سیدنا حضرت ابو بکر صدیق رضی الله تعا لی عنه _ څلورمه برخه

احمد الله عاطفی
د آلله جله جلا له په حکم ، دالله رسول (حضرت محمد صلی الله علیه وسلم )دبعثت په څلورم کال ددعوت او بلنی هڅی ډاګیزه او ګړندی کړی، مشرکینو ونشوايې زغملی چې ددوی په وړاندي دبتانو خلا ف دیو الله عبادت او بند ګی په لو رخلک وبللی شی، له همدی ځایه مشرکینو پر مسلمانانو دتعذ یب او زورونی هر اړ خیزی لړی پیل کړی او ددښمنی نوی پړاوو څرګند شو، چې تقریبا دالړی په پر له پسی توګه تر نهو کلو نو روانه وه او مسلمانانو هرډول ظلم اوتیری دعبادت په نیت وزغمل ،خو هر څومره چې دظلم ،تعذیب او زورونی لړی تندیدلی په هماغه پر تله دمسلمانانو ایمانونه قوی کیدل او شمیر يې زیا تیده!! ، په دی ټوله موده کی حضرت سیدنا صدیق اکبر (رض)دیوی شیبی لپاره هم درسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرتیا نه ده پریخی، په ورین تندی يې داسلام او پیغمبر په خاطر هر ډول ستونځی او تکالیف وزغمل، ددعوت او بلنی یوه مو قع يې هم له لاسه نده ورکړی ، لکه پتنګ به درسول اکرم صلی الله علیه وسلم په ګرد ګرځیده را ګرځیده!!

سیدنا صدیق اکبر (رض) چې کله په اسلام مشرف شو د(۴۰۰۰۰) څلویښت زرو څخه دزیاتی او نقدی پانګی څښتن و (چې د اوس دور ملیونر بللی شی) یوا ځی لدې پانګی څخه يې(۵۰۰۰) درهمه خپل لګښت او ورته چا رو ته وساتلی نور ټو له پانګه يې د دعوت او بلنی په لیار کی وقف کړه چې دمسلما نانو دګټو او هغو بی وزلو ،چې دمشرکینودبیحده ظلم او سلطی لاندی يې دغلا می ورځی او دتعذیب شپی تیرولی ،په خلا صون ولګولی!

دعوت اوبلنی په بر خه کی دحضرت صد یق اکبر (رض) اغیزمن رول دمکی مشرکین زیات خفه او قهرولی وو،دده په دعوت چي کومو سترو صحابه وو ایمان راوړی وو په هغو کی دده دکورنی مخور شخصیت حضرت طلحه هم شامل و،مشرکینو دواړه ونیول ،په رسیو يې کلک وتړل د مرګ تر پولی یې ووهل خو دوي په خپل ایمان ټینګ ولاړ وو اوله مقاومت څخه يې لاس وانخست!

په اولنی دریو کلو نو کی په اسلام مشرف شوی داسی شخصیتونه هم وو چې دمکی د مشرکینو غلامان وو دغوغلامانو داسلام راوړلو په هکله يې با داران خبر شوی وو،په دی مظلو مانو دظلم ، تعذیب او زورونی داسی لړی پیل شوی وی چې انسانیت پری شرمیده ، کله چې ابو بکر صد یق (رض) ته پر دوی دسختو تیریو خبر رسیده او ددوی بکنونکی حالت ورته معلو میده په خپلی شخصې پانګی به يې اخستل او ازادول يې!!

د آبو بکر پلار ( ابو قحافه) چې تر دی د مه په اسلام مشرف شوی نه و،خپل زوی په داسی حال کی وینی چې زیاته پانګه لګوی ،دده په زعم هغه هم په هغو خلکو چې دهیڅ کار جوګه کیدی نه شی، ده خپل زوی ته وویل : وینم دی چې بی دریغه پانګه لګو ی هغه هم په ناتوانو او کمزورو خلکو،که ازادوی؟ داسی قوی خلک ازاد کړه چې په راتلونکی وخت کی دی په کار شی؟! سید نا صدیق اکبر په ډیرآدب ځواب ورکړ: دامظلو مان یواځی دالله جله جلا له رضا په خاطر ازادوم نه د دنیاوی ګټو په خاطر ،امید لرم چې بدله يې هم الله جله جلا له راکړی!! پلار يې نور څه ونه ویل او دزوی څر ګندونی ورته پر ځای او ښی وبریښیدی۰
د کفارو ظلم اوتیری چې له حد او توانه ووت، رسول صلی الله علیه وسلم، مسلمانانو ته دحبشی په لور دهجرت لار ښو ونه وکړه او یوشمیر مسلمانانو دهجرت لار ونیوله چې وروسته حضرت آبو بکر صدیق (رض)هم مجبور شو خپل تاټو بی پریږ دی او دهجرت په سفر روان شو ،چې دلاری په اوږدو کي يې دقاره قبیلی سردار ربیعه بن رفیع سره مخ شو ، ربیعه له آبو بکر (رض) سره له پخوا دوستانه اړیکی درلودی او زیات پری ګران و په همدی خاطر يې په بشپړ ضمانت او زیات سپارښت بیرته مکی ته ستون کړ او په مکه کی ځان دده د ساتونکی په حیث اعلان کړ۰

د ځینو روایاتوپه بنا دبعثت په دولسم کال داسرا او معراج واقعه پیښه شوه، ددی مبارکی پیښی په سها ر دالله رسول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دمکی مشرکین له واقعی خبر کړل،ابوجهل او نورو مشرکینو دالله درسول په څر ګندونو ټوکی او ناوړه تبلیغات پیل کړل ،مشرکینو له ډیری خوشحالی داخبر هر لورته خوره کړه تر څو ایمان راوړونکی پو ه شی چی څومر ه ستر درواغ او بی اساسه ادعا ده (!) ځکه په یو شپه بلکی دشپی په یو ه برخه کی داسما نونو سفر،لید نی اوکتنی څنګه ممکن کیدای شی؟؟

ابو جهل پخپله په بیړه آبو بکر (رض) ته ورغی د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څر ګند ونی يې ورته په مخ کیښودی او وویل:ستا صاحب څرنګه خبری ۰۰۰ کوی؟

سیدنا صدیق اکبر(رض)وویل: که په رښتیا دا څر ګند ونی دهغه (صلی الله علیه وسلم ) وی په قبلو لو کی ذ ره قدری شک نه لرم ، دهغه مبارک له مبارکی خولی له رښتیا پرته بله خبر ه نه را ووځی!!

حضرت آبو بکر صد یق (رض) پرته له ځنډه د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په خد مت کی حاضر شو، عرض يې وکړ: ای دالله رسوله ! تاسی دمعراج او اسرا په هکله همداسی ۰۰۰ فر مایلي؟ دالله رسول (صلی الله علیه وسلم ) وفر مایل: هو! ،سیدنا صدیق اکبر (رض) وویل : زه په دی خبری بشپړ ایمان راوړم او تصدیق کوم چې تاسی ریښتینی یاست!! ،سیدنا آبو بکر ته د صد یق خطاب په همدی خاطر ورکړل شو چې په دی حسا سو او نازکو شیبو کی يې دالله د رسول صلی الله علیه وسلم داسرا سفر په هکله ټول جزیات او وینا په بشپړه توګه تصد یق کړه!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د