دنيا دار كه مستغني په سيم وزر دي
شعر
دنيا دار كه مستغني په سيم وزر دي
هنرمندو سره ګنج دخپل هنردي
بيهوده به زورور وځان ته وايي
د دنيا سړي كه هر څو زورور دي
هسي مه وايه چي زه يم په جهان كي
پيدا كړي خداي د سر له پاسه سر دي
ځيني ځيني يي وليان پيغمبران كړل
نه چي هر سړي ولي او پيغمبر دي
كه د عمر و رفتن ته څوك نظر كړي
دابه وايي چي افتاب د ماځيګر دي
چي يي سر په ځمكه اښي وي ويار ته
په اسمان باندي ختلي لكه لمردي
درياخرقه خداي مه كړه ورپه غاړه
رحمان كوژدستار تړلي قلندر دي
(رحمان بابا)