افغانستان

د روان کال په درې نيمو مياشتو کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله اويا سلنه زياته شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو سره په مخامخ جګړو او نښتو کې د ملی اردو، پوليسو او اربکيانو مرګ ژوبله د پخوا په پرتله بې ساري زياته شوې ده.

د ناټو د روزنيزو چارو رييس ډګروال برينين تريبېس په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، د تېر کال په پای کې، چې بهرنيو عسکرو افغانستان کې رسما خپل نظامي ماموريت پای ته رسولی، طالبانو سره په جګړو او نښتو کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله اويا سلنه زياته شوې ده.

د ناټو يو چارواکي، چې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې د معلوماتو خپرولو اجازه يې نه درلوده، د غربي رسنيو ته ويلي، چې د تېر کال په پرتله د روان کال درې نيمې مياشتې د افغان ځواکونو لپاره مرګوني بلل کيږي.

د ناټو دغه چارواکی وايي، چې يوازې د روان کال په درې نيمو مياشتو کې د افغان ځواکونو شاوخوا پنځه زره تنه وژل شوي او حال دا، چې تېر کال د افغان عسکرو د مرګ ژوبلې شمېره شاوخوا درې زره تنه ښودل شوې وه.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد سويلي او سويل ختيځو سيمو تر څنګ د هېواد شمال بدخشان، کندز، بغلان او ګڼو نورو سيمو کې د طالبانو پرمختګونه زيات شوي او د دغو ولايتونو ګڼې سيمې يې نيولي دي.
په شمال کې د وروستيو جګړو او بريدونو په ترڅ کې د بدخشان او کندز تر څنګ بغلان ولايت کې هم طالبانو ډېر پرمختګونه کړي دي.

د بدخشان امنيتي چارواکو تېره ورځ رسنيو ته ويلي و، چې د طالبانو په بريدونو کې شاوخوا دېرش امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۲۰ تنه ورک دي.

د طالبانو سرتېرو د بدخشان او کندز تر څنګ بغلان ولايت کې هم پرمختګونه کړي دي.

د بغلان ولايت دهنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې طالبانو د دهنه غوري او پلخمري ولسواليو ګڼې سيمې نيولي او نور هم د پرمختګ په حال کې دي.

د دهنه غوري يو قومي مشر د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسيا ته وويل، چې د بغلان امنيه قوماندان جنرال امرخېل د دهنه غوري، پلخمري او اندراب ولسواليو له اوسېدونکو غوښتي، چې امنيتي ځواکونه د طالبانو د بريدونو په مخنيوي کې پاتې راغلي او له ځايي خلکو يې وغوښتل، چې وسلو ته لاس کړي او طالبانو سره مقابله وجنګيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x