نړۍ

سنګال هېواد سعودي عرب ته ۲۱۰۰ عسکر لېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د سنګال هیواد د دفاع وزارت له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کي ویل شوي چي دغه عسکر به دسعودي او ائتلافي ځواکونو ترڅنګ دیمني حوثیانو په خلاف جنګ کي برخه اخلی.

د سنګال ولسمشر چي تیره میاشت سعودي عرب ته په سفر تللی وو وایی چي ۲۱۰۰ دوه زره سل سرتیري سعودي عرب ته د استولو لپاره دتیارسي په حالت کي دي یواځي دی ته انتظار دي چي د دوست هیواد سعودي له لوري یی غوښتنه وشي او مونږ یی ولیږو.

د سنګال هیواد دبهرنیو چارو وزیر دهیواد و پارلمان د وینا پر مهال وویل چي له سعودي عرب سره په ائتلاف دشاملیدو او هغه هیواد ته دسرتیرو دلیږلو څخه یی هدف په مکه او مدینه کي دمقدساتو ساتنه ده.

د یادو ده دسنګال هیواد چي دافریقي په لودیځ کي پروت دي په ۱۹۹۱ زیدیږ کال کی هم دامریکي له لوري د عراق په خلاف جوړ شوي ائتلاف کي برخه درلوده چي دسعودي عرب په هوایی ځوکونو پوري اړونده الوتکي د را لویدلو له امله یی ۹۲ دوه نوي عسکر وژل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x