fbpx
حنیف اتمر

حنيف اتمر: د تړون له برکته هره ورځ ۱۲ ميلیونه ډالره تر لاسه کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د ملي امنيت سلاکار او له واشنګټن سره د امنیتي تړون لاسلیکوونکی حنیف اتمر وايي چې په تړون کې لیکل شوې مادې تر اوسه پورې په «سمه» توګه پلي شوي دي.

نوموړی وايي چې د همدې تړون په برکت امريکا له افغان عسکرو سره هره ورځ ۱۲ميليونه ډالره مرسته کوي.

حنیف اتمر چې د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې خبرې کولې وويل چې نوموړی د امنیتي تړون په لاسلیک پښېمانه نه دی او په خبره يې د ګډ حکومت له پیله تر اوسه دا تړون په «ښه» توګه عملي شوی دی.

د نوموړي په خبره د اردو، پولیسو او اربکيانو په ګډون ټول ۳۵۲ زره مسلح عسکر موجود دي، چې د دوی د ۴۹۰۰ میليونه ډالره لګښت ډېره برخه «۴۲۰۰» ميليونه ډالره امريکا او پاتې ۷۰۰ ميليونه ډالر د ناټو غړي هېوادونه ورکوي.

د مشرانو جرګې غړو د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په هېواد کې د وروستیو نا امنیو او د تړون د «بې فايدې» ثابتېدو په خاطر پرون سه شنبه خپلې استجوابيه غونډې ته ور غوښتی و.

حنیف اتمر په دې اعتراف وکړ، چې د دوی عسکر له سختې جګړې سره مخ دي، خو په خبره يې د دولتي عسکرو مورال لوړ او د امريکا تمويل ورسره دی.

که څه هم نوموړي د بهرنیانو په اړه یوازې د افغان عسکرو د تمويل، روزنې او سلا مشورې خبرې وکړي، خو په ګڼو پوځي عملیاتو کې لا هم افغان عسکر په بهرنیانو تکيه کوي.

حنیف اتمر په داسې حال کې د عسکرو د ورځني لګښت حيرانوونکې مرسته په ډاګه کړه، چې څو ورځې وړاندې په هلمند کې د ملي اردو ګڼو عسکرو په اعتراضي ډول وويل چې د ګډ حکومت له پيله يې معاش نه دی اخیستی.

د کره سرچينو له قوله په هلمند جګړه ښکېل ولایت کې شل زره د اردو عسکرو ته تر اوسه هم معاش نه دی ورکړل شوی.

د هلمند له سنګین نه یو تن را تښتېدلی عسکر چې د نوم له خپرولو يې ډډه کوله نن ټکی اسیا ته وویل چې دوی د دې حکومت له پيله یوه افغانۍ معاش نه دی اخیستی، د نوموړي په قول له سیمې د تېښتې لاره نه وه، خو له خپل ټپي ملګري سره تر کابل او له کابله خپل کلي ته ورسيد.

هغه وویل چې بیا يې زړه نه غواړي چې د عسکرو په ليکو ور ګډ شي.

تر دې وړاندې په هرات ولایت کې د نظم عامه پولیسو هم د لاریون په ترڅ کې په ګډ حکومت غږ وکړ، چې د دوی د تېرو شپږو  معاشونه دې ورکړل شي.

د سرچینو له مخې په پلازمېنه کابل کې هم ارګ ته نوي ننوتي کارکوونکي پر دې نه دي توانيدلي چې د خپلو تېرو نږدې اوو میاشتو معاشونه تر لاسه کړي.

حنیف اتمر ونه ویل، چې دوی له امریکا نه تر لاسه کېدونکو مرستو اړوند کوم اسناد لري او چېرته مصرفېږي، خو تر دې وړاندې له ۲۰۰۲ م  نه تر ۲۰۱۴ م پورې د امريکا د دفاع وزارت له لوري د شویو ۶۰ ميليارد ډالرو مرستو له منځه ۲۱ ميليارده بشپړ لا درکه شول، چې نه يې پنټاګون او نه يې هم افغان چارواکي اسناد لري.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سبا ظاهر
میلمه
سبا ظاهر

څوک چی دخدای طمعه پریګدی او د امریکا په طمعه شی هغه به همد غسی خجالت سره مخ کیګی

ړ

احمد
میلمه
احمد

د بې عقل زویه! داچې هره ورځ په لسګونه ځوانان د اردو، پولیس، طالب او تروریست تر نامه لاندې مري خو پروا یې نشته. دا ښه ده چې تاسې د دې منحوث تړون له مخې ۱۲ میلیونه دالر تر لاسه کړې. دیوث نو څه ته وايي؟؟؟؟؟

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

احمد جانه ، مه بی حوصلی کیږه ، د اتمر او د نوری غلامی اداری ټولی خبره سمی او پر خآی دی ، صرف د ملت په معنی کی ورسره مونږ ټکر کی یو ، ملت مونږ د دی هیواد اکثریت خلکو ته وایو ، په داسی حال کی چه کمونست اثمر او د اداری ټول غړی ملت همدغه غلامی اداری ته وایی ، امریکاهره ورځ ۱۲ میلونه ډالره همدغه غلامی اداری او یا د هغو د ساتنی د پاره عسکرو او پولیسو ته ورکوی ، د غه اردو ، پولیسو او اربکانو کله د ایران یا پاکستان سره جنګ… نور لوستل »

محمدصادق
میلمه
محمدصادق

هههههههههههههه
الحاج استاد بیانزی صاحب الله پاک دی اجرونه درکری
قلم دی گرندی اوهمیشه په حقایقوهمداسی بنااوسه