فراه: د عسکرو توغندي، یوه کورنۍ د وير په ټغر کېنوله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالي کې د ملي اردو له لوري توغول شوی توغندی په یوه کور ولګيد، چې یو  ماشوم يې پکې ځای پر ځای وواژه.

د فراه د بالابلوک مرکز ته څېرمه تېره ورځ د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ کرۍ ورځ جګړه روانه وه، چې په پای کې عسکرو د شوراب پر کلي توغنديز برید وکړ، چې یو ماشوم پکې ووژل شو.

د فراه ولايت والي اصف ننګ هم مني چې تېره ورځ په یاده سیمه کې د سهار له پنځو تر مازیګر ناوخته جګړه روانه وه، نوموړي وویل چې په جګړه کې يې نهه طالبان وژلي او له خپل لوري يې د اووم کنډک د قومندان سلطان محمد او یو بل عسکر د وژل کېدو منلي دي.

ننګ د دولتي عسکرو له لوري په توغنديز برید کې د ماشوم وژنه نه مني، خو تر دې وړاندې هم دولتي عسکرو د هلمند په سنګين، د غزني په ده یک او قاضي کلا کې، د لوګر په څرخ او د پکتيا په زرمت کې په توغندیزو بریدونو کې ګڼو ملکي وګړو ته تلفات واړول.

د ګډ حکومت په پیل کې د هلمند په سنګين ولسوالي کې د واده په مراسمو د ملي اردو په توغنديز بريد کې نږدې ۷۰ تنه شهيدان او دومره نور ټپیان شول.

په غزني کې د ماشومان د لوبي په مهال هم له نږدې پوستې د راکټ فیر ۷ ماشومان شهیدان کړل، چې د کورنیو د وير غږ يې نه سیمه ییزې او نه هم مرکزي ادارې واوريد.

د پوځي شنونکو په باور د عسکرو له لوري د ملکي تلفاتو ډېرښت د ولس او دولت تر منځ څه پاتې اړیکي هم شلوي او ښايي دولت د ولس له ملاتړ په پوره مانا ګوښی پاتې شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د