ورزش

ای پي ایل: ممبۍ د ډیلي لوبډلې ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۵مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ ۳۹مه لوبه د ډيلي او ممبۍ لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې ډیلي د ممبۍ لوبډلې په وړاندې په پنځو ویکټو ماتې وخوړه.

ډیلي لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. ډيلي لوبډلې د یووراج سینګ غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۲ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د ډیلي لوبډلې لپاره یووراج سینګ تر ټولو غوره توپ وهوونکی ثابت شو. نوموړی په ۴۴ توپونو د ۷ څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۵۷ منډې جوړې کړې.

د ممبۍ لوبډلې لپاره ملینګا او هربجن تر ټولو غوره توپ اچوونکي ثابت شول. ملینګا خپل ۴ اورونو کې ۳۳ منډې او دوه ویکټې او هربجن سینګ خپل ۴ اورونو کې یوازې ۱۱ منډې او دوه ویکټې واخیستې.

د ممبۍ انډینز لوبډلې توپ وهنې پیل ښه نه و خو دغې لوبډلې د رایډو او شرما غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوی هدف په ۱۹.۳ اورونو کې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړ.

د ممبۍ لوبډلې لپاره شرما په ۳۷ توپونو د دوه څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۴۶ منډې جوړې کړې. رایډو په ۴۰ توپونو د څلور څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۹ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د ډيلي لوبډلې لپاره یو ځل بیا کولټر نیل غوره توپ اچوونکی ثابت شو. کولټر نیل خپل ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي په سوځولو بریالی شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx