افغانستان

فراه کې امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د فراه سیمه ییز چارواکي وايي چې طالبانو په دې ولایت کې له څو اوونیو راهیسې جګړې دوامداره ساتلې او د طالبانو په خبره ګڼو دولتي عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د فراه ولایت والي اصف ننګ وايي چې طالبان د پخوا په پرتله قوي شوي، ان تر دې چې اوونۍ – اوونۍ جګړه ګرمه ساتلی شي، نوموړی وايي چې دی پوهېږي چې طالبان «څوک» اکمالوي.

د طالبانو په تازه څرګندونو کې هم ويل شوي چې د فراه مرکز ته څېرمه په سور شور او شمالګاه سیمو کې او همدارنګه يې د بالا بلوک په شيوان، کنج اباد او کراني سيمو کې د قومندان په ګډون ۳۲ عسکر وژلي او ۳۶ نور ټپیان کړي دي.

د طالبانو خبرپاڼه کاږي چې په دې جګړه کې يې درې ټانګونه، څلور رينجر او یو سراچه ډول موټر د جګړې په اوږدو کې تخريب کړي او یو ټانګ يې له نیولو وروسته سوځولی دی.

د فراه والي که څه هم د طالبانو پر پياوړتیا اعتراف کوي خو وايي چې د دولتي عسکرو مورال هم د ستایلو وړ دی، ورسره جوخت بیا طالبان وايي چې دولتي امنیتي ځواکونو په سیمه کې هيڅ پرمختګ نه دی کړی او نه دي توانيدلي چې د طالبانو له لوري د بالابلوک ولسوالي محاصره ماته کړي.

یاده دې وي د طالبانو د نویو پسرلنيو عملیاتو له پیله شاوخوا لس ورځې تېرېږي چې په بغلان، بدخشان، کندوز او فراه سربېره يې په هلمند، کندهار او زابل کې هم د ګڼو بریدونو او پرمختګونو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x