نادري ناولده

غوښه خوړونكي بوټي او وني . . . . . . . . . . .

carniv1دا خو به تاسو ته هم عجبيه ښكاره سي چي بوټى، ونه او غوښه خوړونكى……….!

خو دا بلكل رښتيا ده چي ځيني وني او بوټي الله تعالى داسي پيدا كړي دي چي هغه غوښه خوري، كله چي حشره يا الوتونكى باندي كېني نو وې خوري، دا ډول بوټي يوازي په هغه ځمكه كي پيدا كېږي په كومه كي چي معدني نمكيات او د نايټروجن كمى وي، بوټى د خپل ضرورت د پوره كولو لپاره حشره خوري، ځكه چي هغوى د ودي لپاره مالګي او نايټروجن ته ډېر ضرورت لري.

مشهور ساينس پوه چارلس ډاروين همدا ډول بوټو زورولى و، د هغه د دې بوټو په اړه ژوري مطالعې او تجربې دا ثابته كړه چي د دې بوټو د ښكار طريقه هغسي ده لكه څنګه چي يو ښكاري د ښكار وي،كله چي يې كومه حشره خوا ته راسي د هغه په پاڼو كېني د سترګو په رپ كي ټينګه په كي بنده سي چي ترې وتل يې بيا ناممكنه ده، بيا دا بوټى حشره د خپلي خوښي سر سم شوروا كړي وروسته يې سوكه سوكه جذب كوي.carnivorous plants

 غوښه خوړونكى بوټى يا pitcher plant  د پاڼو جوړښت په بېلا بيلو ډولونو دى، دا بوټى د بوري غوندي خواږه بوى په مرسته حشره خپلي خواته مائل كوي، كله چي كومه حشره په هغه باندي كېني په خپلو منګولو كي يې ټينګه ونيسي، په هماغه ګلدان كي يې مړه كړي
د دې بوټى يو ډول پاڼې لكه لپه داسي جوړي دي، خلاصي وي خو چي كله كوم شي باندي كېني بندي سي او هغه په كي ووژني.

د  sundew پاڼي له وېښتانو ډكي او د سريښو غوندي څاڅكو له امله برېښي، كله چي كومه حشره په هغه كېني نو هغه ټينګ پسي ونښلي، له دې نه وروسته چي حشره څومره پښې و كوڅر خوځوي همدومره له بوټي سره كلك نښي، آخر پاڼه هغه په خپله غېږ كي ونيسي د مايع په ډول يې بدل كړي، وې څښي.Sundew Drosera filiformis by Beatriz Moisset

همدا راز سړي خورونكي وني هم سته، كله چي كوم انسان يا ځناور ور نزدې سي په خپلو ښاخونو كي يې ټينګ ونيسي او مړ يې كړي، دا ډول وني چي په كومو هيوادونو كي په ځنګلونو كي وي په هغه باندي پوځيان ولاړ وي څوك نه ورپرېږدي.

دا بوټى په ډېرو هيوادونو كي پيدا كېږي، خو داسي هم ويل كېږي چي په جنوبي امريكه كي د زيات اورښت په سيمو كي محدود دي او داسي هم ويل كېږي چي دا يوازي په لويديځ اسټراليا كي په يوه ځاى كي شنه كېږي، خو كېداى سي چي دا په ډېرو هغو هيوادونو كي وي چي ډېر ځنګلونه لري.Dionaea muscipula-DW-WMD-1

د دې بوټو په اړه لومړى كتاب چارلس ډاروين په 1875 د زياتو څېړنو وروسته ليكلى و، چي حشره خوړونكي بوټي(insectivorous Plants) نومېدى، دا بوټي په سلګونه ډولونو كي موندل كيږي او په بېلا بېلو نومونو بلل كېږي لكه پيچر بوټي(pitcher plants)، سن ډېو(sundew) او داسي نور ……………

بايد ووايم چي په دې اړه مي يو وخت د هالي ووډ دوه فلمونه كتلي و، چي يو يې د مشهورو فلمانو د لړۍ ممي د ستوري برېنډن فرېزر (journey to the center of the earth) د ځمكي منځ ته سفر نومېږي، تاسو په دې فلم كي دا بوټى ليداى سي چي په دوى باندي حمله كوي، چي په كي غټي غټي پاڼي دي چي سړى كلك ونيسي او د ځان خوا ته يې كشوي.

يو بل فلم چي  نوم يې رانه هېر دى،  د يوې وني ښاخونه په سړي راوپيچل سي او ځان ته يې كش كړي وې وژني.

په يوټيوب كي د pitcher plant  په ليكلو تاسي د دې بوټى ژوندى مثال ليدلاى سي.

د پوهانو په خبره په نړۍ كي لا اوس هم داسي ډېر څه سته چي انسان ترې ناخبره دى، داسي هم ويل كېږي چي اوس لا هم داسي جزېرې سته چي تر اوسه نه دي كشف سوې.

 

محيب رحمتي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x