لغمان: د ولايتي شورا وکیلانو تر منځ په نښته کې درې تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): نن د لغمان په مرکز مهترلام کې د دې ولایت د ولايتي شورا د وکیلانو ترمنځ په جګړه کې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د پېښې عيني شاهدان وايي چې ډزې د لغمان د ولايتي شورا د مرستیال انجنیر اجمل وفا او د ولایتي شورا د بل وکيل يوسف ملنګزي تر منځ شوې دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم مني چې په مرکز مهترلام کې په ډزو کې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي، خو د نورو جزيياتو اړوند يې څه نه دي ويلي.

د لغمان د مرکزي روغتون مسوولین وايي چې د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه نه ده روښانه شوې، چې د ولايتي شورا د دې دوو وکیلانو تر منځ په کومه موضوع جګړه شوې ده، خو د سیمې د اوسېدونکو په قول د ولایتي شورا د مرستيال او یوسف ملنګزي تر منځ تردې وړاندې هم ناندرۍ رامنځته شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د