د مایکروسافټ نوي عینکې چې د انسان احساسات معلوموي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه ۱۳۹۴ل): که غواړئ خپل شاوخوا انسانانو له احساساتو ځان خبر کړی نو خفه کیږئ مه ځکه چې دغه کار هم د ټکنالوژي په مرسته ممکنه ده.

مایکروسافټ چې د ټکنالوژي په برخه کې یو پیژندل شوی نوم دی په داسې عینکو يي کار پیل کړی چې له اغوستو سره يي انسان کولی شي خپل د شاوخوا خلکو احساسات معلوم کړي.

په امریکا کې د پیټنټ اینډ ټریډ مارک دفتر راپور پر بنسټ مایکروسافټ کمپنۍ د داسې عینکو په جوړولو بوخت دی چې په مرسته يي د نورو انسانانو احساسات معلومیدی شي.

ټکنالوژي د نړۍ دغه شاهکار یو شفاف ډسپلې او سینسر لري چې ټاکل شوي فاصلې کې د داخلیدونکي کسانو احساسات د هغوي د سترګو او اواز په مرسته معلومولی شي.

دغه سیسټم کې شته مایک، کامره او نور حساس سینسرونه کولی شي د انسان د څیرې، حرکتونه، د خبرې کولو طریقه او د چاپیریال تغیرات لکه د حرارت درجه مطالعه کړي.

د مایکروسافټ کمپنۍ دغه نوي عینکې د انسان د بدن مختلفې برخې او حرکتونه مطالعه کوي او د لاسته راغلي معلوماتو پر بنسټ کاروونکو ته د شاوخوا انسانانو د احساساتو په اړه معلومات وړاندې کوي.

مایکروسافټ کمپنۍ تر دې مهاله د خپل دغه تولید په اړه څه نه دي ویلي. د دغو عینکو د وړاندې کولو نیټه، بیه او نورې ځانګړتیاوې له رسنیو سره نه دي شریکې شوي.

هیره دې نه وي چې د ګوګل عینکو څخه وروسته مایکروسافټ کمپنۍ هم هڅه کوله چې یوه غوره او پیاوړی ټکنالوژي وړاندې کولو سره ګوګل کمپنۍ سره دغه برخه کې رقابت وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د