شعـــــرونه

که موږ موږ شو

اسد الله رزین
زموږه شته حالت زموږ کله بس ده
چې روان یوسعودي پری جوړو

د سروهلته هم هیڅ کمی نسته
په سړوده هغه موږ هم لیږ لرو

دحکمت اود تد بیرنیستي موکورده
ټولې ستونزې په وچ زورهوارو

زور د ډېر وخت پخوانۍ زړه کیسه ده
موږ لا اوس هم په هغه خره سپاره یو

زورور ټول له خپل زوره لاس په سردي
هسې موږه پری خپل ځان نه خبرو

ورته ګورو چې پری ټول کلی تباه شو
موږ لګیا یوبا ندې کلي جوړو

تر موږ ستړی به پیدانشې جهان کې
لا لګیا یونورې ستونزې زیږو

د دښمن په چاړه ویش ته هوسیږو
د ظالم په آره ځان آره کو

د عمرو عمرو خپلوان مو دښمنان کړل
د عمروعمرو دښمن راخپلو

دا د عقل د دوربین سیمه کې نشته
چې جوړ کورکې کورکي به جوړو

دا کیدای شي چې کمی یې ورپوره کړو
موږ اخته یو له بنیاده یی ګډو

زه پوهیږم سعودي کې موکعبه ده
حراست ته یی په سراومال ورځو

موږ جوړ نه یوچې هرڅه مو په خطرکې
اوس لا هم په ځان کې عیب نه منو

پخپل عقل یوه شپه تیروای نه شو
په پردي عقل کلونه تیرو

د پردي عقل دغسې بد انجام وي
خپل کرلي به پخپل لاس اوس ریبو

په سوریه کې مسلمان په وښو پایي
موږ لندن کې پارکینګونه جوړو

لندنۍ شپوکې ځان راته ښه ښکاري
د هغو په څیر ځانونه ښکاره و

د تعلیم له کوټې هیڅ شی نه را اخلو
په پیشن کې ځان انګریز انګریز کو

سره اوسپین مو د دښمن کره ټول ایښي
نه په ځان نه په بل ورور باور لرو

فیصلې مو د صلیب په دفترو کې
غوټې ټولې وړو هلته یی خلاصو

په الله د توکل فکر مو ړوند دی
طاغوت هره ورځ هر آن راننګو

د عزت او د عظمت څلي مو جوړ دي
که رښتیا وایو ځان نور نه غولو

د شیطان ډول ته موډیرې ریچې توکړی
راځئ بس دی نور خپل خدای وپیژنو

همدغه دګټې لار دورې منزل دی
په دغه پله لاره نه خطا‌ء کو

دکعبی لورته به چپ کاته ړانده کړو
که موږ موږ شو بیا هرڅه کورکې لرو

هر مؤمن به ابرهه ته آبابل شي
«رزین» وایي بیا هرڅه ورته پریږدو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x