
عربي امارات له دغه هېواده ۶۰۰ افغان سوداګر وباسي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي۱۵مه ۱۳۹۴ل): متحده عربي امارتو ۶۰۰ افغان سوداګرو ته دوه اونۍ ضرب الاجل ټاکلی څو دغه هېواد پرېږدي او خپل تجارتونه بند کړي.
تر دې مهاله دا لا څرګنده نه ده چې عربي امارتو دغه پریکړه د کومو لاملونو پر بنسټ کړې ده.
د راپورنو له مخې عربي امارتو د ۶۰۰ هغو افغان سوداګرو ویزې او اقامې (کار جواز) هم فسخه کړي چې د کلونو راهیسې یې په دغه هېواد کې تجارت کاوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم نن /سه شنبه غويي۱۵مه/ منلې چې عربي امارتو د زیات شمېر افغان سوداګرو څخه غوښتي چې ددغه هېواده خپلې پانګې وباسي.
د بهرنیو چارو وزارت وياند شکیب مستغني ویلي چې د ستونزې د حل لپاره یې دغه خلیجي هېواد ته یو پلاوی لېږلی دی. «حکومت ددغې ستونزې څخه اګاه دی، یو لوړ پوړی پلاوی دغه هېواد ته لېږل شوی چې ستونزه ژر تر ژره حل کړي».
خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق چارواکي بیا ګډ حکومت د افغان پانګوالو په کم ملاتړ تورنوي. دوی وايي چې ګډ حکومت باید هېڅ یوه هېواد ته اجازه ورنه کړي چې په افغان پانګوال په زور له خپل هېواده وشړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د نړیوالو اړیکو رییس آزرخش حافظي د حکومته غوښتي چې ددغې ستونزې په اړه جدي اقدام وکړي ځکه هېڅوک ددې حق نه لري چې له کوم دلیل پرته څوک وشړي.
ویل کیږي چې په عربي امارتو کې شاوخوا ۱۱ زره افغان سوداګرو د ۲۰ میلیارده ډالرو په اندازه پانګونه کړې ده.
امارات هم اوس د پاکستان سیاست غوره کړ کی څه بلا؟ اوس به دا سوداګر د افغانستان د شرایطو ته په کتو سره څه کوی؟
اساسی دلیل دا دی چی دحکومت مشران د حوثیانو په مقابل جګړه کی د خلیج هیوادونو سره ونه دریدل /
بلی فکر کوم ستاسی دلیل پر ځای دی- خو هغه خلک چی هلته اوسیږی یا تجارت کوی هغوی په دنیا کی د هر جابر په مقابل کی د مبارزینو سره مرسته کړی او حتی کیدای شی د حوثیانو پر ضد په جګړه کی په غیر مستقیم ډول د هغو حکومتونه سره مرسته هم وکړی-
خو مشکل دادی چی اکثر اسلامی دولتونه اوس د یهودو او نصاراوو پّ لاس کی دی
کیدای شی د اماراتو دغه کار د هیواد په ګټه وی ځکه دغه سواداګر به اړ شی چې د امکان تر ګچې په افغانستان کې پانګونه وکړي. ۲۰ ملیارده ډالره ډیر شئ دی. دا به د افغانانو لپاره د کار فرصتونه برابر کړی او په هیواد کې به غریبي لږ کمه کړي.