
د طالبانو د امیر ملا محمد عمر مشر زوی له دیني علومو فارغ شو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو ته یوې نږدې باوري سرچینې نن ټکی اسیا ته ویلي چې د ملا محمد عمر مجاهد مشر زوی «مولوي محمد یعقوب» له شرعي علومو څخه د فراغت سند تر لاسه کړی.
دغه سرچینه چې مخکې يې هم نن ټکی اسیا ته د طالبانو اړوند راپورونه ورکړي، د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې مولوي محمد یعقوب د افغانستان په مختلفو دیني مدارسو کې له ګڼو علماوو څخه درسونه ویلي او په روان ۲۰۱۵ کال کې يې د دیني علومو د حدیثو لویه دوره د هیواد د یو نامتو عالم په درسګاه کې بشپړه کړه.
سرچینه د امنیتي دلایلو پر بنیاد د مولوي محمد یعقوب د ځای او دا چې نوموړي چیرې او له کوم عالم څخه درسونه ویلي، په اړه له څرګندونو ډډه کوي خو زیاتوي چې د افغانستان د یو وتلي دیني عالم له مدرسې څخه یې د فراغت سند ترلاسه کړی او د هغه په لاس یې د فراغت پګړۍ وتړله.
همدا راز دغې سرچینې دا نه ده روښانه کړې چې ایا مولوي محمد یعقوب اوس له خپل پلار سره په اړیکه کې دی او که نه.
مولوي محمد یعقوب د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مجاهد مشر زوی دی، او په افغانستان کې د طالبانو د مشرانو او نظامي قومندانانو په مینځ کې پیژندل شوی شخص دی.
ملا محمد عمر مجاهد د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته نه دی را څرګند شوی او نه یې د ځای ځایګي په اړه معلومات شته، خو خپلو ملاتړو ته یې تر اوسه ګوتشمیر ځله د غږیزو پیغامونو له لارې هدایات خپاره شوي، او همدارنګه د هر اختر په مناسبت په لیکلي بڼه د مبارکۍ پیغامونه خپروي، چې د هیواد د روان او راتلونکي وضعیت په اړه مهم ټکي په کې را نغښتل شوي وي.
څه موده وړاندې طالبانو په خپلې رسمي ویب پاڼه د ملا محمد عمر مجاهد ژوند لیک او د هغه د ورځنیو مشغولتیاوو په اړه لیکنه نشر کړې وه. طالبانو ویلي وه چې مشر یې د یرغلګرو په خلاف د جهادي چارو مراقبت په ډیرجدیت سره کوي او د جهادي او پوځي امورو د ترتیب او سمبالښت په غرض په معینه طریقه جهادي قومندانانو ته اوامر او توجیهات صادروي.
د ملا محمد عمر مجاهد په اړه ویل کیږي چې تر لسو زیات زامن لري، چې ټول یې د دیني علومو په زده کړو بوخت دي.
ګران مولوي محمد یعقوب او دهغه محترم پلار امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه اودهغوی ټولي کورنۍ اوملګروته دزړه له کومي مبارکي وایو الله تعالی دي په علم اوعمل کې برکت واچوي اوالله تعالی دي ګران مولوي محمدیعقوب ته دخپل پلار په شان همت غیرت ورنصیب کړي اوالله تعالی دي دپلار په شان دټولي نړۍ دمسلمانانو دسترګو یخني او دزړه ټکور کړي ، الله تعالی دي په علم اوعمل کې برکت واچوي ، آمین ، الله تعالی دي یې هغه پاتي نور زامن هم تکړه اوجید عالمان کړي ، آمین ثم آمین
ګران مولوي صاحب محمد یعقوب او دهغه محترم پلار امیرالمؤمنین حفظه الله اودهغوی ټولي کورنۍ اوملګروته دزړه له کومي مبارکي وایو
مولوي صيب ته دپګړۍ تړلو مبارکي وايم او الله تعالی دې هغه دخپل پلار په قدم او لاره برابر کړي چې ټول مسلمانان وياړ پرې وکړي !
زه هم د خپل ګران امیر المؤمنین ملاصیب د مشر زوی د دستاربندۍ په مناسبت د نوموړي کورنۍ او ټول افغان ولس ته مبارکي وایم،
الله دې وکړې چې مولوی محمد یقوب هم د خپل پلار په څېر ستر مجاهد او ذ اسلام ستر خدمتګار جوړ شي.
دیعقوب مولانا په اړه باید دومره ووایو چي الله دی د دین کارځېني واخلي خو داخبره مېډیاته ورکول بیانورې معني لري اوسني مطبوعاتي وګړی یواځی نوې کار پسي ځغلي خوپه خپله ګټه اوزیان یې نه پوهیږي یابه دابه خبره ډیره پټه وې اویابه له سره لوڅه …؟ خو اولسونه ته باید دشک پیدکولو لارې پیدا نه کړل شي کیدای سي دکمې تنخوا په بدل کې خلک ډیر زیان پیښ کړی خو عقل او حکمت ته ډیرضرورت شته .
زما په دې لیکنه به یوڅه محدود کسان پوهیږي…؟
ماشالله ډیر اعلی مبارک دی وی ورته او الله(ج) دی د الله په دین ثابت قدمه وساتی
الله جل جلاله دی د ملاصيب ذریه د دوی په نقش قدم برابر لري، امین
ددي فراغت رسنيز کولو ته د کروخيل صيب د نظر په تایید هیس ضرورت نه وو ز که چی د تاند او شیطان زامن به دیر تاويلات زنی وکوي.
الف الف مبروک ..
تقبل الله جل سعیه في مجال حصول العلم الشرعي الاسلامي ..
نسأل الله له الثبات او ان یجعله قدوة للمسلمین من امة سیدنا محمد صلی الله علیه وعلی آله وسلم
ښه ما ویل چی نو زامن به یی له سره نه وي ځکه چي د ملاصاحب په خپاره شوي ژوندلیک کی یې د زامنو هیڅ یادونه نه وه شوې اوس پوه شوم چی ملاصاحب غټان زامن لری چی مشر یی د حدیثو دوره هم وکړه
الحمد لله زه ورته د نن.اسیا له لاري د زړه له تله مبارکی وایم خدای دی ورته د هیواد د ازادولو او خدمت کولو ښه توفیق ورکړي
ټول مسلمه امت ته دی مبارک شي اودټول زوریدلي امت له خوادوی اوددوی درنې کورنۍ ته ډیرډیرمبارک شه
ګران مولوي محمد یعقوب او دهغه محترم پلار امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه اودهغوی ټولي کورنۍ اوملګروته دزړه له کومي مبارکي وایو الله تعالی دي په علم اوعمل کې برکت واچوي اوالله تعالی دي ګران مولوي محمدیعقوب ته دخپل پلار په شان همت غیرت ورنصیب کړي اوالله تعالی دي دپلار په شان دټولي نړۍ دمسلمانانو دسترګو یخني او دزړه ټکور کړي ، الله تعالی دي په علم اوعمل کې برکت واچوي ، آمین ، الله تعالی دي یې هغه پاتي نور زامن هم تکړه اوجید عالمان کړي ، آمین ثم آمین
سمه ده مننه
#############
ملا محمد عمر هم د نورو جهادي مشرانو په شان خپل زامن د زده کړې لپاره وقف کړي تر څو په افغانستان کې د قدرت د خلا؟؟؟ په صورت کې یوه ښه موقف ته ورسیږي. داچې مري پروایې نشته ځکه پردي زامن دي.
ټولی کورنی ته یی مبارکی وایم
ټولو مسلمانانو ته او خصوصا د نوموړي کورنۍ ته یې ډېره ډېره مبارکي وایم ، الله د یې د دین رښتیونی خادم کړي او د دښمنانو د سترګو خار دې شي ، ژوندی د وي د افغانستان د اسلامي امارت رهبر ملا محمد عمر مجاهد.