افغانستان

کابل: د ایساف یوه هلیکوپتر الوتکه را غورځیدلې

copter afgنن ټکی آسیا: د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو یوه هلیکوپتر الوتکه را غورځیدلې.
د سروبي ولسوال حضرت محمد حقبین رسنیو ته ویلي چي نن سهار ناوخته د کابل او لغمان ولایتونو په پوله د سروبي ولسوالۍ د ازبین په سیمه کې د انګورتاک په کلي کې دغه هلیکوپتر الوتکه را غورځېده، چي له کبله یې د الوتکي سپرو کسانو ته مرګ ژوبله هم رسېدلې.
خو نومړي د مرګ ژوبلي په اړه دقیقه شمېره نه ده ښودلې.

حقبین زیاته کړې چي تر اوسه په سمه توګه د الوتکي را غورځېدو سبب نه دی مالوم، خو ګمان یې څرګند کړی چي کیدای شي د طالبانو له خوا ویشتل شوي وي.
نومړي ویلي چي سیمي ته د نورو تحقیقاتو او څیړنو لپاره یو ټیم لیږل شوی چي د پيښي په اړه سم دقیق معلومات را ټول کړي.
تر اوسه بهرنیانو او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x