نظــر

د ملي اردو او پولیسو معیوب عسکر د حکومت او ولس له خوا رټل شوي – نیویارک ټایمز

د نیویارک ټایمز د راپور ژباړه او لنډیز – نن ټکی آسیا

صاحب یو ستونزه لرل، د هغه چپه پښه د طالبانو په یوه بم کې له منځه تللې وه، هغه د مصنوعي پښې وس نه درلود، خو ددې ستونزې په مقابل کې هغه یو حل لاره درلودل، د هغه ۱۱ کلنه لور، نور بي بي. صاحب نور بي بي په ۳۰۰۰ ډالره خرڅه کړه، تر څو د ځان لپاره نوې مصنوعي پښه رانیسي.

صاحب یو د هغو لسګونو زرو عسکر او پولیسانو څخه دی، چې د حکومت لپاره یې په اوږده داخلي جګړه کې قرباني ورکړې.

خو په مقابل کې هغوی د یو ناکافي حکومتي ملاتړ سره مخ دي، او په پوره بې تابۍ د ژوند کولو لپاره د بل فرصت په تلاش کي دي.

که څه هم د ملي اردو او پولیسو ځیني معیوب منسوبینو ته کومک رسیږي، خو هغوی بیا ځان د ټولني څخه لیري محسوسوي، ځکه چې په افغاني ټولنه کې معیوبو کسانو ته د ناکاره پرزو په توګه کتل کیږي او سم چلند نه ورسره کیږي.

په داسي یوجګړه کې چې هغه کال په کال توندیږي، د معیوبینو شمېر هم مخ په زیاتېدو دی، د ملي اردو او پولیسو منسوبین ډیر ځله د مخالفینو د بریدونو څخه ژوندي ووزي خو په ټپي او معیوب حالت کې، چې له کبله یې د افغان حکومت او نړیوالو خیریه موسسو تر امکاناتو ستونزه غټيږي.

د یوې ډیري محتاطي اندازې سره سم د ملي اردو او ملي پولیسو د معیوبینو شمېر تر ۱۳۰،۰۰۰ اوښتی، چې په هغو کې یې ۴۰۰۰۰ زره داسي دي چې اعضاء یې کاملا پرې شوي، دا احصائیه د حکومت د هغو لیستونو پر اساس ورکړه شوي کومو ته چې حکومت خپل مهانه معاش اوس هم ورکوي، او ډیری داسي معیوبین شته چې هغوی ته خپل حق نه رسیږي، او معاش نه ورکول کیږي.

فردین د شپې له خوا سوال کوي، تر څو یې خپل ملګري ونه پيژني
فردین د شپې له خوا سوال کوي، تر څو یې خپل ملګري ونه پيژني

فردین ۲۴ کلن ځوان دی، هغه په ملي پولیسو کې دنده تر سره کول، هغه په کال ۲۰۱۳ کې د مخالفینو په یوه بم کې ټپي شو، د هغه رسته او چپه پښې دواړه پرې شولې، خو رسته یې لږ ډېره او چپه یې کمه پرې شول.
نوموړي ته د ډیرو نورو ورته معیوبینو په څېر خپل معاش نه ورکول کیږي، ځکه نو هغه د شپي په تاریکي کې خپل د معیوبۍ پر چوکۍ باندي کښيني، د کابل د مکرویانو په سیمه کې د ګڼ ترافیک په منځ کې د خیرات ټولولو په لټه کي وي، نوموړی تل له ځانه سره دعا کوي چې د پخوانۍ دندې ملګري باندي پيښ نه سي، او دی په دغه حالت کې ونه ویني.

نوموړی وایی: کله کله زه په موټرو کې انجوني وینم چې وايي، هغه ځوان هلک ته وګورئ، هغه ولي په لارو کې خیرات ټولوي؟ خو هغوي زما تر کمبلي لاندي زما پرې شوي پښې نه ویني.

هلمند: په لښکرګاه کې ایمرجنسي روغتون
هلمند: په لښکرګاه کې ایمرجنسي روغتون

په هلمند کې د پولیسو د یوه روغتون مشر ډاکټر عبدل حامیدي وايي چې دغه ستونزه نور تر حد زیاتېدونکی ده، نوموړي د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د دوهمي قطعې مثال ورکړ، او وې ویل چې په دغه قطعه کې ۳۴۴ تنو عسکرو څخه ۱۵۴ تنه یې د بریدونو او جګړو له کبله معیوبین شول، نوموړي دا خبره د تیر کال په دیسمبر میاشت کې وکړه، او زیاته یې کړه چې سږ کال تر بل هر کال حالت زیات خراب وه، او مخ په خرابېدو دي.

دغه روغتون چې د ایټالیې یوه خیریه موسسه یې چاري پر مخ وړي، اکثره سخت ټپیان ددغه روغتون ایمرجنسي وارډ ته راوړل کیږي، او هغوی هر کله په حکومت ځکه غوسه وي چې ورسره کومک نه کوي.

د اربکیانو مشر محمد قاسم، په مرجه کې معیوب شوی، وايي حکومت هسی په نامه حکومت دی، ماته به هیڅ رانه کړي
د اربکیانو مشر محمد قاسم، په مرجه کې معیوب شوی، وايي حکومت هسی په نامه حکومت دی، ماته به هیڅ رانه کړي

اته ویشت کلن محمد قاسم د محلي پولیسو (اربکیانو) یو مشر وو، هغه په مرجه کې خپله رسته پښه له لاسه ورکړه، نوموړی وایی: «حکومت یوازي په نامه حکومت دی».
دمحمد قاسم دوه نور وروڼه هم د حکومتي ملیشې (اربکیانو) غړي دي، او هغوی هم د حکومت څخه تر زخمي کېدو وروسته هیڅ نه دي ترلاسه کړي. قاسم وايي، «که په طالبانو کې یو طالب په جګړه کې ووژل شي، طالبان د هغه کورنۍ ته د میاشتي ۱۵۰۰۰ افغانی (تقریبا ۲۷۵ ډالره) د راتلونکو دوو کلونو لپاره ورکوي، زمونږ حکومت تر طالبانو هم کمزوری دی».

د قانون سره سم هغه پولیس او عسکر چې په جګړه کې ټپیان کیږي، هغوی ته باید ددوی د وروستي معاش په اندازه تر عمره تنخا ورکړه شي، او همداسي د وژل شویو عسکرو پاته کورنۍ ته باید تر عمره د هغه تنخا ورکړه شي، مګر د فساد، اختلاس، ناسمي ادارې، او تر اندازې زیاتي بیروکریسي له وجي هغوی ته خپل حق نه رسیږي.

که څه هم هغه عسکر چې د افغان د محلي پولیسو (اربکیان) په نامه یادیږي، د روانو جګړو له کبله زیاته مرګ ژوبله او تلفات لري، خصوصا د هلمند غوندي په ګرمو ساحو کې، خو هغوی ته بیا هم د حکومت له لوري تر ټپي کیدو او وژل کیدو وروسته هیڅ نه ورکول کیږي.

ځکه نو په پکتیا کې د محلي پولیسو (اربکیانو) قومندان صاحب خپل ځان باندي هغه وخت ټولي لاري تړلي ولیدلي کله چې د هغه حکومتي موټر د طالبانو په یوه ځمکني ماین ور برابر سو، او نوموړی د سخت ټپي کیدو تر څنګ معیوب شو، او یو څو میاشتې وروسته د هغه تنخا بنده سول، او هغه ته د معیوب کېدو په بدل کې هیڅ معاش نه ورکول کیده.

په کابل کې د سره صلیب نړیوالي ادارې شپږ ځایه داسي روغتونونه جوړ کړي، چیري چې معیوبین مصنوعي اعضاء تر لاسه کوي، د هغوی د استعمال طریقه ور ښودل کیږي، او هغوی ته د نوي کار موندني لپاره روزنه ورکول کیږي.
مګر صاحب په کابل کې یوه نیژدې روغتون ته د ورتګ پیسی هم نه لرلې، تر څو هلته د یوې میاشتي لپاره پاته سي، او د مصنوعي عضو تر لاسه کولو وروسته روزنه ورکړه سي.
صاحب وايي: دا زما لپاره ډیر د خواشینی حالت وو، او دا ددې (نور بي بي) لپاره ډیر د خواشینی حالت وو، چې دا مي ددې په ناخوښي د پیسو په بدل کې واده کړل، او زیاته یې کړه، د پښتنو په ټولنه کې چې کله پلار یوه پریکړه وکړي، نو لور ته یې منل په کار دي، که څه هم دا خوشحاله نه وي.

صاحب هم نه وو خوښ، خپل لور خرڅول تر پښې پرې کیدو راته سخته وه، هغه وویل.

کله چې نوموړي خپل مصنوعي پښه تر لاسه کړل، هغه د پکتیکا په ولایت کې خپل کلي ته وګرځېد، چېري چې به هغه خپل پاته ژوند په بیکارۍ کي تیروي.

البرټو کایرو د سره صلیب له اړخه د هډوکو د بیا روغوني او مصنوعي اعضاو جوړوني د یوه مرکز مشر دی، نوموړی وایی چې دوی د افغانستان د زخمیانو لپاره ډیر امکانات په کار اچولي، خو زیاتوي چې لویه ستونزه داده چې دداسي خلکو لپاره په داسي یو ټولنه کې خدمت کول ډیره ستونزمنه ده، چېري چې د معیوب چوکۍ او نوري اسانتیاوي نه پيژندل کیږي، او چیري چې دغه معیوبین داسي احساس کوي چې د ټولني له خوا شړل شوي دي.

فردین اوس مهال په یوه کرایه کړي کوټه کې تنها ژوند کوي
فردین اوس مهال په یوه کرایه کړي کوټه کې تنها ژوند کوي

پخوانی پولیس فردین وايي، چې زما میرمني زما دوه ماشومان له ځانه سره بوتلل، او پلار مي له کوره وشړلم، دا خبره ما ډیر زوروي، نوموړي د خپلي غمجني کیسې په بیانولو سره په ژړا وویل: «زه د ستونزو په جهنم کې اوسم».

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت وايي چې دوی هیڅ داسي ریکارډ نه لري چې فردین دي د خپل معاش د ترلاسه کولو لپاره اړیکه نیولې وي، خو فردین وايي چې ده ډیره هڅه وکړه، خو کله یې هم معاش تر لاسه نه کړ.

دا یو عام شکایت دی، او په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان د حکومت اقتصادي مشکلات د معاشاتو اجراء ډېر کله ځنډوي، او د معاش د ترلاسه کولو لپاره د ټپيانو او معیوبینو اسناد اکثره د ځنډ سره مخ وي.

معیوب کارمندان، د پولیسو او پوځ معیوبین باید خپل معاش په پوره توګه سل فیصده تر لاسه کړي، او همداسي دوی باید وکړای شي چې دوی ته یو ځای سکالرشپ ورکړه شي، او نور مراعات تر لاسه کړي، خو بیا هم هغه کسان چې خپل حقوق ورته منظور شوي، اکثره د ځنډ شکایت کوي، او ډیر کله نه ورته رسیږي.

بل اړخ ته د افغان ملي پوځ د معیوب عسکرو سره نسبتا تر پولیسو ښه معامله کیږي، او د معاشاتو د نه تر لاسه کولو شکایت نسبتا تر پولیسو کم لري، او هغه علاج چې د کابل په فوځي روغتون کې دوی ته ورکول کیږي، د پولیسو تر عادي روغتونونو ډیر ښه دی، یو خاص او لوی وارډ دداسي کسانو لپاره خاص شوی چې تازه معیوب شوي وي، او دغه معیوبین هلته د علاج څخه خوښ دي، خو وايي چې هغه ټولنه چې دوی یې په خدمت کې اعضا له لاسه ورکړي، دوی غورځولي او ددوی د قربانیو قدرداني نه کوي.

د ملي پوځ یوه پخواني عسکر حشمت الله بارکزی چې ۲۶ کاله عمر لري، وویل: «دلته په افغانستان کې زمونږ د قرباني او زمونږ د هڅو هیڅ قدرداني نسته».

نوموړی په سپیشل فورس کې عسکر وو، مخالفینو د هغه کور ته لاسي بم هغه وخت ور وغورځوی، کله چې هغه د رخصتۍ تیرولو لپاره کور ته تللی وو، چې له کبله یې رسته پښه له لاسه ورکړه.

حشمت الله بارکزي کوزده کړې وه، خو تر اوسه یې واده نه وو کړی، د هغه میرمني د خپلو قریبانو په فشار د نوموړي سره اړیکه وشکول او خپله کوزده یې لغوه کړه، او دی یې یوازي پرېښود.

د پولیس او پوځ ستونزي چې هر څومره دي، هغه د افغانستان په سطحه د معیوبینو یو ډیره وړه برخه جوړوي، ځکه چې په تیرو څلورو لسیزو کې د جګړو له کبله اندازا ۳ ملیونه افغانان معیوب شوي.
دغه معلومات عبد الخالق زازي ورکړي، نوموړی د د یوې موسسې مشر دی چې د افغاني معیوبینو سره مرسته کوي، نوموړی وايي په دغه اندازه کې هغه دماغي ناروغان هم شامل دي چې دماغي توازن یې له لاسه ورکړی، او همداسي د پولیسو او پوځ معیوبین هم په کښي شامل دي.

ملکي معیوبینو ته د حکومت له خوا هره میاشت ۱۰۰ ډالره ورکول کیږي، چې ډیر کم دي، او څوک چې یې تر لاسه کوي، د هغو شمېر هم ډیر کم دی، د حکومتي سرچینو سره سم نیژدې ۳۰۰،۰۰۰ معیوبینو ته دغه معاش ورکول کیږي.

زازی وايي چې ډیر کله داسي هم پيښ شوي چې د پيښو د قربانیانو د معیوبیت معلومات ژر نه کیږي، خصوصا په دماغي ناروغیو اخته کسان او ښځي څوک چې شرمیږي، او خپل معیوبیت پټوي، نوموړی وايي چې یوه میرمن څه وخت مخکي سخته سوځېدلې وه، خو هغه شرمېدل چې ډاکټر ته خپل ټپونه ښکاره کړي.
زازی وايي چې داسي پيښي دوی سره ډیر ځله ثبت شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

دا ######### لا دا راپورونه هم نشروی دا ټول ددوی له لاسه ددی راپورونو د نشرولو تر شا هم ددوی ډیره غټه دسیسه وجود لری نور باید ملی اوردو او نور ټول افغانان پدی پوه شی چی د صلیبی امریکایانو او دهغوی د اجیرانو د ګټو لپاره به ځان نه قربانی کوی ددی ټولو بلاو او مصیبتونو وجه په افغانستان کی د امریکایانو شتون ده او ترڅو چی دوی دلته وی دا بدبختی به همداسی دوام کوی اوس نو دا افغانان که رښتیا هم ځان ته مسلمانان وایی نو په ځای ددی چی له خپلو مسلمانو افغانانو وروڼو سره جنګیږی… نور لوستل »

حق جو

نصیب دې شول دردونه چې زما دې نه منل

لهم خزی فی الدنیا و لهم فی الاخرة عذاب الیم

احسان احمدي

بريد جي دادسبي قوم دامريكا بجي همداسي كود مات شي جي امريكايان ساتي

rehmat jan

ژغ مه لری داسی می زره په یخ سو سی خبری مکوه دغه پولیسو اربکیانو اوعسکروپه مونزکی سه پریشوول اوس دی نودوی هم گالی دردونه

حنيف

دا يي ددنيا عذاب دي او داخرت دردناك عذاب خو يي باتي دي, هغه به هم وروسيكي ان شاء الله…

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x