نړۍ

جيمي کارټر: د فلسطين خپلواکي له سوله ييزې لارې ناشوني دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا پخواني ولسمشر جيمي کارټر ويلي، چې د فلسطينيانو او اسراييلو تر منځ د سولې ارمان اوبو وړی او هېڅ امکان نه لري.

جيمي کارټر د فلسطين پلازمېنې رام الله ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې وويل، چې د فلسطين او اسراييلو تر منځ د سولې خبرې اترې مړې شوي؛ ځکه چې د اسراييلو صدر اعظم بنيامين نيتنياهو د فلسطيني ازاد دولت د منلو لپاره تيار نه دی.

کارټر د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې دفاينانشل ټايمز او ګڼو نورو رسنيو استازو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې القدس او رام الله کې د متحده ايالتونو نفوذ د نشت برابر دی او له اروپايي هېوادونو يې جدي غوښتنه وکړه، چې د فلسطيني قضيې په اړه جدي رول ادا کړي او د فلسطيني قضيې په اړه بايد فلسطيني چارواکو ته مهم رول ور کړای شي.

راپورونه وايي، چې جيمي کارټر د «د نړۍ د پوهه مشرانو» ډلې په مرسته فلسطين ته تللی دی.
«د نړۍ د پوهه مشرانو» ډله د سويلي افريقا پخواني ولسمشر نيلسن منډيلا له خوا جوړه شوې او نړۍ ګڼو مشرانو، پوهانو او پروفيسرانو يې غړيتوب اخيستی دی.

جيمي کارټر تېر کال پر غزه د اسراييلي ښکېلاک له بريدونو وروسته پر اسراييلو سختې نيوکې پيل کړي، اسراييل د فلسطين اشغالګر بولي او وايي، چې د اسراييلو د بريدونو او تېريو لپاره هېڅ جواز نه شته.

دا لومړی ځل نه دی، چې د امريکا دغه پخوانی امريکايي ولسمشر پر اسراييلو او امريکايي چارواکو نيوکې کوي او د فلسطيني قضيې په اړه اسراييل ملامت او د سولې دښمنان بولي.

جيمي کارټر په خپلو يادښتونو کې ۱۹۷۳م کال کې اسراييلو ته د خپل سفر په اړه ليکلي، چې هغه مهال نوموړی د جورجيا ايالت والي و او واشنګټن کې د اسراييلو سفير اسحاق رابين په بلنه اسراييلو ته ولاړ.

هغه مهال دا خبره يقيني وه، چې جيمي کارټر د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ديموکرات ګوند غښتلی نوماند دی.

اسراييلو ته د نوموړي سفر د ولسمشرۍ د شفاهي امتحان په معنا و، چې اسراييلو له ده اخيسته. کارټر د فلسطينيانو له ستونزو او کړاوونو خبر و، چې اسراييلي ښکېلاک له خپلو کورونو او پټيو شړلي و او د کارټر په وينا فلسطينيان د هغو سرو هندوانو په څېر و، چې د امريکا له ګڼو سيمو په زوره شړل شوي وو، مګر کله چې کارټر له اسراييلو را وګرځيده، نو په خپلو خبرو کې يې وويل، چې اسراييل د سيمې يو قوي دولت دی او د ګردې سيمې لپاره د عدل او ورورګلوۍ هوډ لري او اسراييل بايد له يهودي تعليماتو سره سم خپل «يهودي دولت» جوړ کړي.

هغه مهال کارټر په خپل امتحان کې بريالی شو او ډېر ژر سپينې ماڼۍ ته ورسيد، مګر کله چې کارټر ولسمشر شو، په دې خبره يې سر خلاص شو، چې اسراييل سيمه کې امنيت نه غواړي او دا يې هم نه شو کولای، چې پر اسراييلو د کام ډيويډ تړون ومني.

کارټر په خپلو يادښتونو کې ليکلي، چې دا ډېره ستونزمنه، بلکې ناشونې ده، چې عربي هېوادونه او امريکا پر اسراييلو هغه څه ومني، چې د اسراييلو خوښ نه وي، په ځانګړې توګه د القدس ختيځ، لويديزه تراډه، د فلسطينيانو بشري حقونه او هغه عربي سيمې، چې اسراييلو اشغال کړي دي.

د کارټر د څرګندونو له مخې د امريکا ولسمشران او نور نړيوال، چې اسراييلو سره د سولې او روغې جوړې د وهم په لټه کې دي، ولې ځمکني حقايق نه ګوري؟

« American Israel Public Affairs Committee » ‘اپيک’ د امريکا او اسراييلو د عامه اړيکو ګډې کميټې ته د کارټر دا وينا، که اسراييل په خپل سياست کې مثبت بدلون راولي، نو فلسطين سره يې سوله شونې ده، يو ستره تېروتنه وه او اوس هم ګڼ عربي او نړيوال هېوادونه په دې تمه دي، چې د دومره ستونزو او اسراييلي ناغېړيو سربېره هم اسراييلو سره سوله شونې ده.

له همدې امله دغه پخوانی امريکايي ولسمشر د يهوديت په دښمنۍ تورن شوی، بلکې بد تور لا دا پرې لګيدلی، چې دی د نازيانو پلوی او خواخوږی دی.

د کارټر څرګندونې د ځينو اسراييلو سوله خوښو له څرګندونو ډېر کمزورې دي، مګر بيا هم دی د يهوديت په دښمنۍ تورن شوی دی.

د سولې اسراييلي فعال يوسي ساريد په خپله يوه مقاله کې وايي، چې د اسراييلو او فلسطينيانو اوسنۍ اړيکې د يو توکميز چلند له مخې روانې دي او خلک بايد حقيقت پټ نه کړي، بلکې حقيقت څرګند کړي.

د اسراييلو پخواني لومړي وزير ايهود اولمرټ هم په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې که حالات همداسې روان وي، نو په راتلونکي وخت کې به د يهودانو دا ديموکرات نظام ويجاړ شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x