fbpx

د ابو ایوب الانصاري کره

حامد افغان
د سیرت ایمان تازه کوونکې کیسه
د نبوي سیرت ټولې کیسې دلچسپي، له پندونو او عبرتونو ډکي، او ایمان تازه کوونکې وي، په ځانګړې توګه په دې کیسو چې د سیرت د ماهر له خوا دقیقه تبصره او د کیسې عِبَر او عِظات یا پندونه او وعظونه هم بیان شوي وي بیا دا کیسې د عامو خلکو له پاره ډېري ګټوري او خوندوري ګرځي، دلته د سیرت یوه خوږه کیسه او په هغې تبصره درته ډالۍ کوم.

ابوبکر بن ابي شیبة، ابن اسحاق او امام احمد بن حنبل رحمهم الله په مختلفو الفاظو او سره نږدې مفهوم له ابو ایوب الانصاري رضي الله عنه نه یو روایت راخیستی دی، ابو ایوب الانصاري رضي الله عنه د هغه مهال کیسه کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت په لومړیو شپو کې هغه د ده کره و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا بختور کوربه (ابو ایوب الانصاري رضي الله عنه) دا کیسه پخپله داسي راته کوي:

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې زما کره راغی د کور په لاندنۍ برخه کې یې واړول، زه او د ایوب مور (میرمن یې) د کور په بره برخه کې وو، نو ورته ومې ویل: ای د الله نبي! مور او پلار مې له تا قربان شه، دا زه د ځان له پاره ډېره بده بولم چې د کور په بره برخه کې یم او ته زما نه لاندي یې، ته د کور لوړي برخي ته پورته شه او زه به لاندي راښکته شم. رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل: ابو ایوبه! لاندي برخه زما او ما ته د راتلونکو خلکو له پاره اسانه ده.

ابو ایوب وایي: نو رسول الله لاندي او زه بر اوسیدلم، یوه ورځ زموږ د اوبو لوټه ماته شوه ما او ام ایوب ایله یوه بړستن لرله په هغه مو تویه شوې اوبه ژر ژر وچي کړې موږ ویل هسي نه لاندي وڅڅیږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم تکلیف کړي، زه هغه ته ډارنده ورښکته شوم، ډېري زارۍ مې ورته وکړې چې که ته د کور لوړي برخي ته شې، ویې منله او د کور لوړي برخي ته نقل شو.

ابو ایوب الانصاري رضي الله عنه وایي: موږ به ماخستن هغه ته ډوډۍ تیاره کړه او وروبه مو لیږله، د هغې ډوډۍ پاته شوني به یې چې پیرن راولیږل هغه به ما او د ایوب مور د تبرک له پاره خوړله، یوه ورځ مو په ډوډۍ کې پیاز او اوږه ورته کیښودله، هغه یې بیرته سالمه راولیږله او نه یې وه خوړلې، زه ووېریدلم او په بیړه ورغلم ورته ومې ویل: يارسول الله! زما مور او پلار له تا قربان شه ډوډۍ دي نه وه خوړلې؟! مخکي به چې تا له کومه ځایه خوړلې وه ما او ام ایوب به د برکت له پاره له هغه ځایه خوړله، ده راته وویل: ځکه مې ونه خوړله چې د پيازو او اوږي بوی و په کې زه مناجات کوم هغه زه نه خورم زه، او تاسو یې خوړلی شئ، ابوایوب وایي: هغه موږ وخوړله او له هغې ورځي وروسته مو بیا د ده په ډوډۍ کې پیاز او اوږه نه کیښودل.الاصابة لابن حجر: ۴۰۵/۱. سيرة ابن هشام: ۴۷۹/۱. ترتیب مسند الامام احمد: ۲۹۲/۲۰. د ” فقه السيرة النبویة ” په حواله.

په مدینه کې د انصارو په منځ کې د ابو ایوب د کور انتخاب د الله جل جلاله په امر شوی و، کنه هر انصاري د زړه له کومي غوښتل چې د الله د مبارک استازي رسول الله صلی الله علیه وسلم د کوربه توب نېکمرغي او سعادت یې نصیب شي، له کیسې نه په ټولیزه توګه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د صحابه کرامو زیاته مینه معلومولی شو، او د کیسې په اوږدو کې ځای په ځای د رسول الله د احترام، درنښت او تودې میني داستانونه نغښتي دي، او یو مهم ټکی دا دی چې له رسول الله سره په اړیکه لرونکو شیانو تبرک ترلاسه کولو خبره هم روښانه شوې ده او په دې اړه نور روایات هم شته.

د کیسې له مجموعي حالت نه یوه بل انځور را اخلو، د ابو ایوب له خبرو معلوميږي چې په کور کې یې د رسول الله په شتون ډېر خوشاله دی او د هغه د احترام او درنښت خبري په مینه بیانوي، آن د لوټې ماتیدلو او اوبو تویېدلو کیسه یې هم بیان کړې ده، د هغه مهال د مدیني کوچنی ښار او د هغه د اوسیدونکو حالت که انځور کړو حدس وهلی شو چې ټول اهل مدینه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شتون ډېر خوشاله وو او د ابو ایوب کره به د ده لیدلو ته راتلل، ځکه د کیسې په پیل کې رسول الله ابو ایوب ته وایي چې د کور لاندنۍ برخه زما او ماته د راتلونکو له پاره اسانه ده،

د دې خوشالي اندازه موږ هیڅکله نه شو کولی .. قرانکریم رسول الله د وخت مسلمانانو له پاره نعمت بللی دی، هغه جاهلي ټولنه د جاهلیت په ګڼ شمیر بدو خويونو او سپکو اخلاقو لړلې وه ترټولو سخته خبره دا وه چې هلته نظم، قانون او امنیت چا نه پیژندل، کور په کور، قبیله په قبیله بدۍ او دښمنۍ وې د هغوی د ژوند حالت قرانکریم په یوه جمله کې عجیب تعبیر کړی دی:تاسو د اور د کندي په غاړه ژوند کاوه، وکنتم علی شفا حفرة من النار. او د اور له دې کندي نجات ورکوونکی رسول الله و، ځکه دوی د هغه په برکت پخپلو کې د وروڼو په څیر وګرځیدل. فاصبحتم بنعمته اخوانا. نو طبعا هغوی خامخا خوشاله وو ځکه ښار ته یې د هدایت او سمي لاري لارښود ځلانده ستوری راښکته شوی و او د ابو ایوب کره و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د