
ملالۍ شينوارې: د «پګواش» سيمينار مې د طالبانو په اړه تصور بدل کړ
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): په قطر کې د پګواش مؤسسې له لوري د «افغان ډیالوګ» تر سرلیک لاندې د دوه ورځني سیمينار ښځينه ګډونواله ملالۍ شينوارې وايي چې دې سيمينار يې د طالبانو په اړه پخوانی تصور چورلټ بدل کړ.
ملالۍ شينوارې چې د دوو نورو افغان مېرمنو لېنا او وږمې سره یوځای په دې سیمينار کې برخه اخيستې وه، پژواک خبري اژانس ته ويلي چې تر دې وړاندې يې د طالبانو په اړه بل تصور درلود.

هغه وايي چې دې له طالبانو سره مخامخ په پوره جرئت خبرې کړې دي، وايي: «دغه راز مې ورته وويل چې زه له تاسو ډارېدلم چې تاسو به له ماسره خبرې وکړئ او که نه، خو هغوى وخندل او راته يې وويل چې اوس دې نظر بدل شو او که نه ؟»
ملالۍ شينوارې وايي چې طالبانو پخپله وينا کې هم د ښځو په هغو حقونو ټينګار وکړ، چې اسلام ورکړي دي او په خبره يې د دې له وينا وروسته او له افغان ښځو سره په ځانګړې ناسته کې دویم ځل طالبانو پر دې ټینګار وکړ، چې دوی به د ښځو هغه حقونه نه تلف کوي چې اسلام ورکړي دي.
دغه افغان مېرمن چې د سمون خوځښت په نامه د ډلې غړې، د بې بې سې پخوانۍ خبرياله او د ولسي جرګې وکیله پاتې شوې ده وايي چې طالبانو د ګډ حکومت او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ نيوکې وکړي، چې د ښځو د حقونو په برخه کې پاتې راغلي دي.
د نوموړې په خبره طالبانو د شکريې بارکزۍ مثال ورکړ، چې د دولت یو مشر يې ټاکي خو بل يې له واکه بېرته لري کوي، پر دې سربېره يې د فرخندې موضوع څو ځله تکرار کړه.
دا وايي چې طالبانو د افغان ښځو اړوند وویل چې دوی پر دې ټینګار کوي چې ګواکې دیارلس کلنې لاسته راوړنې دې وساتل شي، د ملالۍ شينوارې په وینا طالبانو د پوښتنې په شکل وویل چې کومې لاسته راوړنې، دا چې یوه بېچاره ښځه «فرخنده» د ښار په منځ کې د اوباشانو له لوري ووژل شوه؟
ملالۍ شينوارې د طالبانو له چلنده خوښه برېښېده او پر دې يې اعتراف وکړ چې تر دې وړاندې ورته بل ډول تصور ورکړل شوی و، خو دې سیمينار يې تصور بدل کړ.
دا وايي چې د سیمينار طالب شریکوال عباس ستانکزي ورته وویل چې ښځه د زده کړو خپل حق لري، خو دا چې دوی د خپلې واکمنۍ په وخت ورسره مخالفت کاوه د ښځو د عزت ساتنې او اقتصادي کمزورۍ فکتورونه و.
دغه سیمينار چې د غويي په «۱۳-۱۴» ورځو کې دایر شوی و، نن ټکی اسیا ته باوري سرچینو په ډاګه کړې چې د نوموړي سیمینار عمومي فضا د افغان چارواکو د توقع برعکس د طالبانو په ګټه راوڅرخیده او د طالب پلاوي د وینا اغیز د کنفرانس په ټولو ګډونوالو ښکاره وه.
ياده دې وي نږدې څوارلس کاله د طالبانو اړوند دولتي رسنيز تبلیغات د ځینو عامو وګړو په شمول د سیاسیونو نظر هم بدل کړی دی، خو د ملالۍ شينوارې په څېر ښايي له طالبانو سره مخامخ ناسته د ډېرو هغو نظرونه بدل کړي چې د یو طرفه تبلیغاتو ښکار او فکري محاصره دي.
ملالی شینوارې شاید و باید له طالبانو هومره وېره ولري او په زړه کې یې وساتي څومره چې یې د خپل پلار او وروڼو څخه لري.
در افغانستان مهم این است که کی بر سر قدرت است مبارزه او برحق است . اگر از وقت رژیم داکتر نجیب بگیریم الی نظام فعلی تمامی کسانیکه برسر قدرت بودند قهرمان ملی هم بودند مرده شان شهید بود وزنده ایشان قهرمان وحق این را محفوظ به خود می داشتند. همزمان میدیا ورسانه ها هم به اشاره آنها می چرخید ولی فعلا زمان تغیر کرده با تمامی قدرت رسانه یی ایکه نظام دارد نتوانسته است ازهان مردم را به دست بیاورند چرا از قلب مردم نخیستند وهمین دلیل نا امنی ها در افغانستان است که دولت نتوانسته در این بخش… نور لوستل »
ملی ګټو ته باید احترام وشی ځکه شخصی ګټو افغانستان په شرمو وشرماوه هره ورځ زمونږ خوانان خاوروته سپارل کیږی په نشو اخته کیږی ورځ تربلی عباشی زنا غلا قتل او نوری هغه فاجعی چه دلته یاده ول ماته ګران بریشی زه یو ځل بیا هغه مشرانو ته توصیه کوم چه دهیواد ملی ګټو ټه یی زیان رسولی ده باید توبه ویاسی او الله ج ته رجوع وکړی ملت دی خپل سرنوشت ته پریږدی چه خپله اسلامی او ملی اداره جوړه کی
فارسی کی یومتل دی وایی کامه راآب بردبیړاخبرنیست – ملالی شینواری اوس پوهه شوه چی طالبان سمه خبره کوی آخردامریکایانویرغل په افغانستان باندی په کوم کتاب کی رواه دی عجیبه خلک یاستی
هجرانه وروره دادپشتو شناخته متل دی فارسی ته نه وی ارولی.دادمشرقی سیمو مشهور پشتومتل دی.وایی کامه اوبویوره بیراگان خبرندی
السلام علیکم ورحمته ا لله وبرا کاته اسلام چی کو م حق شوزو ته ورکری بل هچا ندی ورکری
کله سی حقانیت خلک وگوری پخپله به ورته تسلیم سی دطالبانونظام دافغانستان داولس هغه په زره پوری نظام ده سی تول ارخونه یی دراوستلو وعدی کوی اما اسلامی امارت عملی بنه ورکری ده دیموکراتان یی دخلکو دغولولولپاره په خوله وایی سی داسی امنیت به راولوداسی به وکوهاسی به ملالی شینواری اوس پوه سوه سی طالبان حق په جانب دی