نظــر

ايا سوداګريز بانکونه په واقعيت کي خپلو مشتريانو ته ګټه ورکوي

economicsدا چي بانکونه ديو هيواد په اقتصادې پرمختګ کي ستر رول لرې اودپانګي اچوني په خاطرد عامه وګړوڅخه دهغوي سپما شوي اواضافې پيسي ترلاسه کوې اود برات دقبلولو او تخفيف له لاري داخلې اوخارجې تجارت ته وده ورکوې اود پانګي ګردش اودوران سريع کوې نوځکه يي اهميت هم بايد له پامه ونه غورځول شې. دا چي دافغانستان په څير يوهيواد چي دتيرو دري لسيزو جنګونوڅخه وروسته اوس  يوڅه نسبي امن پکي راغلي .اويوڅه نا څه پرمختيايي پروژي تر سترګو کيږي نوپدي اساس يومنظم بانکې سستم ته اړتيا ليدل کيږې داچي په افغانستان کي دپانګي نشتوالي ‌يوستر مشکل دي .

خوبيا هم بانکونه کولايي شې چي دپانګي په جوړښت اوداحتکارې فعاليتونو په مخنيوې کي خپل مهم رول ولوبوې .دا چي بانکونه دمختلفو ديدګاهو (فعاليت، ملکيت)له نظره په مختلف ډول تقسيم بندې شوې اومختلف بانکونه مختلف فعاليتونه ترسره کوې .خومونږ يواځي سوداګريزو بانکونو څخه يادونه کوو. نو ښه به دا وې چي لومړي سوداګريز بانکونه وپيژندل شې تر څو اصلې موضوع روښانه شې.
تجارتې ياسوداګريز بانکونه.
سوداګريزبانکونه  هغه بانکونو ته وئيل کيږې کوم چي عادې بانکې فعاليتونه ترسره کوې دبيلګي په توګه دعامه وګړوڅخه دهغوي سپما شوي اواضافې پيسي تر لاسه کول ،او اړو او محتاجو مشتريانو ته پورونه ورکول ،او دبرات تخفيفول او داسي نور
ياپه بل عبارت سوداګريزبانکونه دهغه بانکونه څخه عبارت دې چي دعامه وګړواويا تصديو څخه د ربحي(سود) په کم نرخ سره پيسي  پور اخلې او دربحي په لوړنرخ سره يي اړو او محتاجو وګړو ته بيرته په پور ورکوې چي دپور داخستلواوورکولود نرخونوترمنځ توپير دبانک ګټه بلل کيږې.نوپدي اساس مونږوئيلائي شو چي بانک دګټي دتر لاسه کولوپه خاطر رامنځته شوې اداره ده او هغه ګټه چي بانک يي دخپلو مختلفو فعاليتونوپه لړکي ترلاسه کوې سوديا ربحه بلل کيږې.
اوکله چي هم په اقتصاد کي دربحي دنرخ رول اواهميت څيړل کيږې نو اقتصاد پوهان دربحي  دوه ډولونه سره بيلوې.چي دربحي دا دواړه ډولونه دقيمتونو دتغير په صورت کي تر مطالعي لاندي نيول کيږې .چي په لاندي توګه دي .
١.دربحي اسمې نرخ: دربحي هغه نرخ کوم چي دبانکونو لخوا خپلو مشتريانو ته تاديه کيږې او يا دربحي هغه نرخ کوم چي دپانګي اچونې په خاطر د پور داخستلو په مقابل کي تاديه کيږې چي دا پانګه اچونه کيدائي شې ديوفردلخوا اويا ديوي اداري(بانک) لخواصورت ونيسې چي دربحي دغه نرخ دربحي اسمې نرخ بلل کيږې.
٢.دربحي حقيقې نرخ: دربحي دهغه اسمې نرخ څخه عبارت دي کوم چي دانفلاسيون له مخي تصحيح شوي وې يا په بل عبارت کله چي دربحي داسمې نرخ څخه دانفلاسيون نرخ تفريق شې نوتر لاسه شوي نرخ د ربحي حقيقې نرخ بلل کيږې اويا د خريد په توان کي زياتوالې ته دربحي  حقيقې نرخ وئيل کيږې .
)او دربحي حقيقې نرخ په(r)اودانفلاسيون                                     iکچيري د ربحي اسمې نرخ په(
نرخ په(π)سره وښودل شې .نودربحي حقيقې نرخ په لاندي توګه ليکلائي  شو.
r=i-π
د پورتنې فرمول په نظر کې نيولو سره مونږوئيلائي شوچي دربحي حقيقې نرخ د ربحي د اسمې نرخ اود انفلاسيون دنرخ دتفاوت سره مساوې دي .
دبيلګي په توګه کچيري يو شخص په بانک کي ‌ثابت اويا دپس انداز  صورتحساب ولرې اوبانک ورته  ٨ فيصده کلنئ ربحه ورکړې اورا تلونکې کال کي نوموړي شخص خپل پس اندازاومجموعې ربحه دواړه له بانک څخه راوباسې نو تاسي څه ګومان کوئ چي ايا نوموړي شخص به د تير کال په نسبت سږکال ٨ فيصده مالداره شوي وې؟
يقينآ چي نوموړي شخص دتير کال په نسبت سږکال ٨ فيصده زياتې افغانئ لرې خو بالمقابل کچيري نرخونه لوړشوې وې نو ګورو چي د افغانئ دخريد توان کم شوي اونشې کولائي چي سږکال د٨ فيصده په حساب سره زيات شيان خريدارې کړې.دا چي انفلاسيون ياپولې تورم رامنځته شوي يعني پيسو خپل ارزښت له لاسه ورکړي .کچيري دانفلاسيون نرخ ٥ فيصده وې نو ګوروچي دشيانو د خريد توان دتير کال په نسبت سږکال صرف ٣ فيصده لوړ شوي دي نه ٨ فيصده .چي په رياضيکې توګه يي داسي ښودلائي شو.
r=     I   –   π
r=   8-5    =»3
 
او کچيري دانفلاسيون نرخ ٩ فيصده وي نو بيا ګورو چي د خريد توان دتير کال په نسبت سږکال ١ فيصد کم شوي .
داچي ځيني عوامل داسي شته چه له امله يي د ربحي اسمې نرخونه فرق کوې او دا عوامل بايد له پامه ونه غورځول شې چه په لاندې توګه دې.
١. دپور مدت : داچي وخت له نظره ځيني پورونه لنډمهاله اوځيني اوږد مهاله وې نوپدي اساس معمولآ هغه پورونه چي اوږدمهاله وې دربحي لوړنرخ اوهغه چي لنډمهاله وې دربحي ټيټ نرخ لرې.
٢.اعتبارې خطر : کله چي هم پور ورکونکي چاته پور ورکوې نوګورې چه ايا پور اخستونکي په خپل وخت دپور دبيرته تاديي جوګه دي اوکنه . چي دغه عدم اطمينان  اعتبارې خطر بلل کيږې. نو پدي اساس هغه پورونه چي زيات اعتبارې خطرولرې اکثرآ د ربحي لوړنرخ لرې.تر څو اعتبارې خطر جبران شې.اوهغه پورونه چي کم اعتبارې خطرلرې په هغي باندي د ربحي ټيټ نرخ وضع کيږې .مثلآ دولتې بانډونه د ربحي ټيټ نرخ لري دا ځکه چي دولت يومعتمده اداره ده.
٣.دماليي وضع کول : دا چي دمختلفو بانډونو په ربحه باندي مختلف ماليات وضع کيږي.مثلآ دمقامې دولتې بانډونو درلودونکې مقامې عايداتې ماليه نه ورکوې . نو پدي اساس معمولآ دا ډول بانډونه د ربحي ټيټ نرخ لرې.
دربحي د نرخ د تغير دعواملو او د ربحي د اسمي او حقيقې نرخونو د پيژندلو څخه وروسته پدي بحث کوو چي  د ربحي هغه نرخونه کوم چي دسوداګريزو بانکونو لخوا ورکول کيږي چي معمولآد ربحي اسمي نرخونه بلل کيږې.
ايا دربحي دغه نرخونه کولائي شې چي د انفلاسيون(د پيسو د ارزښت د کموالې)له امله رامنځته شوي خساره جبران کړې او کنه؟
يو رغنده او عملې مثال يي مونږ په خپل ګران هيواد افغانستان کي څيړو.
که وليدل شي په افغانستان کي يو انفلاسيونې حالت ليدل کيږې دا پدي معني چي داجناسو قيمتونه ورځ په ورځ لوړيږې.او پيسي خپل ارزښت له لاسه ورکوې ولي دا يوه طبعې پديده ده چي دنړۍ په اکثرو هيوادونو کې ليدل کيږې . خو دا چي په ځيني هيوادونو کي د انفلاسيون نرخ لوړ  
 اوپه ځيني هيوادونو کي يي نرخ  ټيټ وې او په همدې توګه په عين هيواد کي هم کله دانفلاسيون نرخ  لوړيږې اوکله ټيټيږې.
مثلآ په افغانستان کي د انفلاسيون نرخ په ٢٠٠۵ ميلادې کال ۳.۱۶ فيصده وو. دا پدي معني چي په ٢٠٠۵ ميلادې کال کي د اجناسو نرخونه په ١٠٠ کي د ۳.۱۶ افغانيو په اندازه لوړ شوې وو. او هغه اجناس چي تير کال يي ١٠٠ افغانۍ نرخ درلوده. په ٢٠٠٨ ميلادې کال کي يي نرخ ۳.۱۱۶ افغانيو ته لوړ شوي وو. پداسي حال کي چي بيا په ٢٠٠٩ ميلادې کال کي د انفلاسيون نرخ ١٣.٣ فيصده وو. يعني د پخوا په پرتله يي کموالي ومونده . دا پدي معني چي د تير کال په نسبت په ٢٠٠٩ ميلادې کال کي دپيسو ارزښت يو څه نا څه ثبات ومونده .
خو بيا هم که وليدل شي په افغانستان کي اکثره سوداګريز بانکونه دپس انداز او يا دثابت صورتحساب درلودونکو ته د ۷ فيصده اویا ۸ فیصده څخه زياته کلنۍ ګټه يا ربحه نه ورکوې . خو که برعکس دانفلاسيون نرخ ته وليدل شې. نو اکثرآ د ۷ فيصده څخه لوړ وې نو پدي اساس مونږ وئيلائي شو چي   د ٣.١٣ فيصده انفلاسيون نرخ په مقابل کي ۷ فيصده ربحه يا د ګټې توزيع په حقيقت کي ګټه نده  بلکه مشترې د ۳.۶ فيصده په اندازه تاوان کړي . که څه هم د ربحي سره دمشترې تاوان کم شوي خوولي ګټه يي هم نده کړي . نو پدي اساس سوداګريز بانکونه بايد د نوموړو نقطو په نظر کي نيولو سره خپلو مشتريانو ته د ربحي داسي يو نرخ وضع کړې چي په واقعيت کي د مشتريانو په ګټه وې نه د هغوي په زيان . اوهمدارنګه هغه ورونه چي  اضافې پانګه لرې بايد داسي يو انتخاب وکړې چي حد اقل د پيسو ارزښت خو يي وساتل شې تر څود زيان سره مخ  نه شې.
داچي غير اسلامې بانکې سستم په داسې حالاتو کي د مشتريانو غوښتنو ته مثبت ځواب نشې وئيلائي دا يوه بيله موضوع ده .چي انشا‌ءالله  په راتلونکې وختونو کي به پري بحث وکړو. او دا به روښانه کړو چي ښه بانکې سستم کوم او بايد څه ځانګړني ولرې…  

ليکونکي: سيد کفايت الله د نړيوال اسلامې پوهنتون د اقتصاد پوهنځې محصل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x