fbpx

ډيموکراسي؛ یعنې کفر – لومړۍ برخه

اسحاق اختر
ډیموکراسي په خپل تعریف کې کفر ده:
ډیموکراسي ته په نننۍ زمانه کې زیات اهمیت ورکول سوی دی   د غرب په نزد د هرڅه پرېښوول د تحمل وړ دي، خو د ډیموکراسۍ پرېښوول په هیڅ صورت هم ممکن نه ده. هر څوک که غواړي چې غرب ته ځان نژدې کړي، نو لومړی باید پر ډیموکراسي باندي ایمان راوړي او د غرب تر ټولو لوی دښمن په ننني عصر کې هغه څوک دی   چې د دوی له دې عقیدې سره مخالفت کوی. نو ځکه مو دا لازمه وګڼله تر څو د اسلام له نظره د ډیموکراسۍ هر اړخیزه پېژندنه وکړو، تر څو پوه سو چې د اسلام حکم د داسې   نظامونو په هکله څه دئ.

محمد تقي عثماني صاحب په خپل کتاب “اسلام او سیاسي اندونه” کې د ډیموکراسۍ لغوي معنی داسې   راپېژني: ډیموکراسي یوناني کلمه ده چې د “ډیمو” (ولس) او “کراسی” (واکمني) څخه جوړه ده. یعني ولس واکي یا واکمني.

او په اصطلاحي معنی سره ډیموکراسي داسې   تعریف سوې ده: “دخلکو حکومت دخلکو لخوا پر خلکو باندي” چې د ډیموکراسۍ په دې تعریف کې د درو شیانو یادونه سوې ده:

اول – د “خلکو حکومت” یعني حکومت، واک او قدرت به د خلکو وي.

دوهم – د “خلکو له خوا” یعني فیصلې او قوانین به د خلکو په خوښه او رایه سره وي.

درېیم – “پر خلګو باندي” یعني دا واک او فیصلې به پر خلکو باندي عملي کیږي.

د ډیموکراسۍ ظاهري بڼه ډېره خوشحالونکې او په زړه پوري معلوميږي، خو که متوجه سو ډیموکراسي له خپل تعریف څخه لا کفر ده، زه غواړم چې ددې تعریف هر بند په جلا جلا توګه وڅېړم.

اول بند ئې “دخلکو حکومت” دئ. که وګورو دابلکل د اسلام له مبارک نظام سره په ټکر کې ده ځکه الله تعالی په دې اړه داسې   فرمایی : إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ… (67) یوسف ژباړه : په تحقیق سره حکم (حکومت) یوازي الله تعالی لره دئ.

په دې آیت کریمه کې الله تعالی فرمايي چې حکومت او آوامر زما دي. یعني دا واک او قدرت زما دی  چې کوم شی حلال ګرځوم او کوم حرام ، کوم به جایز وی او کوم به ناجایز وی… خو پر انسان یوازي دا لازمه ده چې مطلق د خپل خالق پیروي وکړي او بس.

همدارنګه د کومو انساني چارو د تنظیم مسؤلیت چې یو چا ته ور په غاړه کیږي، نو دی مکلف دی  چې هغه به د الهي اصولو په رڼا کې ترسره کوي چې په دې برخه کې دی (انسان) یوازي د الله تعالی استازی او خلیفه بلل کیږي، نه ټولواک او خپلواک. لکه څنګه چې الله تعالی په خپل کلام کې داسې   فرمايي : إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً… (30) البقرة ژباړه : ( الله تعالی ملائکو ته فرمايي) زه په مځکه کې خلیفه ګرځوم (انسان) .

همدارنګه الله تعالی خپل پیغمبر داؤد علیه السلام ته فرمايي : يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُمْ بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ (26) ص

ژباړه :ای داؤده (علیه السلام) ! موږ ته په مځکه کې خپل استازی او خلیفه ګرځولی يې نو ته د خلکو ترمنځ فیصلې په حق سره کوه او د خواهشاتو پیروي مه کوه چې بیا به دي د الله تعالی له لاري څخه بې لاري کړي په تحقیق سره هغه کسان چې د الله تعالی له لاري څخه بې لاري سوي دي د هغوی له پاره دردونکی عذاب دی  په هغه څه سره چې ده هېره کړه د حساب ورځ.

په دې آيت کریمه کې هم الله تعالی خپل پیغمبر ته فرمايي کومه پاچاهي او د خلکو پر سر باندي مشرتوب چې موږ تاته درکړی دی   په هغه کې ته یوازي زموږ له طرفه څخه خلیفه يې داسې   نه چې څه دي زړه غواړي هغه کولای سي، دا خو ثابته خبره ده چې مځکه او ټول کائینات دالله تعالی دي، نو انسان په هغه کې یوازي خلیفه (نماینده) دی   او په یو کار کې نماینده یوازي هغه کارونه کولای سي چې بادار يې ورته امر کوي، هیڅ کار هم په خپله خوښه باندي نه سي تر سره کولای. ځکه په کوم شي کې چې دی نماینده دی   که په هغه کې په خپل سر تصرف وکړي، نو طبيعي خبره ده چې بادار به ئې رټي او دخپلي نمایندګۍ څخه به ئې لیري کوي، نو همدارنګه الله تعالی هم کله چې انسان ئې پرخپله مځکه باندي د خپل ځان نماینده وګرځوی نو هغه ته ئې حکم وکړ، چې فیصلې او قانون به یوازي دالله تعالی عملي کوي لکه چې فرمايي: فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ …(59) النساء ژباړه: کله چې مو په یو شي کې سره منازعه (جنجال) سي نو هغه الله او رسول ته (دهغوی قانون) ته وړاندي کوئ که (په رشتیا) تاسي پر الله تعالی او اخرت باندي ایمان لرئ.

او کوم څوک چې دالله تعالی په قانون فیصلې نه کوي او یوازي د انسانانود لاس په جوړ سوي قانون فیصلې کوي نو الله تعالی ئې په هکله داسې   فرمايي: وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ (44) المائده ژباړه : او څوک چې په هغه څه باندي فیصلې نه کوي چې الله تعالی نازل کړي دي نو هغه کافران دي.

نونتیجه داسوه: چې ډیموکراسي وايي حکومت دخلګو دی   خو په اسلام کې الله تعالی فرمايي چې حکومت زما دی  او انسان یوازي په کښي نماینده دی  او نماینده یوازي دخپل خاوند د آوامرو دعملي کولو صلاحیت لري او بس، نو ځکه وایو چې ډیموکراسي په خپل تعریف کې لا کفر ده…نوربیا

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

اختر صاحب السلام علیکم ! ستاسی خبره سمه ، زه هم ورسره سل په سلو کی توافق لرم ، چه دیموکراسی د کفر بل ښکلی عصری نوم دی د دیموکراسی د رامنځته کولو یو دلیل دا هم وو ، چه اسلام نازل شو ، غیر مسلمان ځکه کافر ( حق پټونکی ) وبلل شو ، چه دوی بیعدالتی کوله او د نورو حقوق یی غصبول او پټول کله چه نړیوال د مسلمانانو رښتینولی او د غیر مسلمانو حق تلفی لیدله ، او په څنګ کی یی ورسره د غیر مسلمو وحشت ، بداخلاقی ، ظلم او استثمار احساسوو ډیر خلک… نور لوستل »