين احمد مدني رحمة الله عليه وو، هغوی په ډېر جرأت سره دغه فريضه تر سره کړه .

د شيخ الهند د فتوا وضاحت :

( سید محمد میا، اسیران مالټا ۱۳۳، ۱۳۴ مخونه ) : په کراچۍ کې(۱ ، ۲ ذي قعده ۱۳۳۹ه ، ۸ ، ۹ ، جولايي ۱۹۲۱م) د مولوي محمد علي جوهر تر مشرۍ لاندې د ټول هندوستان په سطحه د خلافت غونډه وشوه، چې په يوه قرار داد کې يې : په اردو او پوليسو کې کار کول حرام ګڼل شوي وو .

د يو شي د حلال او حرام کېدو فتوا ديني عالم ورکولای شي، دغه مهال ديني عالم مولوي حسين احمد مدني رحمة الله عليه وو، د دوی له لوري دغه وړانديز شوی وو، دا د دې غونډې شپږم قرارداد وو، مولوي محمد علي رحمة الله عليه دغه ليک خلکو ته ور واورولو، او وېويل چې: دا د غونډې د ټولو کړنو خلاصه ده . پير غلام مجدد سندي دا سندۍ ژبې ته وژباړلو، او دا قراداد د فتوا په صورت هم نشر شو، چې د مولوي حسين احمد مدني، پير غلام مجدد، مولوي نثار احمد لاسليکونه هم ورباندې وو.

د انګرېز حکومت له لوري دغه فتوا له دقانون خلاف وګڼل شوه، او د دې فتوا صاردوونکي او تاييدوونکي ټول ونيول شو.

د کراچۍ د بند سړک (بند روډ) په خالق دينا صالون(خالق دينا هال) کې د دوی محکمه ۲۶ستمبر ۱۹۲۱م پيل شوه، او په ۲ نومبر ۱۹۲۱ م فيصله واورول شوه چې : جګت ګرو دې پرېښودل شي، او نورو ټولو ته د دوه کاله بند سزا واورل شوه .

له فيصلې اورولو نه مخکې انګرېز قاضي ( جج) مسټر کينډي اوويل:

شايد په مونږ کې داسې څوک وي چې د ترکانو په هکله زمونږ پرېکړه سخته او غیر منصفانه ګڼي، او هغوی دې ته ګوري چې ترکان ( عثماني خلافت) له ډېرې مودې راهيسې د اسلام د مقدسو ځايونو ساتونکي وو، او دا هم امکان لري چې مونږ به له دې خلکو سره يو څه خواخوږي لرو، خو مونږه بايد د تصوير بل اړخ هم اوګورو .

تورې چې څه ورکړي وو، اوس يې توره بېرته اخلي، او يو قسطنطین چې څه له لاسه ورکړي وو، بل قسطنطين يې لاسته راوړي.

د فيصلې پر وخت د مولوي حسين احمد مدني رحمة الله عليه د انګرېز قاضي په مخکې په خپل ليکل شوي بيان کې اوويل:

… د مولانا عبدالعزیز دهلوي د فتاوی په دوهم ټوک کې او د مولانا عبدالحي د فتاوی په درېم ټوک کې په ښکاره توګه ويل شوي چې: په انګرېز پوځ کې کار کول حرام دي. د دې زمانې په عالمانو کې د مولوي اشرف علي تهاونوي فتوا هم د هغه په کتاب کې همدا ده چې : په انګرېزي اردو کې وظيفه کول حرام دي. دا دهندوستان د ټولو عالمانو پرېکړه ده، او دا کومه نوې خبره نده.

دوهمه وجه داده چې: د بيت المقدس د فتحې پر مهال د اګلستان وزير اعظم مسټر لامډ جارج ويلي وو چې : دا يو مذهبي جنګ دی، او مسټر چرچل هم دا صليبي جنګ ګڼلی وو. پداسې حال کې که هر مسلمان د عيسايانو ملاتړ وکړي هغه يواځې ګناهکار نه بلکه کافر کېږي .

د اسلام حکم دی چې : د مسلمان بادشا اطاعت د اسلام په چوکاټ کې د ننه کولای شې، تر اوسه چې ما څه ويلي هغه ټول په اسلامي چوکاټ کې داخل دي، او ستاسو د ملکې وکټوریا په اعلان کې هم، (هغې اعلان کړی وو چې : رعيت به مذهبي ازادي لري ) نو که مونږ ته د اسلام له امله تکليف را رسول کېږي نو ضامن به يې حکومت وي مونږه نه، او که د حکومت اراده وي چې مذهبي ازادي سلب کړي نو ښکاره اعلان دې وکړي، څو اوه سوه لکه مسلمانان پدې خبره فکر وکړي چې: هغوی د يو مسلمان په حيث ژوند غواړي که د حکومت د رعيت په حيث، همداسې دوه ويشت سوه لکه هندوان هم فکر وکړي چې هغوی به څه کوي، ځکه چې که مذهبي ازادي سلب کېږي نو د ټولو به سلب کېږي.

او که لارډ ريډنګ د دې لپاره راغلی وي چې: قرآن وسوزوي، حديث شريف ختم کړي، او د فقهې کتابونه برباد کړي، نو له ټولو نه مخکې په اسلام باندې ځان قربانوونکی زه يم.

پدې وروستۍ جمله باندې مولوي محمد علي ورته جزاک الله اوويل، او بيا يې د مولانا حسين احمد مدني رحمة الله عليه پښې ښکل کړې، او د پرېکړې د اورېدلو لپاره صالون ته ټولو راغليو حاضرينو ورته : جزاک الله او مرحبا اوويل .

( مولوي سيد محمد ميا، اسيران مالټا ۱۳۳ – ۱۵۲ مخونه )
۱۵رجب ۱۴۳۶ه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د