بیلا بیلدیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت – نهمه برخه

م . محمد نعیم
له خاورې او ځمکې نه دفاع:

دا تر یو ځایه لږ ستونزمه موضوع ده، ددې لپاره چې ښه روښانه شي دسریزې په توګه دوه ټکي د پام وړ دي، یو دا چې که یو څوک له خپلې شخصي ځمکې نه دفاع کوي، او په دې لاره کې وژل کېږي، پرته له شکه چې شهید دی، دا ټکی له پورتینو احادیثو نه په خورا رسا توګه جوتېږي؛ ځکه شخصي ځمکه د یو کس ثابت مادي حق دی، چې ګټه او تاوان یې دواړه ده ته رسي، ځمکه کرل کېږي، کور او دوکان پکې جوړېږي، په اجاره ور کول کېږي، خرڅېږي، خو بل لوري ته سیل پرې راځي چې بیا خرابېږي، یا که سیند ته لنډه وي، سیند ورته را خېژي، او ورانوي یې. او د څښتن له مرګ نه وروسته یې د وارثانو حق ګڼل کېږي، او هغوی ګټه ترې اخلي.

دې ټکو ته په کتو سره شخصي ځمکه د هر کس شخصي حق دی، او هر کس د خپل شخصي حق د ساتلو او ژغورلو حق لري، که تیری پرې کېږي، ددفاع حق لري. که په دې لاره کې وژل کېږي شهید دی.

ستونزه په دې کې ده چې نن ورځ لکه اسلامي امت چې له بده مرغه په فکري، مذهبي، او ګوندي برخو ویشل شوی، همدا ډول په جغرافیايي برخو هم ویشل شوی، بلکې جغرافیايي ویش د ټولو ستونزو اصل او بنسټ دی، د اسلام د مبارک دین له مخې ټول مسلمانان باید یو ملک او یو مشر ولري، کوم څه چې د اسلام په لومړنیو وختونو کې وو، هلته د مسلمانانو تر منځ جغرافیايي ویش نه و، او نه چا پېژانده، خو د وخت په تېرېدو سره کله چې مسلمانان د قرآن کریم او نبوي سنتو له نېغې لارې څنګ ته شول، د نورو ګڼو ستونزو تر څنګ له جغرافیايي ویش سره هم مخ شول، او دا ستونزه ورځ تر بلې لا پسې ژورېږي او پراخېږي.

حال دا چې کفري نړۍ له خپلو ګڼو توپیرونو سره سره په هڅه کې دي، چې یو له بل سره نېږدې شي، یو د بل تر منځ جغرافیايي توپیرونه لیرې کړي، چې ښه بېلګه یې اروپايي ټولنه ده، هلته د هېوادونو تر منځ د ویزې خبره نشته، سیکه یې یوه ده، همدا ډول په عربي نړۍ کې خلیجي هېوادونه یو له بل سره د تګ را تګ لپاره ویزې نه کاروي. خو متاسفانه چې دا یووالی او نېږدیوالی د عقېدې او فکر له مخې نه، بلکې د یوې ځانګړې جغرافیې، ګډو ګټو او قومیت له مخې دی.

په اسلام کې جغرافیايي اړخ یوازې له یو پلو نه د اعتبار وړ دی، هغه دا چې اسلام پکې حاکم شي، هره هغه ځمکه چې هلته د قرآن د پلي کېدو خبره وي، اسلام حکم کوي چې باید تر اسلامي قلمرو لاندې راوستل شي، خو که چېرې وي چې د اسلامي قانون د پلي کېدو خبره نه وي، بیا ځمکه، خاورې، دښتې، تیږې او غرونه کوم معنوي ارزښت نه لري، البته په اوس وخت کې په دې اړه یو څه غور او څېړنه په کار ده؛ ځکه چې په اوسمهال د مسلمانانو تر منځ جغرافیايي ویش اصل او اساس دی، نه دین، فکر، عقیده، کلتور او مذهب، او یو له بل سره یې چلن هم د همدې جغرافیايي ویش پر نبسټ دی، بل لوري ته ځمکه، هوا، اوبه، خاورې او تېږې ټول مادي ارزښت او بیه لري، بلکې تر ډېره جګړې هم د اقتصادي محور پر بنسټ پېښېږي.

اوس له یوې خوا د مسلمانانو خاوره او ځمکه ویشل شوې ده، دا سعودي عربستان دی، دا افغانستان دی، دا پاکستان دی، دا فلسطین دی، دا عراق، دا اردن، دا مصر او دا لنبان دی او…

او بل لوري ته په هېڅ اسلامي هېواد کې هم اسلامي قانون لکه څنګه چې د اسلام غوښتنه ده هسې نه دی پلی شوی، او نه پلی کېږي، د اسلامي هېوادونو نني واکمنان په نورو هېوادونو کې خو څه په خپلو هېوادونو او تر واک لاندې سیمو کې اسلامي قانون نشي پلی کولی او یا یې نه کوي، دا فکر خو یې بالکل په سر کې نه راځي چې کوم کفري ملک دې تر خپل واک لاندې راولي، د اسلام پلي کولو په خاطر یې خو نه نشي کولی چې نشي کولی، یا یې نه کوي، د اقتصادي او سیاسي ګټو لپاره یې هم نشي کولی. یوازې په خپلو کې سره اخته دي، د پولو پر سر جنجالونو کې یو بل سره وهي، د مجبوریت په داسې یو حالت کې اوس څه په کار دي؟

په دې کې شک نشته چې که یو هېواد په بل هېواد د خپلو اقتصادي یا سیاسي ګټو لپاره برید کوي، له مظلوم نه دفاع یې موخه نه وي، نو تېری کوونکی ګڼل کېږي، خو خبره ددې ده چې هغه بل هېواد باید څه وکړي؟ چې برید پرې کېږي، ور سره وجنګېږي؟ که جنګېږي په کوم نیت؟ که په دې نیت ور سره جنګېږي چې د دوی په خاوره او ځمکه یې تیری کړی، نو دا حدود او بریدونه خو اصلا په اسلام کې اعتبار نه لري، او بل دا چې دا خاوره او ځمکه د چا شخصي حق نه دی.

او که ځان ورته تسلیموي، او هېڅ نه ورته وايي، نو دا بل هېواد په کوم نیت او کوم اساس برید پرې کوي؟ د اسلام او قرآن خبره خو اصلا نشته، خبره د ګټو ده.

او ګټې هم د یو څو لوړ پوړو جیب ته لوېږي، وینې او سرونه د عامو، بې وسه او ناتوانه خلکو پکې ځي، خو ګټې یې د چارواکو او واکمنانو په ګېډو او جیبونو کې لوېږي. بې وزلو او عامو خلکو ته چې د خاورې او ملک په نامه د جګړې انګېزي ور کوي، هغوی ته یوه سلنه ګټه هم نه ور کوي.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx