ټکنالوژي

افس ۲۰۱۶ (Office 2016) د ازموینې لپاره کاروونکو ته وړاندې شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه ۱۳۹۴ل): مایکروسافټ کمپنۍ خپل د مایکروسافټ افس ۲۰۱۶ ورژن کاروونکو ته د ازموینې په موخه په وړیا ډول وړاندې کړ.

مایکروسافټ کمپنۍ له دې وړاندې د فبروري میاشتې څخه ویلي و چې د افس پروګرامونو نوی ورژن به کاروونکو ته وړاندې کړي خو دغه کمپنۍ تیره ورځ د افس پروګرامونو نوی ورژن کاروونکو ته د ازموینې په موخه وړاندې کړ.

د مایکروسافټ افس پروګرامونو نوی ورژن په وړیا ډول د ازموینې لپاره وړاندې شوی او کاروونکي کولی شي دغه پروګرامونه د مایکروسافټ کمپنۍ له ویب پاڼو څخه ښکته کړي.

د دغو پروګرامونو ښکته کولو لپاره هیڅ ډول ایمیل ادرس او یا نور معلومات ورکولو ته اړتیا نشته. د افس پروګرامونو ښکته کولو لپاره کاروونکي هيڅ ډول شرایطو منلو ته نه اړ کیږي.

د مایکروسافت افس نوي پروګرامونه لکه مایکرسافټ ورډ (Microsoft Word)، مایکروسافټ ایکسل (Microsoft Excel)، مایکرسافټ پاور پواینټ (Microsoft Power Point) او اوټ لوک (Microsoft Outlook) له پخوا څخه زیاته اپشنونه او غوره ډیزاینونه لري.

دغه پروګرامونه له ډیزاین پرته د مایکروسافټ کمپنۍ کلوډ (Cloud) او ون ډرایف (One Drive) له خدمتونو سره هم اړیکه لري او تاسې کولی شئ له کوم خنډ پرته خپل لیکل شوي معلومات په ون ډرایف او کلوډ کې وساتئ.

دغه نوي پروګرامونه ډیرې ځانګړتیاوې لري د مثال په ډول مایکروسافټ اوټ لوک (Outlook) د کاروونکو ایمیل مطالعه کوي او غیر ضروري ایمیلونو لپاره جلا فولډر جوړوي.

د مایکروسافټ کمپنۍ د افس پروګرامونو دغه نوی ورژن به د پیسو په بدل کاروونکو ته وړاندې کیږي او اوسمهال یوازې د ازموینې لپاره په وړیا ډول وړاندې شوی.

د مایکروسافټ پروګرامونو نوی ورژن له ورکړل شوي لینک څخه ښکته کولی شئ:
https://products.office.com/en-us/office-2016-preview

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x