
د ایران او خلیجي هیوادونو ترمینځ د هندواڼو جګړه پیل شوې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): په خلیجي هیوادونو کې د هغو هندواڼو د خوراک په اړه ویرې او اندیښنې راټوکیدلي چې له ایران څخه دغو هیوادونو ته صادریږي.

په کویټ، متحده عربي اماراتو او قطر کې امنیتي چارواکي وايي چې د پیښې په اړه ګڼ شکایتونه او اندیښنې وررسیدلي او په خلکو کې د ویرې او ډار لامل ګرځیدلې.
په متحده عربي اماراتو کې د ګڼو سیمو ښاروالیو ټنونه هندواڼې له بازارونو څخه راغونډې کړي او له مینځه وړي دي. د (البیان) په نامه یوې اماراتۍ ورځپاڼې لیکلي چې په دبۍ، ابوظبي، شارجه او ام القیوین کې ټولټال پنځه ټنه ایرانۍ هندواڼې له مینځه وړل شوي.
همدا راز په کویټ کې د ښاروالۍ وزارت له بازارونو څخه ایرانۍ هندواڼې راټولې کړي او په خرڅلاوو یې بندیز لګولی. په قطر کې هم د روغتیا عالي کمیسون د دوحې په بندر کې په پراخه پیمانه ایرانۍ سوري لرونکي هندواڼې ضبط کړي او په لابراتوارونو کې یې تر معاینې لاندې نیولي.
خو په یو شمیر خلیجي هیوادونو کې چارواکو خپلو خلکو ته ډاډ ورکړی چې ایرانۍ هندواڼې د استهلاک وړ دي او په کې لیدونکي سوري د هغو حشراتو او ملخانو له امله رامینځته شوي چې معمولا په اوسني موسم کې د هندواڼو فصلونه وهي.
د متحده عربي اماراتو د چاپیریال ساتنې وزارت ویلي چې د هندواڼو حشرې خپله ټاکلې دوره پای ته رسولې او اوس په هندواڼو کې شتون نه لري او نه یې په کې اغیزې لیدل کیږي.
همدا راز د قطر د ښاروالۍ وزارت خلکو ته ډاډ ورکړی چې تر څیړنو وروسته په ایرانۍ هندواڼو کې د کیمیاوي او زهري موادو شتون نه دی موندل شوی.
خو د دبۍ د پولیسو مرستیال ضاحي خلفان په ټویټر کې په خپله پاڼه لیکلي: «د ایرانۍ هندواڼو له رسوايۍ وروسته څرګنده شوه چې د دغه هیواد میوې د روغتیايي ناورین اصلي لامل جوړوي».
له بلې خوا د ایران خبري اژانس دغه موضوع له اندازې زیاته پړسول شوې ګڼلې او زیات کړې يې ده چې د دې پیښې هدف په خلیجي بازارونو کې د ایراني توکو مخنیوی کول دي.
همدا راز د ایران فارس خبري اژانس لیکلي چې د سعودي په مشرۍ د یمني حوثیانو پر ضد نظامي ایتلاف د حوثیانو پر ضد مبارزه کې پاتې راغلی نو ځکه له ډیرې غوصې دا ځل په ایرانۍ هندواڼو بریدونه کوي.
خو سعودي لیکوال (جاسر الجاسر) په الحیاة ورځپاڼه کې په دې اړه خپلې مقالې کې دغه ډول اندیښنې د سیمې د سیاسي وضعیت طبیعي زیږنده بولي، او څرګندوي چې د ایران سیاسي او عملي پالیسي د دې لامل ګرځیدلې چې زمونږ او ایران ترمینځ د باور او اعتماد ټولې پولې ونړیږي او ترمینځ مو د شک او بې باورۍ دیوالونه وغځیږي.