افغانستان

جانان موسی زی: د قطر دفتر پرانیستلو لپاره د افغان حکومت موافقه ضروري ده

Janan mosazaiنن ټکی آسیا: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چي په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانیستلو تر مخه باید د قطر هیواد او افغانستان تر منځ خبری وشي، او د افغانستان د موافقې پرته باید طالبانو ته د دفتر پرانستلو اجازه ور نکړل شي.

دغه خبري نن د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی په کابل کې په یو مطبوعاتي کانفرانس کي وکړي.

هغه وویل چي دوی په قطر کې د روانو مذاکراتو په اړه بشپړ معلومات لري، خو په دې خبرو کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی،

او نه تر اوسه طالبانو ته کوم دفتر پرانیستل شوی دی.

جانان زیاته کړه چي لومړی باید د قطر او افغانستان تر منځ خبري وشي، او چي کله د افغانستان حکومت موافقه وکړي، نو طالبانو ته دفتر پرانیزي.

نومړي وویل چي په همدې موخه په نیژدې وخت کې د قطر څخه یو هیئت کابل ته را روان دی، او د افغانستان څخه به هم یو هیئت قطر ته ولاړ سي، تر څو د دفتر د پرانیستلو په اړه خبري وشي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د طالبانو سره د سولي په خبرو اترو کې د پاکستان رول خورا مهم وباله، او زیاته یې کړه چي هیله من دی چي دا ځل به پاکستان په دې برخه کې رښتینې همکاري وکړي.

نومړی ویلي چي د هر هغه اقدام هر کلی کوی چي په افغانستان کي د سولي په ټینګښت کی رول لوبولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x