نړۍ

په زرګونو لاریون کونکو دسوریی سفارت تربرید لاندی راوستي

protestes in syria(نن ټکی اسیا فبرور۲۰۱۲/۱۸) تیره ورځ په زرګونو مصري وګړو ددغه هیواد په پلازمینه قاهره کی دجمعي له لمانځه څخه ورووسته په پراخ لاریون اواحتجاج لاس پوري کړ، له سیمي څخه خبري رسنیوخبرورکړی دی چی لاریون کونکو دسوریی هیواد دوګړو په حمایت او ددغه هیواد دحکومت په ضدشعارونه ورکول.

لاریو نکونکي دجمعي له لمانځه څخه وروسته دقاهري ښاردازادي له څلورلاره سره څیرمه دسوریی هیوادپرسفارت باندی برید وکړ، اودغه سفارت یی ترډیره وخته پوري محاصره کړی وو. لاریونکونکي چی ډیري کسان یی په مصرکی دسوریی هیواد وګړو تشکیلاوو په سوریه کی داولس په وړاندي دبشارالاسد کړني وغندلي او ددغه هیواد له اولسشمر څخه یی وغوښتل چی ژرترژره له واکه څخه لاس په سرشي. لاریونکونکودغه لاریون د(دبشارالاسد دشړلو دجمعي په نامه سره نومولی وو، او دسوریی له چارواکو څخه یی په کله وغوښتل چی نوردی ددغه هیواد ازادي غوښتونکو وګړو له عامه وژني څخه لاس واخلي. خبري سرچیني وایی دقاهري ښاردازادي څلورلاري ته څیرمه دعمرمکرم جامع مسجد کي دجمعي له لمانځه څخه وروسته لاریونکونکوچی دمصر سوریی اوفلسطین هیوادونو بیرغونه یی لاسونوکي نیولي وو، دبشارالاسد په وړاندي شعارونه ورکول ، اودسوریی له اولسمشر څخه یی غوښتنه کوله چي له واکه څخه لاس په سرشي، اوداچي ددغه هیواد دبی وسلي او سولیز اولس وینی یی تویی کړی دی باید ومحکمي ته وړاندي شي. لاریونکونکو دچین اوروسیی هیوادونو په خلاف هم شعارونه ورکول اودسوریی په وړاندي یی ددواړو هیوادونو دریځ وغانده. که څه هم دلاریونکونکو شمیر په هغه کچه نه وو کوم چی له دی څخه وړاندی یی دقاهری دازادي څلور لاره په دي وروستیو کی شاهده وه، خوبیا هم له لایونکونکو شمیره زرګونوته رسیدله چی ور سره په مصر کی دسلفیانو له ګوند سره تړلي کسان هم په مظاهره کونکوکی ښکاره کیده. په راتلونکو ټاکنوکی دجمهوري ریاست لپاره کاندید ښاغلی ابواسماعیل ولاریونکونکوته وینا وکړه او دسیمي پر اولسونو او حکومتونو یی ږغ وکړ چی نور ددي وخت نه ده چي دسوریی داولس په وړاندي دبشارالاسد پر کړنو او نارواتیري باندی پټه خوله پاته شو. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x